Data Gathered Date: 

Monday, July 1, 2013 - 10:30

په کابل کې مېشت هلمندي کډوال که څه هم له اوسنۍ ادارې څخه خوښ نه دي، خو وايي چې هرو مرو به د ولسمشرۍ په راتلونکيو ټاکنو کې برخه اخلي. دغه کډوال، چې شمېر يې شاوخوا ٨٠٠ کورنيو ته رسيږي، د ښار لوېديځ ته د قمبر څلور لاري  په يوه ډاګ کې تر شلېدليو خيمو لاندې، چې کوچني ديوالونه يې ترې را چاپېرکړي دي، ژوند کوي. دغه کډوال له تېرو دوو کلونو راهيسې د جګړو له امله کابل ته را کډه شوي دي .  لاندې راپور په روانه اونۍ کې ددغه پنډغالي، له څلورو کډوالو سره د مرکو پر بنسټ  جوړ شوى دى . د دغو کورنيو ډيرى ځوانان بې کاره دي او له  خيمو د جوړو دوکانونو، جومات، کلينيک او ښوونځي ترڅنګ، په ډله ييز ډول ناست وي . همدغې بېکارۍ ددوى اقتصادي ستونزې دې کچې ته ورسولې، چې په تېر ژمي کې يوه کډوال خپل ماشومان خرڅلاو ته وړاندې کړل.هلمند يو له ناامنه ولايتو نو څخه دى ،له ١١ ولسواليو څخه  ٥  ولسوالۍ يې د مخالفو وسلوالو طالبانو په لاس کې وې، چې  د تېرې مياشتې  د خنجر د علمياتو په ترڅ کې يې  دوه (  نوزاد او خانشين  )  بېرته ازادې شوې .
 ځوان کډوال : کانديدان دې د کمپاين پيسې په غريبو وويشي
د ياد شوي پنډغالي يو ٣٠ کلن اوسېدونکى ميرعلم ، چې د شپږو ماشومانو پلار او د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکى دى، له ١٥ مياشتو راهسې په دغه کمپ کې ژوند کوي.  دغه ځوان، چې له بېکارۍ سر ټکوي، وايي چې که څه هم حکومت يې ژوند ته توجه نه ده کړې ، خو په ټاکنو کې به برخه اخلي . هغه وويل : (( دوى ( کانديدان )  ښه پوهيږي چې موږ يې نشو ګټلاى ، نو بيا دا دومره تاوانونه ولې کوي؟ دغه پيسې دې له خوار او غريبو سره کومک      وکړي . ))
  يوه مېرمن : راتلونکى ولسمشر دى زموږ غم وخوري 
  د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکې ٤٦ کلنه  قدسيه ، چې د پنځو اولادونو مور ده  وايي چې يواځې خاوند يې د رايې ورکولو کارت لري . دغه مېرمن، چې د بمبار  او جګړو له امله  يې اصلي سيمه پرې ايښې، د کانديدانو په اړه معلومات نه لري .
هغه وايي : ((نه يم خبره، چې څوک پاچايي غواړي ؟ خو هر څوک چې پاچا کيږي، زموږ پوښتنه دې وکړي . ))
د سنګين اوسېدونکى :  مجاهد کانديد ته به رايه ورکوم
د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکى ٤٢ کلن ګل آغا، چې د اوو ماشومانو پلار دى، له بېکارۍ سر ټکوي .
هغه وايي چې خپله رايه به خامخا کاروي : (( برخه خو اخلو، مګر رايه هغه چا ته ورکوو، چې  مجاهد وي .))
ګل اغا د ګيلې په شکل داهم وويل چې ددوى ژند ته په اوسنى حکومت کې هيڅ پاملرنه، نه ده شوې .
عيسى خان : کډوالو ته دې پاملرنه وشي
د ګرشک د قلعه ګز د کلي  اوسېدونکى عيسى خان، چې توره پګړۍ يې پرسر او تڼۍ يې خلاصې وې، وويل چې په کابل کې يې د بېکارۍ له  امله ژوند نور هم له ستونزو سره مخ دى. هغه وويل: (( که وطن کې مې جنګ ختم شي، نو بيا چې دا کابل په قواله هم راکوې والله که يوه شپه په کې تېره کړم . ))عيسى خان وويل چې دوى په همدې موخه په ټاکنو کې برخه اخلي، تر څو يو داسې حکومت رامنځ ته شي ، چې د بې ځايه شويو خلکو غم وخوري. نوموړي وويل: (( زه اوس نشم ويلاى چې نوى پاچا به زموږ مشکلات حل کړي او که نه؟ خو بيا هم دا يوه موقع په لاس راغلې، چې بايد رايه ورکړم. ))د هغه په وينا، په ياد شوي پنډغالي کې راتلونکيو ټاکنو ته يواځې سړيو د رايې ورکولو کارتونه اخيستي او ښځو ته يې اجازه نه ده ورکړې .