۷۲- حاجي عبدالحی اخندزاده
د هلمند د خلکو استازى ، رايې : ۲۴۰۳
حاجي عبدالحی اخندزاده د حاجي محمد رسول اخندزاده زوى، چې په ١٣۶۳ لمريز کال کې دهلمند ولايت په کجکي ولسوالۍ کې زيږېدلی دی. نوموړی په ١٣۸۲ لمريز کال کې د لښکرګاه له لېسې فارغ شوی او د سياسي علومو په برخه کې ليسانس لري، هغه د ساختماني  موادو يوه کمپني لری ، مورنۍ ژبه يې پښتو ده په دري ، انګليسي  او اردو ژبو روانې خبري کوي.
داړيکې شمېره :  ۰۷۹۸۶۰۰۰۰۲  برېښناليک: [email protected]
HELMAND
 ۷۳- حاجي محمد ولي عليزی
د هلمند د خلکو استازى ، رايې : ۱۸۸۱
حاجي محمد ولی عليزی د حاجي شير محمد اخندزاده زوى، چې  په ١٣۴۸ لمريز کال کې دهلمند ولايت په کجکي ولسوالۍ کې زيږېدلی دی. نوموړی په ١٣۸۲ لمريز کال کې د هلمند له عالي  لېسې فارغ شوی او پلار يې د هلمند والي تېر شوی دی.
د ۱۳۸۰ لمريز کال څخه تر ۱۳۸۴ لمريز کال پورې کله ،چې پلار يې د هلمند والی وو  ده ورسره د وياند په حيث دنده پرمخ بيوله او  په ۱۳۸۳ کال کې د موسی کلا ولسوال هم پاتې شوی دی. عليزی خپله سوداګري هم کوي ،په پښتو او دري خبرې کوي.
1داړيکې شمېره: ۰۷۰۸۲۶۴۳۳۸
 
۷۴- حبيبه سادات
د هلمند د خلکو استازى ، رايې : ۵۷۴
حبيبه سادات د سيد سليمان شاه  لور ، چې په ۱۳۴۵ لمريز کال کې  د لښکرګاه د ښار په دوهمه ناحيه کې زېږيدلی ده ، په ۱۳۶۱ لمريز کال کې د لښکرګاه له عالي لېسې فارغه شوې او د هلمند د استادانو د روزنې د انسټيټيوټ څخه يې دپلومه تر لاسه کړې  او په ۱۳۸۷ لمريز کال کې يې د ليسانس سند يې د اقتصاد په برخه کې د کويټې له پوهنتون څخه تر لاسه کړی دی. ۷ کاله د لښکرګاه په لېسه کې د ښوونکې ، دوه کاله په  UNO  کې ټرينره ، دوه کاله پهUNHCR   کې د سروې مرستياله  او ۱۵ کاله دSave  the children   په موسيسه کې د افغان کډوالو لپاره  تعليمي پروګرامونو برابرونکې او ددې موسيسې په نورو برخو کې يې دنده پر مخ وړې ده.سادات په پښتو ، دري، انګليسي او اردو ژبو روانې خبرې کوي.
داړيکې شمېره : ۰۷۰۰۹۰۰۸۸۷
 
۷۵- عبدالودود پوپل
د هلمند د خلکو استازى ، رايې : ۱۸۴۷
عبدالودود پوپل د فيروز شاه زوی ، چې په ۱۳۵۳ لمريز کال کې د هلمند ولايت د ناوې په ولسوالۍ کې زېږېدلی دی ، نوموړی  د لښکرګاه له لېسې فارغ شوی او پلار يې په هلمند کې جهادي قوماندان پاتې شوی دی،له ١٣۸۸ لمريز کال را هيسې په مارجه، نادعلی ،ګرمسير او ګرشک کې د پوليسو امر پاتې شوی دی. هغه په پښتو او دري خبرې کوي.
داړيکې شمېره :۰۷۰۷۱۴۳۲۷۸
 
