۲۹- بسم الله افغانمل
انتخابي سناتور
 
بسم الله افغانمل د حاجي مولا داد مومند زوى په ١٣٥٠ لمريز کال کې د کندهار ښار په دويمه ناحيه کې زېږېدلى دى.
نوموړى په کندهار ښار کې اوسېږي او له کندهار څخه د مشرانو جرګې ته راغلى دى. افغانمل د تاريخ په برخه کې تر څوارلسم ټولګي پورې زده کړې دي. نوموړى په کندهار کې د بري په نوم د يوې مهالنۍ مدير، د کندهار په اطلاعاتو او کولتور رياست کې د هنر او ادب مدير، د ځوانانو د همغږۍ شورا رييس او څه موده د رشتيا په نوم د يوې جريدې  مسوول هم پاتې شوى دى. دغه راز نوموړى د ملي شورا په پنځلسمه دوره کې د کندهار د ولايت شورا منشي و.
 
د اړيکو شمېره: ۰۷۰۰۳۰۰۱۹۳  او ۰۷۹۷۳۰۰۱۹۳
 
 
۳۰- حاجي صالح محمد پهلوان
انتخابي سناتور
 
حاجي صالح محمد د عبدالجلال زوى، په ١٣۴۹ لمريز کال کې د کندهار ولايت د تخته پُل ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړى دا مهال په تخته پُل ولسوالۍ کې اوسېږي او مشرانو جرګې ته له کندهار ولايت څخه راغلى دى. نوموړي په خپله ولسوالۍ کې تر لسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي او تر دې وړاندې د تخته پُل ولسوالۍ د قومي مشر او د همدې ولسوالۍ د امينه قومندان په توګه دندې تر سره کړې دي.
 
د اړيکو شمېره:۰۷۰۰۳۱۲۷۴۸  او ۰۷۹۴۴۳۷۸۴۸
 
 
۹۸- رڼا ترين
انتصابي سناتوره
 
رڼا ترين د حاجي فدا محمد لور په ١٣٥٠ لمريز کال کې د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ کې زېږېدلې ده او اوسمهال د کندهار ښار په شپږمه ناحيه کې استوګنه لري. نوموړې مشرانو جرګې ته له کندهار څخه په انتصابي توګه راغلې ده. ترين خپلې  زده کړې په کندهار ښار کې تر دوولسم ټولګي پورې کړې دي او تر دې وړاندې يې د کندهار ولايت د ښځو د رييسې په توګه دنده تر سره کوله.
 
د اړيکو شمېره: ۰۷۰۸۲۳۷۸۷۰  او ۰۷۰۰۳۰۶۱۷۷