١. هېواد ټلوېزيون:
هېواد ټلوېزيون د کندهار لومړنى خصوصي فعال ټلوېزيون دى، د امتياز څښتن يې د افغانان مدني ټولنه ده. دغه ټلوېزيون په ٢٠٠٦ کال کې په کندهار ښار کې تاسيس شو. د ټلوېزيون خپرونې د سهار په ٦ بجې پيل کېږي او د شپې تر ١٢ بجو دوام کوي. د دغه ټلوېزيون خپرونې سياسي، ټولنيزې او تفريحي دي.
د اړيکې شمېره: 700318759
برېښناليک: [email protected]
 
٢. افغان ازاده راډيو:
افغان ازاده راډيو د کندهار د خصوصي راډيوګانو له ډلې لومړنۍ راډيو ده، چې په ٢٠٠٦ زېږديز کال کې يې فعاليت پيل کړى دى، د راډيو امتياز د افغانانو د مدني ټولنې پر غاړه دى. دغه راډيو سياسي، ټولنيزې او تفريحي خپرونې لري، چې نشرات يې د سهار په ٥ بجې پيل او د شپې تر يوې بجې دوام کوي.
 
٣. وړانګه راډيو:
وړانګه راډيو يوه خپلواکه راډيو ده، چې څلور کاله وړاندې يې د يوه ملي سوداګر محمود پاچا په شخصي لګښت فعاليت پيل کړى دى، دغه راډيو سياسي، ټولنيزې، اقتصادي او تفريحي خپرونې لري، چې نشرات يې د سهار له ٧ بجو څخه پيل کېږي او د شپې تر ١٠ بجو دوام کوي.
د اړيکې شمېره: 0700309127
برېښناليک: [email protected]
 
٤. مېرمن راډيو:
د کندهار لومړنۍ راډيو ده،  چې ډېرې خپرونې يې د مېرمنو مسايلو ته ځانګړې شوې دي، د راډيو د امتياز څښتنه د کندهار د ولايتي شورا غړې مريم درانۍ ده. دغه راډيو د سهار ٧ بجو څخه بيا د شپې تر ١٢ بجو خپرونې لري.
داړيکې شمېره  :0778899072
برېښناليک :      [email protected]
 
٥. کليد راډيو:
کليد راډيو د کليد ګروپ اړوند راډيو ده، چې په کندهار کې خپرونې کوي او په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې تاسيس شوې ده. دغه راډيو ٢٤ ساعته خپرونې لري، چې سيمه ييز، سياسي، ټولنيز او ښوونيز مسايل خپروي.
د اړيکې شمېره: 707003131
برېښناليک: [email protected]   
 
٦. څانګه راډيو:
څانګه خصوصي راډيو ده، چې په ٢٠١٢ زېږديز کال کې د يوه ملي سوداګر قدرت کليوال له خوا په کندهار کې پيل شوې ده، دغه راډيو هم ټولنيزې، سياسي او تفريحي خپرونې لري، نشرات يې د سهار له ٧ بجو پيل کېږي او د شپې تر ١٢ بجو دوام کوي.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۹۸۸۰۸۶
برېښناليک: [email protected]
 
٧. تعليم الاسلام ولسي راډيو:
تعليم الاسلام په کندهار کې لومړنۍ راډيو ده، چې ټولې خپرونې يې ديني مسايلو ته ځانګړې شوې دي، دغه راډيو نږدې درې کاله وړاندې په کندهار ښار کې د يوه عالم مولوي محمد عمر خطابي له خوا تاسيس شوې، چې اوسمهال د راډيو تر څنګ د تعليم الاسلام په نوم مياشتنۍ مجله هم خپروي. د تعليم الاسلام راډيو خپرونې د سهار په ٧ بجو پيل او د شپې په ١٠ بجې پاى ته رسېږي.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۳۰۰۵۷۰
برېښناليک: [email protected]
 
٨. يووالي راډيو:
يووالي راډيو درې کاله وړاندې د ايساف ځواکونو له خوا تاسيس شوې ده، دغه راډيو ٢٤ ساعته خپرونې لري، چې ډېره برخه يې تفريحي او معلوماتي ده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٣٠٧٠٤٣
برېښناليک: kaf.prnGmail.com
 
٩. اسلام غږ راډيو:
اسلام غږ راډيو د کندهار د علماوو شورا اړونده راډيو ده، چې تر ډېره ديني مسايلو ته ځانګړې ده، دغه راډيو په ٢٠٠٥ کال کې تاسيس شوې ده، چې د سهار له ٧ بجو بيا د غرمې تر ١١ بجو خپرونې لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٠٢٤٦٢٦
 
١٠. کندهار راډيو ټلوېزيون:
کندهار راډيو ټلوېزيون په دولتي چوکاټ کې فعاليت کوي، ټولنيزې، سياسي، تفريحي او معلوماتي خپرونې لري، د راډيو خپرونې د سهار په ٧ بجې پيل او د شپې تر ١٠ بجې دوام کوي او د ټلوېزيون خپرونې د مازديګر په ٤ بجې پيل کېږي او د شپې تر ١١ بجو دوام کوي.
د اړيکې شمېره: 700333390
برېښناليک: [email protected]
 
