Data Gathered Date: 

Monday, July 1, 2013 - 13:00

لښکرګاه ( پژواک،٢٧غبرګولی٩٢) : د هلمند ډېری اوسېدونکي ناامني، بې کاري، د پوهنې  ټيټ کيفيت،د کارېزونو نشتوالى، د بنسټيزو پروژو نه پلي کېدل او اداري فساد خپلې مهمې ستونزې بولي. د لښکرګاه  ښار اوسېدونکى جان محمد وايي، په هلمند کې د هر ډول پرمختګ د مخنيوي لامل د نا امني او په ادارو کې شته فساد دی. نوموړي وويل، په تېرو څو کلونو کې حکومت ونه توانېده، چې د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره پياوړى مېکانيزم او د ستونزو مخه ونيسي. د هغه په خبره، په لښګرګاه کې د بيارغونې له شل سلنې ډېرې چارې نه دي تر سره شوي او خلک له بې کارۍ کړېږي. دى وايي، د نړۍ له ( پنډ، پنډ ) پيسو سره سره حکومت د خلکو د ستونزو د ختمولو وړتيا نه لري. جان محمد زياته کړه، زرګونه ماشومان د زده کړې له نعمت څخه بې برخي دي، روغتيايي مرکزونه نشته او د پوهنې سيستم نيمګړی دی. نوموړي وويل، نا امني، اداري فساد او د بنسټيز کارونو نه کول لامل شوي، چې د خلکو او حکومت ترمنځ بې باوري رامنځته شي. د ناوې ولسوالۍ د مرکزي سيمې اوسېدونکى احمد نويد وايي، په دولتي ادارو کې د غيرمسلکي خلکو ګومارنې ستونزې ډېرې کړې دي. هغه وايي، داسې کسان په دندو ګومارل شوي، چې د کار وړتيا نه لري، حکومتداري نشي کولای او د خلکو په ستونزو نه پوهېږي. د ده په خبره، په هلمند کې دومره بيارغونه ونه شوه، چې خلکو ته يې د اوږده مهال لپاره ګټه ورسېږي او يا د خلکو باور خپل کړي. نوموړى زياتوي، د هلمند د خلکو اقتصاد تر اتيا سلنې پر کرني او مالدارۍ ولاړ دى؛ خو اوس مهال د کرنې او مالدارۍ نظام ړنګ او ځوانان بې کاره دي. د ده په خبره ، چې ستونزې يې هم دا نا امني، اداري فساد، دنا اهلو کسانو په دندو ګومارل او دځوانانو بي کاري ده ، چې ددولت او خلکو ترمنځ فاصله رامنځته  شوې ده. نويد وايي، دولت د ولسواليو او ښار تر منځ د مور او ميرې چلن کوي او د ولسواليو اړتياوو ته چندان پام نه کوي. نوموړي زياته کړه، د دوی بله ستونزه د متوازنو پراختيايي پروګرامونو نشتون دی، چې کروندګر او د ولسواليو اوسېدونکي د کوکنارو کر او د دولت مخالفت ته هڅوي. د لښکرګاه د خوشکابې سيمې کروندګر او قومي مشر احمد غازي، دولت په بې پروايۍ تورنوي وايي، چې دولت په تېرو څو کلونو کې يواځي په  اړيکو تکيه کړې. هغه وايي، دولت ونه توانېده، چې د حکومتولۍ يو سالم سيستم رامنځته کړي او د وړتياوو له مخې چارواکي وګوماري. د ده په خبره، په هلمندکې بزګران د کرنې له هغه زاړه سيستم او پروژو څخه کار اخلي، چې پنځوس کاله وړاندې په دې ولايت کې رغول شوی و. نوموړي وويل، د هلمند په ټولو سيمو کې کانالونه بند، کرنيز سيستم ويجاړ، زابران له اوبو ډک او  سړکونه يې وران دي. خو زياتوي، چې په بدل کې يې کرنيز توکي او توليدات هم په نيمه بيه په کورنيو مارکېټونو او ګاونډيو هېوادونو کې پلورل کېږي. د ده په خبره، په تېرو څو کلونو کې نړيوالو د بنسټيزو کارونو پر ځای خلکو ته هوايي پيسې ورکړې او بد يې اموخته کړل. نوموړي وويل، د امنيت له نه شتون څخه په هلمند کې د ډېرو پروژود پلي کېدو مخه نيول شوې ده. د ګرشک ولسوالۍ قومي مشر سيدنور وايي، حکومت نه دی توانېدلی، چې په لرو پرتو سيمو کې امنيت ټينګ او خلکو ته خدمات وړاندې کړي. نوموړي وويل، نا امنۍ له خلکو لوری ورک کړی، دولت خپلې غوښتني نه شي رسولى، ښوونځي او روغتيايي مرکزونه، نه لري او د ژوند له هر ډول اسانتياوو بې برخې دي. هغه زياته کړه، د ولسواليو سړکونه تر اوسه خامه پراته، ويالې ويجاړې او خلک له برېښنا بې برخې دي. د ده  په خبره، د بيارغونې د پروژو تړونونه د چارواکو تر منځ درې څلور لاسه پلور کېږي، چې په پای کې په ټيټ کيفيت سره پلې کېږي. سيدنور زياتوي،د هلمنديانو بله لويه ستونزه د امنيتي ځواکونو تر منځ نه همغږي او د پلانونو نه شتون دی. هغه وايي، په ډېرو سيمو کې امنيتي ځواکونه د وسله والو خلاف عمليات وکړي، خو تر يوې يا دوو ورځو وروسته بېرته سيمې د دولت مخالفانو  ته پرېږدي. د ده په وينا، له همدې امله ده ، چې پر امنيتي ځواکونو د خلکو باور زيانمن شوی دی. دغه قومي مشر وويل، د زده کړې او پوهې نشتوالی بله هغه ستونزه ده، چې هلمنديان ورسره لاس او ګرېوان دي. د ده  په خبره، بله لويه ستونزه يې دا ده، چې د ډېری سيمو اوسېدونکي د وسله والو طالبانو له لوري يرغمل شوي ، خو خپل غږ نشي اوچتولی. نوموړي زياته کړه، دولت بايد توانېدلى واى، چې لږ تر لږه خو يې د وسله والو او په ځانګړي ډول د بهرنيو وسله والو لارې او فعاليتونه ډب کړي وای. د ګرمسېر ولسوالۍ د ګوشتې سيمې يو قومي مشر د نوم نه ښودو په شرط وايي، چې په ګرمسېر کې وخت نا وخته نښتې کېږي او نا امنۍ خلک په تنګ کړي دي. ده وويل، که څه م چې د کرنې په برخه کې يو څه پرمختګونه شوي؛ خو کافي نه دي او لا تر اوسه هغه لويې دښتې په دې ولسوالۍ کې شتون لري نه دي ابادې شوي، د هلمند سيند اوبه نه دي مهار شوي او بندونه نه دي رغول شوي. د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالله وايي، حکومت نشته، ځکه يې تراوسه د دوی په سيمه کې يوه خښته هم پر بلې نه ده ايښې. د ده په خبره، د کجکې يوه کرنيزې ولسوالۍ ده، چې ٣٦٠ کاريزه يواځې په زمنيداور سيمه کې لري؛ خو اوس ټول ډک او د اوبو له نشت سره مخ ده. نوموړي وويل، ښوونځي او روغتيايي مرکزونه نه لري، چې له امله يې ماشومان د زده کړو له نعمت  څخه بې برخې او ناروغان يې له ستونزو سره مخ دي.