کندهار په ١٢ او ١٣ دقيقو، ٢٠ او ٢٥ ثانيو شمالي عرض البلد کې واقع دى.
کندهار ته د لوى سکندر راتګ نه يواځې د غرب تاريخپوهان مصروف وساتل، بلکې د لرغوني يونان د مشهور تاريخپوه (هيرودوتس) په شان تاريخپوهانو هم د اراکوزيا په نامه په خپلو اثارو کې د کندهار ذکر کړى دى. کندهار پراخې دښتې او د لويو غرونو سلسلې لري، ابادو ځمکو او سمسورو باغونو يې هم اقتصاد او هم ښکلا ته ګټه رسولې ده.
کندهار چې له پخوا څخه د افغانستان يو مشهور تجارتي ښار و، اوس يې هم خپل تجارتي مرکزيت ساتلى دى.
کندهار لومړۍ درجه ولايت دى ، چې د کندهار شمال ته اروزګان ولايت، سوېل ته يې ډېورنډ کرښه او بلوچستان،  ختيځ ته يې زابل ولايت او لوېديځ ته يې هلمند ولايت موقيعت لري.
 
د کندهار وجه تسميه:
 
د کندهار د تسميې وجهې په اړه بېلابېل نظريات شته، ځينې يې منشا (الکزاندره) بولي، چې کله سکندر دغې سيمې ته راغلى او اسکندريه ښار يې ودان کړ، نو يې دغه منطقې ته (الکزاندره) وويل، چې وروسته د تاريخي ابدال په صورت کې (کندهار) ځنې جوړ شو، ځينې مورخين دا عقيده لري، چې تر اليګزاندريه (سکندريه) مخکې لا د کندهار نوم د ګدروسيا (کندهاروسيا) په نامه سره پر دغه ځاى باندې موجود و او بعضې محققين بيا په دې نظر دي، چې کله د ګندهارا اوسېدونکي دې ځمکې ته راغلل، نو يې دا نوم له ځان سره راوړ، چې بيا وروسته عربو (قندهار) ځنې جوړ کړ. (هيرودوتس) د پکتيکا د څلورو قبيلو د نومونو د يادولو په ترڅ کې لومړنۍ قبيله (ګندهاري) ښودلې ده او وايي، چې دا د هغې تاريخي ځمکې (ګندهارا) د اوسېدونکو نوم و، چې د تاريخ په ټولو دورو کې د ګندهاري يا کندهاري په نامه ياده شوې ده. دغه راز په اويستا کې د يوه پهلوان نوم هم ګندهارا يا (ګندوفار) و، دى د يوه خپلواک کهول پاچا و او د ارغنداب په حوزه کې يې يو ښار هم په خپل يا دې ته ورته نژدې مفهوم اباد کړ او په ١٩ مه مېلادي سنه کې په کندهار کې پاچا شو.
 
د کندهار نومونه:
 
د کندهار ډېر لرغونى نوم، چې په تاريخي مدارکو کې يادونه ځنې شوې ده، هغه (هره – هواى – تى) يا (هره ويتي) دى، چې هراهواتي (سراشواتي) د ارغنداب نوم و او اراخوسيا د ارغسان نوم و، چې مرکز يې اراخوتيس و او وروسته يونانيانو اراخُزيا، اراکوزيا، اراکوسيا ځنې جوړ کړى دى.
د ساسانيانو، کېداريانو او کابلشاهانو د زمانو په پېښو کې کندهار د (رخج، رخچ، رخذ) په نامه ياد شوى دى.
د عربو له راتګ سره له اراخوسيا څخه الرخج او الرخذ جوړ شوى دى.
څرنګه چې په سيمه کې مرکزي ښار رخج و او د غزنويانو په زمانه کې تکېن آباد و، نو کندهار کنډواله يا يو فرعي ښار و، ځکه يې نو نوم نه يادېده، خو تر دغه وخت وروسته يې شهرت پر زياتېدو شو، چې دا موضوع د ښار د جوړېدو له نېټې سره تړاو لري. کله چې ملک حسين علاوالدين غوري د درې وروڼو ملک قطب الدين، شوري سيف الدين او سام بهاالدين په انتقام کې د غزنوي ترکانو شهنشاهي ور ونړواه، نو يې د درې وروڼو په انتقام کې د غزنويانو درې ښارونه د غزني ښار، د تکېن آباد ښار او د بست ښار ور کنډواله کړل. تر دغه وخته پورې لا د کندهار اوسني نوم په سيمه کې تاريخي پېژندنه نه لرله. د رخج او تکېن اباد تر نړېدلو وروسته د کندهار نوم په سيمه کې وده موندلې ده او سيفي يې په اوومه هجري پېړۍ کې د قندهار په معرب شکل سره په (تاريخنامۀ هرات) کې يادونه کوي.
کله چې سلطان حسين بايقرا (١٤٣٨م – ١٥٠٥م) په کندهار کې پاچاهۍ ته ورسېد، نو د کندهار نوم د لومړي ځل لپاره د يوې سکې پر مخ را ښکاره شو.
 
