Data Gathered Date: 

Monday, July 1, 2013 - 13:00

لښکرګاه ( پژواک٢٧غبرګولى ٩٢): د هلمند ولايت اوسېدونکي له حکومت او نړيوالې ټولنې، د اداري فساد له منځه وړل، د پوهنې بهير ته د پراختيا ورکړه، د امنيت ټينګښت، کرنيزو توليداتو ته يې د بازار موندل او  سمو روغتيايي خدماتو ته لاسرسى غواړي .
دهلمند د مرکز لښګرګاه ښار اوسېدونکی جان محمد وايي،چې د امنيت تامين، د فساد له منځه وړل، د پوهنيز بهير پراختيا، کرنيزو توکيو ته بازار موندنه، فابريکې او سړې خونې، د بې کارۍ له منځه وړل او د اوبو د سيستم رغونه يې له حکومت څخه مهمې غوښتنې دي ، چې  بايد په دغو برخو کې عملي کار وشي .
دی وايي، د دغو چارو په ترسره کولو سره د حکومت او خلکو ترمنځ شته واټن له منځه ځي او پر دولت د خلکو باور پيدا کېږي.
د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکى احمدالله وايي، چې د شفافې ادارې رامنځته کول، په ټولو يو شان د قانون پلي کېدل او د مالدارۍ په پښو درول هغه چارې دي، چې هلمنديان يې له حکومت څخه  د ترسره کولو غوښتنه لري.
د ده په خبره ، دولت او نړيواله ټولنه دې د خلکو د کرنيزې او اقتصادي ودې لپاره  د کرنې په برخه کې لازم پروګرامونه جوړ او عملي کړي.
نوموړي وويل، چې که دولت د خلکو په غوښتنه کار وکړي؛ نو خلک به هم ورسره د امنيت او پرمختګ په چارو کې مرسته وکړي.
هغه زياتوي، له حکومت څخه غواړي، چې د شفافيت په رامنځته کېدو سره په فساد کې ښکېل کسان دې ونيسي او په علني ډول دې په سزا ورسوي.
د لښکرګاه يو قومي مشر غازي وايي،چې خلک له دولت څخه د نغدو پيسو غوښتنه نه کوي؛ خو غواړي، چې اداري فساد او اختلاس له منځه يوسي.
دی وايي، سره له دې چې په هلمند کې ډول ډول کرنيز توکي کېږي ، خو د پروسس د فابريکو د نشتوالي او نه ساتنې له امله دغه توکي په ټيټه بيه پلورل کېږي.
هغه وويل، د بې سوادۍ له منځه وړل او په هلمند کې د پوهنيز بهير پياوړتيا او پراختيا بله هغه غوښتنه ده، چې له دولته يې د پوره کېدو هيله لري.
نوموړی وايي، خلک د امنيتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ له نه شتون څخه هم کړېږي، چې له امله يې نا امني پراخه شوې ده.
هغه وايي، که دولت غواړي چې خلک ورسره همکار شي ، نو په کار ده، چې په ادارو کې د فساد مخه ونيسي او د روابطو پر ځای ضوابط رامنځته کړي.
د ګرشک ولسوالۍ قومي مشر  نور وايي،چې د بې روزګارۍ ختمول، د قانون پلي کېدل، د عدلي او قضايي سيستم اصلاح، د امنيت ټينګښت او د متوازنې پراختيا رامنځته کول يې له حکومت څخه اساسي غوښتنې دي.
ده وويل، خلک هيله لري، چې لومړی حکومت په سيمه کې امنيت راولي، څو دوی خپل ځوانان د امنيتي ځواکونو ليکو ته واستوي.
د ګرمسېر ولسوالۍ يو اوسېدونکى ولي خان وايي، چې حکومت بايد د ناامنيو مخه ونيسي او د کرنې د ودې لپاره ښه پلان جوړ کړي.
د هغه په وينا، خلک د کرنيزو محصولاتو لپاره بازار  غواړي.
ده وويل، د امنيتي ځواکو د تشکيل زياتوالی او د هغوی د امکاناتو ډېرېدل يې لومړيتوب دى، چې پر مټ يې کېدای شي ښه امنيت تامين شي.
د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکى رحيم الله وايي،چې که دولت يې خپل خلک بولي؛ نو د بيارغونې، امنيت او نورو برخو کې دې ورته پام وکړي.
د ده په خبره، چې د کجکي اوسېدونکي تر اوسه برېښنا نه لري او په کار ده، چې حکومت تر هر څه ژر د کجکي د برېښنا پروژه ورغوي.