د کندهار يو شمېر خلک که څه هم خپل ژوند د اقتصاد له پلوه د پنځو تېرو کلونو په پرتله ښه ګڼي، خو لا هم ناامني د ټولو ستونزو په سر کې ګڼي او له راتلونکي ولسمشر څخه يې د هوارۍ غوښتنه کوي .
د ١٥ رسمي او ٢ غير رسمي ولسواليو دغه ولايت، چې په ولايتي شورا کې ١٥ څوکۍ ( ٤ يې دمېرمنو دي ) لري، د هېواد په سوېل شاوخوا ٥٠٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري .