۱ـ بُسټ راډيو:
دا راډيو په هلمند کې يوه له فعالو راډيوګانو څخه ده، چې په ۱۳۸۷ کال کې د عبدالسلام زاهد له لوري رامنځته شوه. د سهار له ۶ بجو څخه د غرمې تر ۱۲ او ماسپښين له دوو بجو نه د شپې تر يوولسو بجو پورې خپرونې لري. اويا کيلومتره لرې يې د پوښښ سيمه ده، د امتياز څښتن له لوري تمويليږي. او يوتن کارمند لري.
د اړيکو شمېره: ۰۷۰۷۸۱۰۳۱۰ ـ ۰۷۰۰۷۸۷۳۱۵
برېښناليک: [email protected]
 
٢ ـ سباوون راډيو:
دا راډيو په هلمند کې يوه فعاله راډيو ده، چې د انټرنيوز له لوري په ۲۰۰۴ کال کې په لښکرګاه ښار کې جوړه شوه. په شپه او ورځ کې اتلس ساعته خپرونې لري او تر اتيا کيلومتره واټن پورې ساحه يې تر پوښښ لاندې نيولې. د انټرنيوز په مالي لګښت او خپلو اعلانونو تمويلېږي، چې دمګړۍ ۲۰ تنه کارکونکي لري.
د اړيکو شمېره: ۰۷۹۹۱۷۷۹۴۹ ـ ۰۷۹۳۷۰۰۰۷۰
برېښناليک: [email protected]
 
۳ ـ سمون راډيو:
سمون راډيو په هلمند کې له فعالو رسنيو څخه ده، چې په ۱۳۸۵ کال کې د محمد سليم زمريال له لوري رامنځته شوې او د اتيا کيلومتره پوښښ په درلودلو سره ۱۳ ساعته خپرونې لري. دا راډيو د جوړونکي په شخصي لګښت او اعلانونو تمويلېږي، چې ۱۵ تنه کارمندان لري.
د اړيکو شمېره: ۰۷۰۶۶۷۰۶۱۳ ـ ۰۷۰۲۱۶۵۸۸۳
برېښناليک: [email protected]
 
۴ـ موسکا راډيو:
موسکا راډيو په هلمند کې يوه له فعالو راډيو ګانو څخه ده، چې د ميرويس پاڅون له لوري په ۲۰۰۸ کال کې فعاله او ۱۲ ساعته خپرونې لري. دا راډيو د بنسټګر په شخصي لګښت او اعلانونو تمويلېږي،چې دمګړۍ ۱۲ تنه کارکوونکي لري او د پوښښ سيمه يې ۶۰ کيلومتره ده.
د اړيکو شمېره: ۰۷۹۹۱۷۷۹۴۹ ـ ۰۷۹۹۸۹۱۳۱۹
برېښناليک: [email protected]
 
۵ ـ هلمند اونيزه:
دا اونيزه په هلمند کې يوه فعاله اونيزه ده، چې د ياد ولايت د اطلاعاتو او کولتور رياست له لوري د لومړي ځل لپاره په ۱۳۳۳ کال کې له چاپه راووته. هره اونۍ د ۵۰۰ ګڼو په شمېر کې چاپېږي، چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت له لوري تمويلېږي. دمګړۍ په کې يواځې درې تنه په دنده بوخت دي.
د اړيکو شمېره: ۰۷۹۹۴۳۶۷۲۹
 
 ۶ ـ پګړۍ مجله:
دا په هلمند کې چاپېدونکې مجله ده، چې په ۱۳۸۲ کال کې د هلمند د فرهنګپالو له لوري رامنځته شوه او پر هلمند سربېره د هېواد يوشمېر نورو ولايتونو ته هم استول کېږي. دا مجله د الحاج محمداسماعيل شريف يار په مالي لګښت چاپېږي، چې ۶ تنه په کې په کار بوخت دي.
د اړيکو شمېره: ۰۷۰۸۱۹۸۴۸۳
 
۷ ـ پويا مجله:
دا هم په هلمند کې چاپېدونکې مجله ده، چې په ۱۳۸۲ کال کې د قاسم علي جعفري له لوري رامنځته شوه. پر هلمند سربېره کندهار، هرات او کابل ولايتونو ته هم ځي، چې د قاسم علي جعفري په مالي لګښت تمويلېږي.
د اړيکو شمېره: ۰۷۰۷۳۰۵۳۰۰ ـ ۰۷۹۹۱۷۷۷۲۵
برېښناليک: [email protected]
 
۸ ـ لښکرګاه مجله:
دا مجله په هلمند کې چاپ او نږدې ټولو ولاياتو ته استول کېږي، چې د لومړي ځل لپاره د هلمندي فرهنګيانو له لوري په ۱۳۸۸ کال کې چاپ شوه. هلمندي فرهنګيان يې مالي ملاتړ پر غاړه لري او لس تنه په کې په کار بوخت دي.
د اړيکو شمېره: ۰۷۰۶۸۳۲۶۶۳
برېښناليک: [email protected]