د هلمند ولايتي شورا ١٥ غړي لري چې د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې څلور پخوانيو غړو يوځل بيا دې شورا ته لاره ومونده. د هلمند ولايتي شورا په داخلي ټاکنو کې لاندې کسان د اداري پلاوي په توګه وټاکل.
رييس: محمد کريم اتل
مرستيال: عبادالله عليزى
منشي: حيات الله مايار
١- محمد کریم اتل:
محمد کریم اتل د عبدالجبار زوی دی چې په ۱۳۶۵ هجري لمریز کال کې د لښکرګاه ښار په دویمه ناحیه کې زیږیدلی دى. اتل خپلې لومړنۍ زده کړې د لښکرګاه د هلکانو په لېسه کې پاى ته رسولي او خپلې لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې د ليسانس تر کچې ترسره کړې دي. نوموړى وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي په هلمند کې د يوې نادولتي موسسې مسوول وو او تر هغه وروسته يې شخصي کاروبار درلود. نوموړى د شورا د غړو ترمنځ په ټاکنو کې د رييس په توګه غوره شو.
د اړیکو شمېره: ۰۷۰۷۸۲۶۶۸۲
٢- میرزا حسین علیزاده:
میرزا حسین علیزاده د دنیاعلي زوی دى چې په ۱۳۶۵ کال کې د نادعلي ولسوالۍ په سید اباد سیمه کې زیږیدلی. عليزاده د خپلې سيمې له سيد اباد لېسې فارغ شوى او وروسته يې دوه کاله دارالمعلمين لوستى دى. نوموړي وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره پيدا کړي په لښکرګاه کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.
د اړیکو شمېره: ۰۷۰۵۹۶۲۸۴۲
٣- عبدالمجید اخند زاده
عبدالمجید اخندزاده د محمد نسیم اخند زاده زوی دى چې په ۱۳۶۷ هجري لمریز کال کې د هلمند د کجکي ولسوالۍ په نېچه کلي کې زېږیدلی. اخندزاده د ١٢ ټولګي شهادتنامه په کابل کې د اسلامي تعليماتو له يوه مرکز څخه ترلاسه کړې ده او اوسمهال په هلمند کې د اراکوزيا د لوړو زده کړو د انسټيټيوټ د حقوقو او سياسي علومو د څانګې محصل دى. نوموړى له وکالت څخه وړاندې محصل وو او کومه رسمي دنده يې نه درلوده.
د اړیکو شمېره: ۰۷۰۲۴۶۱۳۲۶
٤- عبادالله علیزی:
عبادالله علیزی د سید ادم خان زوی دى چې په ۱۳۶۴ کال کې د هلمند د کجکي ولسوالۍ د زمینداور د ده بابا په سيمه کې زېږېدلى دى. عليزي د لښکرګاه د هلکانو په لېسه کې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي او د لښکرګاه له دارالمعلمين له ١٤ ټولګي له پښتو څانګې فارغ شوى دى. عليزى وړاندې له دې چې ولايتي شورا کې د خلکو استازى شي، د شپږو کلونو لپاره د هلمند د ولايت په مقام کې د ترانسپورټ د برخې د مامور په توګه دنده ترسره کړې ده. عليزى د شورا د غړو ترمنځ په ټاکنو کې د مرستيال په توګه وټاکل شو.
د اړیکو شمېره: ۰۷۰۸۲۳۳۲۵۰
٥- بسم الله روحاني:
بسم الله روحاني د سید محمد زوی دى چې په ۱۳۵۸کال کې د هلمند د کجکي ولسوالۍ په علي اباد سیمه کې زیږیدلی دی. نوموړي د پاکستان په کوټه ښار کې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي. روحاني وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي، د دولت د مامور په توګه کار کړی دی.
د اړیکو شمېره: ۰۷۶۷۶۷۶۳۸۸
٦- نرګس رخشاني:
نرګس رخشاني د غلام حضرت لور ده چې په ۱۳۶۳ کال کې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په اب بازانو کلي کې زیږیدلې ده. رخشاني په ايران کې د انساني علومو په برخه کې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي او په ګرشک ولسوالۍ کې د دارالمعلمين له انګليسي څانګې فارغه ده. نوموړې وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي په ګرشک ولسوالۍ کې د بي بي فاطمه زهرا لېسې مديره، د ټولنيزې شورا غړې او همداراز يې په هلمند کې د ځينو نادولتي موسسو مشره هم پاتې شوې ده.
د اړیکو شمېره : ۰۷۰۶۳۱۲۱۱۳
٧- سيف الملوك نوري:
سيف الملوك نوري د يار محمد زوى دى چې په ۱۳۳۳ لمريز كال كې د هلمند د واشېر ولسوالۍ په ميرزا كلي كې زېږېدلى. نوري د كندهار د عالي دارالمعلمين له رياضي څانګې فارغ شوى. نوري د هلمند د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم غړيتوب درلود او يو ځل بيا يې وکولى شول دې شورا ته لاره ومومي.