 د کندهار پخواني ښارونه :
 
۱- اراکوزي سکندريه:
د اوسني کندهار ښار تر مخه درې نور ښارونه په مختلفو نومونو موجود وو، چې له هغو څخه لومړى ښار د مقدوني سکندر له خوا څخه دوه زره او درې سوه کاله مخکې د (اراکوزي سکندريې) په نامه په (٣٢٩ ق م) کې جوړ شوى و. د دې ښار اوس هيڅ نښه پاتې نه ده. ويل کېږي، چې اراخوسيا (اراکوزيا) په پخوانيو وختونو کې د ارغسان سيمې ته ويل کېده او کله چې اراخوسيانو خپل مرکز له ارغسان څخه و کدروسيا (کندهار) ته نقل کړ، نو د ارغند ناوه د اراخوسيا په نامه وبلل شوه.
 
۲- زوړ کندهار:
دويم ښار د سرپوزې د غره ختيځې خوا ته پروت و، دا سيمه اوس د (زاړه ښار) په نامه يادېږي، چې د ارګ مخروبه ودانۍ (نارنج ماڼۍ) يې اوس هم کنډواله پاتې ده. د (زاړه کندهار) يادونه څه له پاسه زر کاله مخکې د غزنوي دربار شاعر منوچهري داسې کړې ده:
سيصد هزار شهر کنى، به زقيروان
سيصد هزار باغ کنى، به ز قندهار
دا ښار د نادر افشار تر تاړاک پورې لا ودان و او کله چې نوموړي د (١١٥٠ هـ ق) په سر کې د هوتکو ملي حکومت ړنګ کړ، ورسره سم يې د کندهار زوړ ښار په بشپړه توګه وران کړ.
 
۳- نادر آباد:
درېيم ښار د (نادرآباد) په نامه يوه نظامي کلا وه، چې په ١١٥٠ هـ ق کې د نادر افشار له خوا جوړه شوې وه. نادر افشار د کندهار د زاړه ښار د کلابندۍ په دوران کې د اوسني کندهار جنوب ته د شېر سُرخ زيارت په شاوخوا کې يو ښار جوړ کړ، چې د (تاريخ احمدشاهى) په استناد يوه محقره کږه وږه کلا وه او پراخوالى يې د پخواني ښار له څلورمي برخې سره برابر نه و. لوى احمدشاه بابا د خپلې تاجپوشۍ مراسم د همدې کلا تر څنګ د شېر سُرخ بابا په زيارت کې سر ته ورسول او د سلطنت تر لسم کال پوري په همدې ښار (کلا) کې اوسېده، چې بيا يې د نوي ښار د جوړېدو چارې پيل کړې.
 
