Rehabilitation Special Reports

 
لښكرګاه (پژواك ۲۵ چنګاښ ۹۲): د هلمند چارواكي وايي، چې په دغه ولايت کې يې په تېرو څو کلونو کې د بيارغونې ډېرې چارې تر سره کړې او لا هم روانې دي.
د هلمند د والي د دفتر مشر محمدلعل احمدي وايي، چې دغه مهال يوازې د هلمند په مركز لښكرګاه كې تر ٢٠٠ كيلومتره زيات سړکونه په پاخه او اساسي جوړ شوي دي.
نوموړي وويل، دغه راز له مركز لښكرګاه څخه ولسواليو ته غځېدلي ۲۸۰ كيلومتره سړكونه هم پاخه شوي او د ځينو نورو د جوړېدو چارې روانې دي.
د ده په خبره، اوس مهال له لښكرګاه څخه د هرات-كابل تر حقلوي سړك پورې ۴۲ او له همدې سيمې تر سنګين ولسوالۍ پورې ۳۵ كيلومتره سړك جوړ شوى دى.