د كندهار ولايت والي پوهنوال ډاكټر توريالى ويسا د عبدالصمد ويسا زوى دى، چې په ١٣٣٣ لمريز کال کې د كندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د كوهك په كلي كې زېږېد لى دى. نوموړي لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده كړې د كندهار ښار په شالمار يا مشرقي او احمد شاه بابا لېسو كې بشپړې كړې دي. وروسته د كابل پوهنتون د كرنې پوهنځي څخه د ليسانس په درجه فارغ شوى او بيا تر يوه تحصيلي پروګرام لاندې د ماسټرۍ (M.Sc.) د درجې د تر لاسه كولو لپاره د لبنان امريكايي پوهنتون ته لېږل شوى دى. د بېروت په امريكايي پوهنتون كې تر دوو كلونو تېرولو وروسته كله چې دغه پوهنتون د كورنيو جګړو او سياسي نا كراريو له كبله وتړل شو، ويسا د تحصيل د دوام لپاره د امريكا په متحده ايالاتو كې د نبراسكا ايالت د لينكن پوهنتون ته استول شوى او هلته يې خپله ماسټري بشپړه كړې ده. نوموړي دغه راز د كاناډا د برېټيش كولمبيا پوهنتون څخه په هغه هېواد كې د مهاجرت پر مهال د کرنيز ترويج په څانګه كې د دوكتورا  (Ph.D.) درجه هم تر لاسه كړې ده. ويسا له ۱۳۵۱ څخه تر ۱۳۶۸ پورې د كابل پوهنتون د كرنې پوهنځي د كرنې، اقتصاد او ترويج د ډيپارټمنټ علمي غړى او د همدې پوهنځي استاد پاتې شوى، له ۱۳۶۸ څخه تر ۱۳۶۹ پورې د لوړو زده کړو د وزارت د اسنادو او اړيکو رييس، له ۱۳۶۹ څخه تر ۱۳۷۰ پورې د كندهار پوهنتون موسس او لومړى رييس، له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۲ پورې يعنې د ټول كال په اوږدو كې د هنګري هېواد د ګوډولو(Godolo) په پوهنتون كې علمي غړى، له ۱۹۹۳ څخه تر ۱۹۹۵ پورې د سويس د ذوريخ پوهنتون د کرنيز اقتصاد د انسټيټيوت علمي غړى، له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۳ پورې د كاناډا د برېټيش كولمبيا په پوهنتون كې د آسيايي مطالعاتو د مركز علمي غړى، له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۰۸ پورې د بېلابېلو نړيوالو موسساتو Chimonics, Roots of Peace, PADCO, FAODCA, DFID, USAID, UNDP او نورو سره مشاور او له ۲۰۰۸ څخه تر اوسه پورې د كندهار د والي په توګه دندې تر سره كړې دي. نوموړى د کرنيز ترويج په ساحه كې د ۲۰ په شاوخوا كې چاپي آثار د درسي كتابونو، علمي څېړنو، مقالو او ژباړو په بڼه لري.