هلمند د مرکزلښکرګاه په ګډون ١٤ اداري واحدونه لري، چې په لاندې ډول دي.
۱- لښکرګاه:
 لښکرګاه د ولايت مرکز دى،پر نفوسه سيمه ده، دلته ملکي او پوځي هوايي ډګرونه ، يو شمېر فابريکې، پراخه کرنيزې ځمکې، بېلابېل  بازارونه شته او خلک پخپلو ورځينو کارونو پکې بوخت دي.
۲- نادعلي:
 نادعلي دمركزلښكرګاه  په ۱۷ كيلومتركۍ لوېديځ  لوري ته پرته ګڼ مېشته ولسوالۍ ده او ځمكې يې تر كانال لاندې دي ، اوسېدونكې يې ډير دهېواد له بېلابېلو سيمو څخه  راغلي ناقلين دي ، مساحت يې ۴۶۹۲ كيلومتره مربع كيږي، نفوس يې د اټکل له مخې ٩٠١٠٠  تنه دى او ۱۶۴ كلي لري.
  ۳- مارجه:
مارجه له لښكرګاه څخه ۳۵ كيلومتره واټن لري،دا هم دبغرا له كانال څخه خړوبيږي او اوسېدونكي يې ناقلين دي، نفوس يې ۲۶۶۰۰ تنه اټکل شوى.
۴- ناوه باركزاى:
 دغه ولسوالۍ د ولايت سوېل ته په ۲۴ كيلو مترۍكې د هلمند د سيند ترغاړه  موقعيت  لري داهم ګڼ مېشته ولسوالي ده او اوسېدونكي يې په اصل كې ډير د همدې سيمې  باركزي  قومونه دي ،  نفوس يې شاوخوا ۹۱۲۰۰ تنه  اټکل شوى ، ۶۵۷ كيلومتره مربع  مساحت  او ۱۲۹  كلي لري.
۵- ګرمسېر :
 دا ولسوالي هم د هلمند مركز لښكرګاه په سوېل كې ۷۶ كيلومتره فاصله لري، ځمكې  يې د هلمند د سيند تر غاړې ابادې دي او له سيندنه د جلا شوي كانال په وسيله خړوبيږي ،نفوس يې ۸۶۹۰۰ تنه اټکل شوى ، مساحت يې ۲۰۲۵۷ كيلومتره مربع دى، ۱۵۰  كلي لري ،اوسېدونكي يې ډيرناقلين او لږ شمېر يې د همدې سيمې دي .
 ۶- خانشين:
خانشين له لښكرګاه  څخه سوېل ته له پاكستان سره پرپوله پرته ولسوالۍ ده ، چې ډيره برخه  يې ريګستاني ده، له لښكرګاه څخه ۱۶۰ كيلومتره  لرې موقعيت لري، نفوس يې ۲۶۱۰۰ تنه اټکل شوى ، مساحت  يې ۷۴۱۴ كيلومتره مربع دى ، ۹۶ كلي لري، اوسېدونكې يي ناقلين او ځايي اوسېدونكې دي.
  ۷-ديشو:
دغه ولسوالي له مركز لښكرګاه څخه سوېل ته په ۲۱۵ كيلومتره  فاصله كې موقعت لري،ځمكې يې د هلمند له سيند څخه خړوبيږي، نفوس يې ۲۰۲۰۰ تنه اټکل شوى ، ۷۵ كلي لري ، مساحت يې ۹۷۸۲ كيلومتره مربع دى،اوسېدونكي يې ناقلين اوځايي اوسېدونکي دي.
۸-واشېر:
ياده ولسوالۍ له لښكرګا څخه ۱۴۳ كيلومتره لرې په شمال لوېديځ  كې موقعيت لري، ځمكې يې له كارېزونو او چينو څخه خړوبيږي، مساحت يې ۴۱۰۵ كيلومتره مربع دى ، نفوس يې ۱۵۴۰۰  تنه اټکل شوى، ۶۴ كلي لري، اوسېدونكي يې ډير ځايي خلک دي .
۹-   نوزاد:
نوزاد د هلمند په شمال كې له لښكرګاه څخه ۱۲۸ كيلومتره لرې موقعيت  لري  ،ځمكې يې له كارېزونو او چينو څخه  خړوبيږي،نفوس يې ۵۰۳۰۰ تنه اټکل شوى ، مساحت يې ۴۵۶۰ كيلومتره مربع  دى او  ۱۷۳ لوى كلي لري .
 ۱۰ـ موسى كلا:
 موسى كلا ولسوالۍ له لښكرګاه څخه ۱۱۰ كيلومتر  لرې  موقعيت  لري ،ځمكې يې له كارېزو نو او چينو څخه  خړوبيږي،دنفوس شمېر يې ۵۸۴۰۰ تنه اټکل شوى، مساحت يې ۱۳۶۲ كيلومتره مربع دى ،۱۰۷ كلي لري، اوسېدونكې يې د همدې سيمې اصلي وګړي دي .
 ۱۱- باغران:
باغران ولسوالي هم د هلمند په شمال كې له مركز لښكرګاه  څخه ۲۱۰ كيلومتره لرې پرته ده ،   ځمكې يې له چينو او كارېزونو څخه  خړوبيږي،نفوس يې ۸۰۶۰۰ تنه اټکل شوى،۳۵۸۷ كيلومتره مربع مساحت او ۲۹۵ كلي لري، اوسېدونكي يې دهمدې سيمې اصلي وګړي دي .
۱۲-  كجكي:
كجكي ولسوالي له مركزلښكرګاه  څخه ۱۳۳ كيلومتر شمال ختيځ لوري ته پرته ده، ځينې ځمكې يې دهلمند له سيند څخه  او لوړې ځمكې يې له كارېزونو څخه خړوبيږي ، كجكي ۳۶۰ كارېزونه لري ، نفوس يې ۷۰۵۰۰  تنه اټکل شوى ، مساحت يې ۱۹۳۹ كيلومتره  مربع دى ، ۱۷۰  كلي لري ، په همدې ولسوالۍ كې د بريښنا بند هم شتون لري، چې دمګړۍ د هلمند دڅو ولسواليو ترڅنګ  لښكرګاه او كندهار ښارته  برېښنا وركوي.
 ۱۳- سنګين :
 سنګين  ولسوالي هم د هلمند په شمال ختيځ كې  له مركزلښكرګاه  څخه ۹۰ كيلومتره لرې موقعيت لري ، ځمكې يې دهلمند له  سيند څخه  خړوبيږي .نفوس يې ۵۹۱۰۰ تنه اټکل شوى،   ۲۹۱ كيلومتره  مربع مساحت او ۵۶  كلي لري .
 ۱۴- ګرشك (نهرسراج):
 نهرسراج ولسوالي د لښكرګاه   شمال ته په ۴۸ كيلومترۍ کې موقعيت لري، ځمكې يې دهلمند له سيند څخه خړوبيږي ، نفوس يې ۱۱۶۱۰۰ تنه  اټکل شوى ، مساحت يې ۱۶۶۲ كيلومتره مربع دى، ۲۰۷ كلي لري ،اوسېدونكي يې ځينې ناقلين اوځينې د همدې سيمې وګړي دي .