د اړيكو شمېره :۰۷۹۹۲۷۳۳۰۳
٨- عطا الله افغان:
 عطاو الله افغان د عبدالحكيم خان زوى دى چې په ۱۳۵۹ لمريز كال كې د هلمند د ناوې ولسوالۍ په لنډي شاخ كلي كې زېږېدلى دى. افغان په لښكرګاه كې  تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې كړې دي. دى هم د ولايتي شورا په تېره دوره کې وکيل وو او يو ځل بيا وتوانېده چې خپله څوکۍ وساتي.
د اړيكو شمېره: ۰۷۰۸۶۷۸۹۴۶
٩- بشیر احمد شاکر:
بشیر احمد شاکر د نادر خان زوی دى چې په ۱۳۶۳ لمریز کال کې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښارکې زیږیدلی دی. شاکر د واشېر ولسوالۍ اوسېدوکى دى او د لښکرګاه د هلکانو له لېسې څخه په ١٣٨٥ کال کې فارغ شوى دى. شاکر د هلمند په يوه خصوصي پوهنتون کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځى لوستى. شاکر د هلمند د ورزشکارانو د ټولنې مسوول هم پاتى شوى او وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي په ټولنيزو چارو کې برخه اخيسته.
د اړیکو شمېره: ۰۷۰۳۱۵۲۰۱۵/۰۷۰۰۷۷۳۳۴۴
١٠- عبدالاحد سلطان زی:
عبدالاحد سلطان زی د عبدالقدوس خان زوی دى چې په ۱۳۵۲ لمریز کال کې د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په سلطانزي کلي کې زیږیدلی دی. نوموړى په لښکرګاه کې د هلکانو له لېسې فارغ دى او په کابل کې د دعوت خصوصي پوهنتون د حقوق او سياسي علومو له پوهنځې فارغ شوى دى. سلطان زى د ولايتي شورا د تېرې دورې په ټاکنو کې بريالى شو چې وروسته يې مشرانو جرګې ته لاره ومونده.
د اړیکو شمېره: ۰۷۰۸۲۵۰۰۸۵
١١- نبیه رسولي:
نبیه رسولي د محمد باران لور او د هلمند د لښکرګاه اوسېدونکې ده چې په ۱۳۶۵ لمریز کال کې په کندهار کې زیږیدلې. مېرمن رسولي په ايران کې تر نهم ټولګي پورې زده کړې کړې دي او په کندهار کې له شپې لېسې فارغه ده. نوموړې وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي د ښوونکې په توګه دنده ترسره کړې او همداراز په ځينو نادولتي موسسو کې روزونکې پاتې شوې ده.
د اړیکو شمېره: ۰۷۰۲۲۹۶۵۹۲
١٢- حیات الله مایار:
حیات الله مایار د عبدالله زوی دى چې په ۱۳۶۳ لمریز کال کې د ګرشک ولسوالۍ نهرسراج کې زیږیدلى دى. مايار په لښکرګاه کې د هلکانو له لېسې فارغ شوى او په اسلامياتو کې يې تر ١٤ ټولګي پورې زده کړې کړې دي. نوموړى اوسمهال په هلمند کې په يوه خصوصي پوهنتون کې د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې پر زده کړو بوخت دى. مايار وړاندې له دې چې د ولايتي شورا په ټاکنو کې بريالى شي، د هلمند د پوهني په ریاست کې د نظارت په برخه شپږ کاله دنده ترسره کړې ده. مايار د ولايتي شورا د غړو ترمنځ په ټاکنو کې منشي وټاکل شو.
د اړیکو شمېره: ۰۷۰۸۶۱۶۸۰۴
١٣- راضيه بلوڅ:
راضيه بلوڅ د سيد محمد اكرم لور ده چې په ۱۳۴۰ لمريز كال كې د ګرشك ولسوالۍ په مركز كې زېږېدلې ده. مېرمن بلوڅ د ګرشک د لويې ادې د نجونو له لېسې فارغه ده. نوموړې د هلمند د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم وکيله وه چې بيا يې دې شورا ته لاره ومونده.
د اړيكو شمېره: ۰۷۰۷۹۰۳۱۱۰
١٤- بریالی نظري:
بریالی نظري د نظرعلي واحدي زوى دى چې په ۱۳۶۴ لمریز کال کې دهلمند په لښکرګاه ښار کې زیږیدلی دى. نظري په لښکرګاه کې د هلکانو له لېسې فارغ شوى او وروسته يې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې لوړې زده کړې کړې دي. نظري د ولايتي شورا په ټاکنو کې تر برياليتوب مخکې په کابل کې د سیمه يیزو ارګانونو د خپلواکي ادارې د ارزیابۍ مدیر و.
د اړیکو شمېره: ۰۷۰۷۶۰۱۲۶۹
١٥- مير احمد خان:
مير احمد خان د حاجي عبدالرشيد زوى دى چې په ۱۳۴۲ كال كې د لښكرګاه په باباجي سيمه كې زېږېدلى دى. نوموړى په لښکرګاه کې د هلکانو له لېسې فارغ شوى دى.ميراحمد خان د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم وکيل وو چې د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې يې خپله څوکۍ وساتله.
د اړيكو شمېره:۰۷۰۶۰۷۴۹۰۴