د کندهار اوسنى ښار:
 
لوى احمدشاه بابا د خپل سلطنت له لومړيو وختونو څخه په دې فکر کې و، چې د هېواد د پايتخت په توګه د کندهار نوى ښار جوړ کړي، ځکه د نادر آباد نظامي کلا له يوې خوا دومره پراخه نه وه، چې د يوې لويې امپراتورۍ د پايتخت لپاره دې مناسبه او موزونه وي او له بلې خوا يې موقعيت هم پر يوه داسې سيمه و، چې ډېره نمناکه وه، ځکه يې نو تر ډېرو سلا او مشورو او ليدنو کتنو وروسته د کندهار د اوسني ښار سيمه غوره وبلله او د (١١٦٩ هـ ق) د ربيع الثانى په لومړۍ ورځ د احمدشاهي کندهار د بنسټ ډبره کښېښودله شوه. دغه ښار د اشرف البلاد په صفت ونومول شو او د دراني امپراتورۍ د يوه لرغوني پايتخت او مرکز په څېر يې حيثيت پيدا کړ. دغه ښار د تاريخ په اوږدو کې د مختلفو داخلي او خارجي مورخينو او سياحانو په ليکنو او اثارو کې ذکر شوى دى او د دغه تاريخي ښار پر لرغونتوب، قدامت او معمارۍ يې ليکنې کړې دي.
دغه ښار په لومړي سر کې پر څلورو ناحيو مشتمل و، چې په منځ کې يې يو پوښلى څلور لارى هم درلود، چې د کندهاري لرغوني معمارۍ استازيتوب يې کاوه. په معاصر دور کې دغه ښار د ښاروالۍ د تشکيلاتو له مخې ډېر پراخ شوى او تقريباً مساحت يې لسو ناحيو ته رسېدلى دى.
 
 د کندهار لرغوني آبدات:
 
۱- منډيګک:
دا غونډۍ ٣١ متره لوړه ده. په حقيقت کې د غونډۍ دغه لوړوالى د هغو سر پر سر جوړو شوو ودانيو څخه را منځته شوې ، چې د زمانې پېښو زرګونه کلونه مخکې په خپل – خپل وار نړولي او د غونډۍ شکل يې غوره کړى دى. دا غونډۍ له دوو زرو کلونو راهيسې متروکه او د ورانۍ په حال کې پرته ده. د منډيګک د لومړنۍ ودانۍ، چې عمر يې (٩٠٠٠) کاله کېږي د انسان د لاس ډېرې لومړنۍ نښې لکه، ځينې توږل شوې ډبرې او د څارويو تېره شوي هډوکې دي، چې لا نور څه نه دي ځينې تر لاسه شوي. خو له دې لومړي پوړ څخه تر پنځلسم پوړ پورې د دې غونډۍ د بېلابېلو اوسېدونکو د ژوند بشپړتيايي ګامونه را څرګندېږي، چې وروستى پوړ يې له ژيړو څخه جوړ شوي لوښي هم لري.
 
۲- د اشوکا کتيبه:
د اشوکا کتيبه له هغو لرغونو آثارو څخه ده، چې د کندهار د زاړه ښار له دروازې سره پر يوه لويه ډبره کېندل شوې او په ١٣٣٧ لمريز کال کې کشف شوې ده. د دې ډبرې اوږدوالى (٥٥) او سور يې (٤٥ – ٥٠) سانتي متره دى.
دا ډبرليک په يوناني او آرامي ليک کښل شوى دى، چې برنۍ ديارلس کرښې يې په يوناني او لاندينۍ اووه نيمې کرښې يې په آرامي خط ليکل شوې دي. دا ډبرليک هغه وخت کېندل شوى و، چې بودايي دين د (اشوکا) په وسيله د کندهار سيمو ته رسول شوى و او د ليک تاريخ يې (٢٥٠) کاله تر مېلاد وړاندې دى. د ډبرليک ژبه يوناني او پخوانۍ پښتو (پرثوي) ده.
 
