VOTER VOICES & DEMANDS

لښکرګاه ( پژواک،٢٧غبرګولی٩٢) : د هلمند ډېری اوسېدونکي ناامني، بې کاري، د پوهنې  ټيټ کيفيت،د کارېزونو نشتوالى، د بنسټيزو پروژو نه پلي کېدل او اداري فساد خپلې مهمې ستونزې بولي. د لښکرګاه  ښار اوسېدونکى جان محمد وايي، په هلمند کې د هر ډول پرمختګ د مخنيوي لامل د نا امني او په ادارو کې شته فساد دی. نوموړي وويل، په تېرو څو کلونو کې حکومت ونه توانېده، چې د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره پياوړى مېکانيزم او د ستونزو مخه ونيسي. د هغه په خبره، په لښګرګاه کې د بيارغونې له شل سلنې ډېرې چارې نه دي تر سره شوي او خلک له بې کارۍ کړېږي.

لښکرګاه ( پژواک٢٧غبرګولى ٩٢): د هلمند ولايت اوسېدونکي له حکومت او نړيوالې ټولنې، د اداري فساد له منځه وړل، د پوهنې بهير ته د پراختيا ورکړه، د امنيت ټينګښت، کرنيزو توليداتو ته يې د بازار موندل او  سمو روغتيايي خدماتو ته لاسرسى غواړي .
دهلمند د مرکز لښګرګاه ښار اوسېدونکی جان محمد وايي،چې د امنيت تامين، د فساد له منځه وړل، د پوهنيز بهير پراختيا، کرنيزو توکيو ته بازار موندنه، فابريکې او سړې خونې، د بې کارۍ له منځه وړل او د اوبو د سيستم رغونه يې له حکومت څخه مهمې غوښتنې دي ، چې  بايد په دغو برخو کې عملي کار وشي .

په کابل کې مېشت هلمندي کډوال که څه هم له اوسنۍ ادارې څخه خوښ نه دي، خو وايي چې هرو مرو به د ولسمشرۍ په راتلونکيو ټاکنو کې برخه اخلي. دغه کډوال، چې شمېر يې شاوخوا ٨٠٠ کورنيو ته رسيږي، د ښار لوېديځ ته د قمبر څلور لاري  په يوه ډاګ کې تر شلېدليو خيمو لاندې، چې کوچني ديوالونه يې ترې را چاپېرکړي دي، ژوند کوي. دغه کډوال له تېرو دوو کلونو راهيسې د جګړو له امله کابل ته را کډه شوي دي .  لاندې راپور په روانه اونۍ کې ددغه پنډغالي، له څلورو کډوالو سره د مرکو پر بنسټ  جوړ شوى دى . د دغو کورنيو ډيرى ځوانان بې کاره دي او له  خيمو د جوړو دوکانونو، جومات، کلينيک او ښوونځي ترڅنګ، په ډله ييز ډول ناست وي .