Rassoul vows to boost Kandahar security

 
کندهار ، اسعد اباد ( پژواک، ٢٤ کب ٩٢ ) : د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر زلمى رسول وايي، چې که بريالى شي، نو په کندهار ولايت کې به د امنيت د ټينګښت او د کرنې د ودې لپاره کار وکړي.
 د ولسمشرۍ دغه کانديد د خپلو ټاکنيزو سياليو په لړ کې د کب په ٢٤مه، کندهار ولايت ته راغلى و او دغلته يې د خلکو په يوه لويه غونډه کې، چې زرګونو تنو پکې برخه ا خيستې وه، ګډون وکړ.
  په دې غونډه کې د هغه د دوو مرستيالانو تر څنګ پکې د ولسمشرۍ تېر شوي کانديد عبدالقيوم کرزي، محمود کرزي، د کندهار د ولايتي شورا غړو، په ولسي او مشرانو جرګو کې د کندهار ښځينه استازيو شکيباهاشمي، فريبا احمدي کاکړ، رڼا ترين او نورو ګډون کړى و.
 زلمي رسول غونډې ته د وينا پر مهال وويل، که هغه بريالى شي، نو په کندهار کې به په لومړي ګام کې د امنيت د ټينګښت لپاره کار وکړي او وروسته به د کرنې د ودې په موخه لوى او واړه بندونه ورغوي.
 هغه خوښي وښودله، چې کلونه وروسته خپل پلرني ټاټوبي ته راغلى او زياته يې کړه، که خلک افغانستان د اسيا زړه ګڼي، نو کندهار بيا د افغانستان زړه بلل کېږي.
 د نوموړي په وينا، کندهار د هېواد د اقتصادي ودې په ډګر کې تر ټولو مهم ولايت دى، خو ستونزه دا ده ، چې دغه ولايت په تېر کې ناامنه پاتې شوى.
 زلمي رسول په کندهار کې د يوې بلې ستونزې يادونه هم وکړه او ويې ويل ، چې دغلته خلک له قضايي او عدلي ارګانونو سره ستونزه لري، که خلک پر ده باور وکړي او په رايو يې برياليتوب ته ورسېږي، نو د دغې ستونزې د حل لپاره به کار وکړي.
 هغه يو ځل بيا يادونه وکړه، چې حکومت به يې د عدل او برابرۍ لپاره کار کوي، چې افراط او تفريط ته به پکې ځاى نه وي.
 د ډاکټر زلمي رسول په ګټه تېر شوي مخکني کانديد عبدالقيوم کرزي هم برخه والو ته وينا وکړه او ويې ويل، چې د افغانستان د خلکو د ملي يووالي په موخه يې د زلمي رسول له ټيم سره د يو ځاى کېدو پرېکړه وکړه.
 هغه زياته کړه، د هغوى ټيم به د برياليتيوب په صورت کې د نظام د دوام لپاره کار کوي او جدي اصلاحات به راولي.
 د ډاکټر زلمي رسول لومړي مرسيتال احمد ضيا مسعود او دويمې مرسيتالې حبيبې سرابي هم لنډې خبرې وکړې او ويې ويل، چې د هغوى حکومت به د ملي يووالي څرګندوى وي او د ټول هېواد د خلکو د سوکالۍ لپاره به په ګډه کار کوي.
 د دې تر څنګ د ډاکټر زلمي رسول په ملاتړ يوه بل غونډه د کندهار ښار په تاج محل سالون کې جوړه شوې وه، چې پکې شاوخوا ٢ زره مېرمنو ګډون کړى و، دغې غونډې ته د ډاکټرزلمي رسول دويمې مرستيالې حبيبې سرابي، په ولسمي جرګې کې د کندهار د خلکو استازې فريبا احمدي کاکړ او شکيبا هاشمې ويناوې وکړې.
 شکيبا هاشمي د کندهار له مېرمنو وغوښتل ، چې ډاکټر زلمي رسول ته رايه ورکړي، ځکه خپل دويمه مرستياله يې ښځينه ټاکلې او په همدې موخه به د ښځو د حقوقو لپاره کار کوي.
 په خپله حبيبه سرابي د کندهار د هغو مېرمنو يادونه وکړه ، چې په تېرو دريارلسو کلونو کې يې د اوسني نظام لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړى و.
 هغې ژمنه وکړه، چې د برياليتوب په صورت کې به په کندهار کې د مېرنو اقتصادي وضعيت ته پام کوي، د ښځو د حقونو په برخه کې به مبارزه کوي او دغه راز به لرې پرتو سيمو کې د روغتيا اسانتياوې برابروي، تر څو مېرمنې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ور نه کړي.
 دغه راز ، د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ د ولسمشرۍ د بل کانديد ګل غا شېرزي په ملاتړ هم غونډه جوړه شوې وه.
 دغه غونډه د يادې شوې ولسوالۍ په روح اباد سيمه کې جوړه شوې وه، چې د زرو په شاوخوا کې عامو وګړو او قومي مشرانو په کې ګډون کړى و.
 قومي مشرانو په خپلو ويناوو کې له ګل اغا شېرزي څخه ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل چې دغه کانديد په کندهار او ننګرهار کې د خپلو دندو پر مهال د بيارغونې ډېر کارونه کړي او که بريالى شي، نو لا ډېر کار به وکړي.
 د يادونې ده ، چې په کندهار کې د ګڼ شمېر کانديدانو په ملاتړ غونډې شوي، خو تر دې مهال يواځې درېيو کانديدانو ګل اغا شېرزي، سردار محمد نادر نعيم او ډاکټرزلمي رسول دغه ولايت ته راغلي او خپل کمپاين يې پر مخ بېولى.
 د يوه بل خبر له مخې ، دکونړ په نرنګ ولسوالۍ کې د ولسمشرۍ د کانديد استاد عبد رب الرسول سياف په ملاتړ غونډه وشوه.
د غونډې مشر باتور ملکزي پژواک ته وويل ، چې د ولايت د مرکز په ګډون د پنځو ولسواليو قومي مشرانو په کې ګډون کړى وو.
هغه زياته کړه ، چې د غونډې ګډونوالو په يوه خوله د استاد سياف د ملاتړ اعلان وکړ،چې ددوى په وينا، هغه يو مجاهد شخصيت دى او د هېواد ښه خدمت کولى شي.
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او  ولايتي شوراګانو  ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي .
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.