۳- چل زينه(چهل زينه):
چل زينه د زاړه کندهار شمال ته د غره په ډډه کې يو دالان دى، چې دغره له بېخه زينې ور ختلې دي. دالان او زينې دواړه د غره په ډبره کې د اوسپنې په قلم کېندل شوې دي. پخوا د دالان دواړو خواوو ته د ډبرې دوه زمريان هم پراته وو، چې اوس نشته. د پوزې پر سر باندې څارغالى هم و، چې وروسته نور کار پر شوى و.
چل زينه د بابر پاچا د زوى (عسکري ميرزا) له خوا جوړه شوې ده، چې د ودانېدو کار يې په (٩٣٠ هـ ق) کې شروع او په (٩٥٣ هـ ق) کې پاى ته رسېدلى دى.
د چل زينو د دالان د نستعليق خط د نوشتې او تذهيب کار د مير معصوم کندهاري له خوا تر سره شوى دى.
د زينو يوې او بلي خوا ته کنګرې شاه امان الله خان ور جوړې کړې. دغه په حساب سره پوره دري څلوېښت زينې دي.
 
۴- ارګ:
د ارګ غونډه ماڼۍ د احمدشاه بابا د زمانې ده او د ده اداري شاهي مرکز و، چې مخې ته يې څلور چمنونه درلودل. د ارګ په نامه دغه ماڼۍ د احمدشاهي کندهار شمال ته پرته وه، چې د نولسمې مېلادي پېړۍ تر پايه پورې لا په هماغه لومړني شکل ولاړه وه، خو د ارګ اوسنۍ ودانۍ د سراجي عصر له ودانيو څخه ده، چې د سراج المله والدين امير حبيب الله خان په حکم د سردار محمدعثمان خان والي په وخت کې جوړه شوې ده. پخوا په دې ودانۍ کې د ولايت پر مقام سربېره د کندهار زياتره دولتي ادارې واقع وې. د ودانۍ شمالي او جنوبي لور ته تعميرونه جوړ شوي وو، چې په منځ کې يې لوى غولى دى.
 
۵- احمدشاهي کلا:
د کندهار احمدشاهي ښار د مستطيل په شکل و او پر شاوخوا يې يوه کلا را تاوه شوې وه. دې کلا شپږ دروازې درلودې (کابل دروازه، ښکارپر دروازه، هرات دروازه، عيدګاه دروازه، توپخانې دروازه او برو دروازه.)
دغه هره دروازه له پنډو – پنډو تختو څخه جوړه شوې وه او ايربي ايښوول شوې وې.
احمدشاهي کلا پر سل – سل متره باندې يو وتلى برج درلود، چې له دغه وتلي برج څخه د کلا دباندې ساحه او د کلا بېخ څارل کېده. د هر برج پر سر باندې د توپ ويشتلو لپاره يوه خالصه برخه وه او د هرو دوو برجونو تر منځ د باران د اوبو د وتلو لپاره پنځه – پنځه ناوې جوړې شوې وې.
د کلا وروستى ترميم د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ پر مهال هغه وخت سر ته ورسېد، چې سردار محمدعثمان خان د کندهار د نايب الحکومه په توګه د دغه ښار مقتدر واکمن و.
 
 د کندهار مقدس اماکن :
 
د خرقې شريفې زيارت او جامع مسجد:
د دې جامع او د خرقې مبارکې د نوې ودانۍ بنسټ د سدوزي تېمورشاه په پاچاهۍ کې په کال (١١٨٦ هـ ق) کې کښېښودل شو او د (١١٩٠ هـ ق) د روژې د مياشتې په لومړۍ نېټه يې کار بشپړ او مبارکه خرقه يې ورته را نقل کړه. د جامع په ودانۍ کې د وخت په تېرېدو سره بدلونونه راغلي دي، خو د سردرا محمدعثمان خان په وخت کې خاص بدلون پکې راوستل شو، خو دا اوسنۍ بڼه يې د مرحوم محمدظاهرشاه په پاچاهۍ کې راغلې ده. البته ځينې قبرونه او کورونه ونړول شول او د خرقې مبارکې غولى پراخ کړل شو.
د خرقې شريفې د زيارت نقاشي د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ پر مهال د امير د ورور سردار نصرالله خان په هڅه د صوفي عبدالحميد بارکزي په هنرمندو ګوتو سر ته رسېدلې ده. د زيارت د شاوخوا کاشي خښتو کار يو ځل د وزير محمدګل خان په وخت کې، چې د کندهار والي و او بيا د عبدالغفور خان په مشرتابه سره بشپړ شوى دى. کاشي خښتې حاجي خيرمحمد کُلال ور جوړولې.
 دغه راز په کندهار کې نور مقدس اماکن او زيارتونه هم شته، لکه:
موى مبارك، شاه مقصود آغا، بابا ولي، حضرت جي بابا، جمال بابا، شين غزى اصحابي، دارو نيكه، پير ملا محمدجان اخوند، صابر شاه ملنګ، ميرويس نيكه، احمدشاه بابا، زرغونه انا، ملالۍ، شېر سُرخ، ملا شېراخند، سپين كوڅى بابا، صوفي صاحب، اخوند صاحب، ابراهيم خليفه بابا، د ميوند د شهيدانو څلور لارى، ميا نور محمد صاحب مزار، خوجك بابا، ملا كټه اخوند، ملا اکا، ملا عبدالحق اخوند، شېخ قلندر، ملا حسن ساکزى، کاکو بابا، بګت بابا، پير زالو بابا، ملا صالح محمد اخوند، ډنګربابا، كابلي شاه، پير زنګي بابا، کاکو بابا، کوټ بابا، زنجير پا، خواجه ملک، جان لالا، شېخ قلندر، يک خاک شهيدان، د شنو ګومبتو زيارت او داسې نور.
 
