لښکرګاه ( پژواک ٢١ غبرګولي ٩٢): په هلمند کې که څه هم چې نا امنۍ ځپلی ، خو په تېرو څو کلونو کې د پوهنې په برخه کې د شويو پرمختګونو ترڅنګ لا هم په دې برخه کې ستونزې شته.
د هلمند د پوهنې چارواکي وايي، چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې په دې ولايت کې د امن په راتلو سره يوشمېر تړلي ښوونځي هم بېرته پرانيستل شوي دي.
د پوهنې رييس محمد نسيم ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، څلور کاله وړاندې په دې ولايت کې له٣٦٠ ښوونځيو څخه يواځې ٧٠ ښوونځي فعال و؛ خو زياتوي چې دمګړۍ د خلکو په مرسته د پرانيستو او فعالو ښوونځيو شمېر ۲۰۷ ته لوړ شوی دی.