د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم بلوڅ د حبيب الله زوى او د شاه دوست لمسى دى په ١٣٣٠ لمريز کال کې د نيمروز ولايت په مرکز زرنج کې زېږېدلى دى.
ده لومړنۍ زده کړې په نيمروز ولايت کې ترسره کړې دي او نوري زده كړي يې په حربي پوهنتون كې تر سره كړې دي.
محمد نعيم په ۱۳۵۴ لمريزكال كې د دويم بريدمن رتبې سره فارغ اوپه اتمه فرقه كې يې تر ۱۳۵۷ لمريزكال د وږي د مياشتې ترشپږمې  پورې د وسله پالۍ د آمر په توګه دنده ترسره کړه.
له هغه وروسته يې رسمي دنده پرېښوده او د شوروي يرغل پر ضد يې د جهاد په ډګركې  خپله مبارزه پيل کړه.
له ۱۳۷۱ لمريزكال څخه تر۱۳۷۴ پورې يې د نيمروز ولايت د امنيه قوماندان په توګه او له ۱۳۷۴  څخه تر۱۳۸۰ كال پورې د طالبانو پر وړاندې ودرېد اوله ۱۳۸۱كال څخه تر۱۳۸۸ كال پورې يې د نيمروز،غور اوهلمند ولايتونو د ملي امنيت د رييس په توګه دنده ترسره كړه.
محمد نعيم له ۱۳۸۸ كال څخه تر۱۳۹۰ كال پورې د ملي امنيت دعمومي رياست د اپراتيفي مرستيال په توګه دنده ترسره او له ۱۳۹۰ كال څخه د ۱۳۹۱ كال د تلې د مياشتې ترلومړۍ نېټې د ملي امنيت د عمومي رياست د مقرراتي عالي بورد د رييس په توګه دنده ترسره كړې ده او اوس مهال  د هلمند د والي په توګه دنده ترسره كوي.
نوموړى د جهاد پر مهال د اتحاد اسلامي تنظيم غړى او د نيمروز، فراه او هرات په خوا كې د همدې تنظيم عمومي قوماندان ( دجبهي مشر) وو. هغه په پښتو او دري ژبو خبرې کوي.