د کندهار مشاهير:
 
احمد شاه بابا، ميرويس نيکه،زرغونه انا،ملاله ميوندي،اسماعيل مصور،مير معصوم کندهارى ،مولوى احمد کندهارى،علامه عبدالحق کندهارى،مولوى عبدالواسع کندهارى ،عبدالرحمن لودين، مولوي محمد سرور واصف کندهارى ، غلام محى الدين افغان ،غلام محمد طرزي،محمد ګل نوري،مولوي عبدالرووف خاکي کندهاري،عبدالهادي داوى،بابا عبدالعزيز خان کندهارى،ميرزا حنان بارکزى،مولوي احمدجان تاجر،محمدحسين طالب،عبدالکريم حقاني،علامه ابوالوفا افغاني،پروين ملال،شيخ طاهر کندهارى،سلطان محمد خالص،شيخ صالح کندهارى،فيض محمد انګار،صوفي عبدالحميد خان،ولي محمد مخلص،عبدالغفار بريالى،عبدالله محزون،رحمت الله بابا،محمديوسف ايازى،محمد ولي ځلمى،عبدالصمد ويسا،عبدالرحيم هاتف،عبدالمنان حيرت،عزيز الدين وکيلي،سيد عطامحمد شاه کندهارى،علامه عبدالحى حبيبي،مولانا عبدالخالق واسعي،کانديد اکاډيميسن استاد نوميالى،پوهاند عبدالشکور رشاد،کانديد اکاډيميسن محمد ابراهيم عطايي،فاضل استاد عبدالرووف بېنوا،امين الله خان زمريالى،جان محمد پلار،د سرمحقق مرستيال عبدالهادي هاند، زرغونه کاکړ،سليمان ماکو،عبدالقدوس نجيب،ډاکټر فطرت ناشناس،نورمحمد نوري،پوهاند ميرحسين شاه،او په لسګونو نور...
 
 ولسوالۍ :
 
کندهار لومړۍ درجه ولايت دى او د ښار په ګډون ١٨ اداري واحدونه لري، چې نومونه يې په لاندې ډول دي:
١. کندهار ښار ٢. ډنډ ٣. ژيړۍ ٤. دامان ٥. ارغنداب ٦. ارغستان ٧. پنجوايي ٨. معروف ٩. سپين بولدک ١٠ ميوند ١١. شاوليکوټ ١٢. تخته پُل ١٣. خاکرېز ١٤. نېش ١٥. غورک ١٦. رېګستان ١٧. ميانشين ١٨. ښوراوک.
په کندهار کې د پښتنو تر څنګ بلوڅ، تاجک او هزاره  قومونه هم ژوند کوي او ترڅنګ يې هندوان هم مېشت دي.
د کندهار نفوس  نژدې دوه ميليونه تنه دى ، ٤٧٦٧٦ کيلو متره مربع مساحت لري او ٢٧٩٤  
کلي په کې موجود دي.
 