۷۶- حاجي معلم مير ولي خان
د هلمند د خلکو استازى ، رايې :۲۲۴۴
حاجي معلم مير ولي خان ، چې په ۱۳۳۴ لمريز کال کې د هلمند ولايت د کرشک په ولسوالۍ کې زېږېدلی دی ، تر ۱۴ ټولکي پورې يې زده کړې کړي او د ګرشک  د استادانو د روزنې له انسټيټيوټ څخه يې ديپلومه تر لاسه کړې ده، په ګرشک ولسوالی کې جهادي قوماندان تير شوی ، په هلمند کې د لېسې ښوونکی او دغه راز د اطلاعاتو او کولتور رييس پاتې شوی ، نوموړی په ۱۵ مه دوره کې د ولسي جرګې غړی وو او د حزب اسلامي ګوند سره يې اړيکې درلودي، خو اوس ددغه ګوند غړيتوب نه لري ، په پښتو او دري خبرې کوي.
داړيکې شمېره :۰۷۹۹۰۵۳۳۴۷
 
۷۷- شيخ نعمت الله غفاري
د هلمند د خلکو استازى ، رايې :۳۰۴۲
شيخ نعمت الله غفاري د مير حسين زوی په ۱۳۴۱ لمريز کال کې د لښکرګاه د ښار په دوهمه ناحيه کې زېږيدلی ، نوموړی په ۱۳۵۹ لمريز کال کې د لښکرګاه له لېسې فارغ شوی او په ديني علومو کې يې د ايران د جامعه مصطفی څخه په ۱۳۷۰ لمريز کال کې د ليسانس سند تر لاسه کړی دی.د هلمند د شعيه ګانو د شورای  رييس او د افغانستان د علماوو د شورای منشي او د لښکرګاه د جومات امام او خطيب پاتې شوی دی. نوموړی په ۱۵ مه دوره کې د ولسي جرګې غړی وو او د محقق په مشرۍ  د  افغانستان  د حزب وحدت  اسلامي ګوند سره يې اړيکې درلودې. په دري ، پښتو، عربي او انګليسي خبرې کوي.
داړيکې شمېره :٠٧٩٩٢٣٠٠١٥     
 
۷۸- نسيمه نيازۍ
د هلمند د خلکو استازې ، رايې :۱۳۲۴
نسيمه نيازۍ د حاجي محمد امان الله لور ، چې  په ۱۳۵۰ لمريز کال کې د هلمند د لښکرګاه د بولان په کلي کې زېږېدلی ده ، په ۱۳۶۵ لمريز کال کې د لښکرګاه له لېسې فارغه شوې او په ۱۳۸۳ لمريز کال کې د هلمند د استادانو د روزنې د انسټيټيوټ څخه يې ديپلومه تر لاسه کړې ده. د څلورو کلونو لپاره په هلمند کې ښوونکې او بيا د څلورو کلونو لپاره د شهيد اخلاص د منځني ښوونځي د  ښوونکې مديره پاتې شوې ده. د طالبانو په دور کې يې د انجنو لپاره په کور کې د زده کړې کورسونه لرل له ۱۳۸۰ څخه  ۱۳۸۴ کال پورې د لښکرګاه د انجونو د لېسې مديره پاتې شوې ده . نوموړې د اساسي قانون د لويې جرګې غړې  او  په ۱۵ مه دوره کې د ولسي جرګې غړې ، په  پښتو ، دري او اردو ژبو خبرې کوي.
داړيکې شمېره: ۰۷۰۶۴۰۵۳۳۱ 
 
۷۹- عبدالجبار قهرمان 
د هلمند د خلکو استازى ، رايې :۱۷۷۳
عبدالجبار قهرمان د محمدحسن زوی، چې  په ۱۳۳۷ لمريز کال کې د کندهار د بولدک  په ولسوالۍ کې زېږېدلی دى ، په ۱۳۶۱ لمريز کال کې د کابل له حربي ښوونځي څخه فارغ او بيا يې د کابل له حربي پوهنتون څخه په ۱۳۶۳ کال کې د ليسانس سند تر لاسه کړی دی.  د  تورن جنرالۍ رتبه لري  او  د لسو کلونو لپاره د کندهار د ميوند ولسوالۍ د  ملي اردو د قوماندان په توګه پاتې شوی ، په پښتو ، دري او روسي ژبو خبرې کوي.
 داړيکې شمېره: ۷۰۴۰۱۶۵۶۳