۱۱.تبسم راډيو:
تبسم راډيو تبسم خصوصي راډيو، په ۲۰۱۶ زېږديز کال کې يې فعالیت پيل کړی، د امتياز خاوند يې صادق الله افغان دى. د کندهار ښار ترڅنګ تر لسو زیاتو مرکزي ولسواليو کې پر ۹۱.۲ او ۸۷.۵ ایف ایم څپو ۱۸ ساعته خپرونې لري. په دې خپرونو کې د هر ساعت پر سر لنډ خبرونه، نیم ساعته خبرې مجلې او دغه راز بېلا - بېلې سیاسي، اسلامي، تفريحي، ټولنیزي او معلوماتي خپرونې هم لري. دغه راډيو د کندهار له مرکزي سټېشن څخه کندهار ښار، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، میوند، ډنډ، دامان، تخته پل او د شاولیکوټ ولسوالۍ ځينې ساحې تر پوښښ لاندې لري. د دستګاه مشخصات : په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي ولسواليو معروف او ارغستان لپاره هم پر ۸۷.۵ څپو فعالیت کوي او ډېر ژر په شمالي ولسواليو کې فعالیت پيل کړي.
د اړیکې شمېره : 0708362363
ایمیل ادرس: [email protected]
 
١۲. طلوع افغان ورځپاڼه:
طلوع افغان د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست نشراتي ارګان دى، چې په ١٣٠٠ لمريز کال کې د مولوي صالح محمد هوتک په مشري په پښتو او دري ژبو راپيل شوه. دا وروځپاڼه بيا د پوهاند علامه حبيبي د مشري پر مهال ټوله په پښتو چاپېدله، نو ځکه خو يو شمير کسان طلوع افغان لومړۍ پښتو ورځپاڼه ګڼي.
دغې ورځپاڼې تر تأسيس وروسته ډېرې لوړې او ژورې ليدلي او د ٩٠ کلونو را هيسې  په همدغو حالاتو کې چاپېږي. د طلوع افغان په پاڼو کې د سيمې او هېواد خبرونه، روزنيز ، اخلاقي، علمي، مذهبي او ادبي مسايل خپرېږي، دغه ورځپاڼه څه موده د مالي ستونزو او د اطلاعاتو او کولتور د وزرات د نه پاملرنې له امله له خپرېدو پاتې وه، خو په دې وروستيو کې د ولايتي چارواکو په هلو ځلو يو ځل بيا پيل شوې ده او په اوونۍ کې درې ځله چاپېږي.
 
١۳. ګرداب ورځپاڼه:
ګرداب د کندهار يواځينۍ خپلواکه ورځپاڼه ده، چې په دې وروستيو (٢٠١٢ زېږديز کال) کې يې فعاليت پيل کړى دى، د دغې ورځپاڼې د امتياز څښتن قاضي محمد عمر عمر دى او هره ورځ له چاپه راوځي، دغه ورځپاڼه په اتو مخونو کې په رنګه ډول چاپېږي، چې د خبرونو تر څنګ پکې سياسي، علمي، ټولنيز، اقتصادي  او ادبي مسايل، ليکنې او تبصرې خپرېږي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٥٢١٠٨٤٩٠
برېښناليک: [email protected]
 
١۴. ټاټوبى اوونيزه:
ټاټوبى اوونيزه خپلواکه سياسي، ټولنيزه او کولتوري خپرونه ده، چې هره اوونۍ په اتو مخونو کې په رنګه بڼه له چاپه راوځي، د دغې خپرونې د امتياز څښتن عبدالولي حلميار دى او له تېرو پنځو کلونو راهيسې فعاليت کوي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٥٨١٠٠٨٣
برېښناليک: [email protected]
 
 
۱۵-  پانګه اونيزه:
پانګه يوه اقتصادي او ټولنيزه اونيزه ده چي له سيمي او هيواده اقتصادي خبرونه او مطالب خپروي. ياده اونيزه په کندهار کي تر لږ ځنډ وروسته له تيري يوې مياشتي وروسته بيرته فعاله شوې ده.مخکي د مجلې او اوس د اوونيزي په شکل خپريږي
برېښناليک: [email protected]
د اړيکې شمېره: 0702121565
                 
 
غير فعالې رسنۍ:
په کندهار کې، د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې د بېلابېلو ټولنو او ارګانونو له خوا د ودان، سور غر، هڅه، عينو، اسلامي ژوند، ټاټوبی، نورالهدا، ښکلا، رڼا، اسلامي ډېوه، هو، روغ رمټ، پيام نور، پنجوايي، مړوند، تنده، ميوند، ماشوم غږ، روهي بهير، خوځښت، پښتنه، غاټول، لمر څرک، ښوونځی، اسلامي لارښوونه، روحاني، بريا، درملنه، انار، روغتيا، سپوږمۍ، ځوانان، د ولس خدمت، کارېز او رښتيا د ورځپاڼو، مجلو، اوونيزو او مهالنيو په ډول چاپېدلې، چې ډېرې يې د مالي ستونزو له امله يو مخ بندې شوې او بيا چاپ شوې نه دي.