پوهنه :
 
کندهار په خپل تشکيل کې ٤٥٩ ښوونځي لري، چې له جملې څخه يې ٦٠ لېسې، ٦٣ منځني ښوونځي، ٢٧١ لومړني ښوونځي، ٤ دارالمعملين، ٢ بابه ميخانيک ښوونځي، ٢ باب  د کرنې ښوونځى او ١٦ بابه ديني مدرسې دي.
دغه راز په کندهار کې ٩ خصوصي ښوونځي او  د اويستا په نوم يو خصوصي انسټيټټوټ هم فعاليت کوي.
له ٤٥٩ ښوونځيو څخه ٢٦٠ فعال، ١٣٢ غير فعال او ٦٧ جديد الشمول دي.
په کندهار کې ټولټال شاو خوا ١٥٣٠٩٤ تنه زده کړې کوي، چې ١١٢٨٥٨ تنه يې نارينه او ٤٠٢٣٦ تنې يې ښځينه زده کوونکې دي.
په روان کال کې په کندهار کې د جديد الشمول زده کوونکو شمېر ٣٤٨٦١ تنه وو، چې له دې جملې څخه ٢٤١٠٥ تنه نارينه او ١٠٧٥٦ تنې يې نجونې وې.
 
پوهنتون:
 
کندهار پوهنتون د ځوان نسل د سالمې مسلکي روزنې په موخه په (١٣٦٩) هجري شمسي کال کې د کرنې پوهنځي په تاسيس سره خپل فعاليت پيل کړ او بيا په ترتيب سره د طب، انجنيري، ښوونې او روزنې، شرعياتو، اقتصاد، ژورناليزم پوهنځي پرانيستل شول. اوس مهال په کندهار پوهنتون کې (٢٨٥٠) تنه محصلان په زده کړو بوخت دي، چې (١٢٠) تنې يې نجونې دي. په کندهار پوهنتون کې اوس مهال (۱۶۲) تنه استادان په تدريس بوخت دي، چې (٥) تنه يې ښځينه استادانې تشکيلوي. تر اوسه پورې د پوهنتون په کچه د څلورو پوهنځيو لکه کرنې، طب، انجنيري، ښوونې او روزنې څخه (١٠٣٩) تنه فارغ  شوي، چې په هېواد کي په خدمت بوخت دي. د استادانو له ډلې څخه (١) تن د دوکتورا (٢٥) تنه د ماسټري او نور يې د ليسانس په سويه تحصيلات لري. د دې تر څنګ په دې پوهنتون کې د شپې پوهنځى او د ښوونکو د روزنې او علمي سويې د لوړولو په خاطر د داخل خدمت پوهنځى په ١٣٨٨ کال کې پرانيستل شو.
کندهار پوهنتون په هلمند ولايت کې د درېيو پوهنځيو او په اروزګان ولايت کې د يوه پوهنځي په لرلو سره خپلې څانګې هم لري.
په کندهار کې دا مهال دوه شخصي پوهنتونونه هم فعاليت کوي، چې دا مهال يواځې د طب او حقوقو پوهنځي لري.
 
 
روغتيا :
 
په کندهار ولايت کې ٢ عمومي دولتي روغتونونه، ٧ شخصي روغتونونه، ١٤ بنسټيز روغتيايي مرکزونه، ٢٣ بشپړ روغتيايي مرکزونه، ٤٥٦ روغتيايي پوستې او ٩٤ درملتونونه شتون لري.
د کندهار د نفوس ٤٥ سلنه وګړي اړ دي، چې ١٠ کيلو متره سفر وکړي، څو نژدې درملتون ته ورسېږي.
٥١ سلنه وګړي اړ دي، چې ١٠ کيلو متره سفر وکړي، تر څو ځان روغتيايي مرکز ته ورسوي.
د روغتيا کچه:
د روغتون يو بستر د ٤٤٠٠ ناروغانو لپاره. يو ډاکټر د ١٥٣٠٠ تنو لپاره. يو نرس د ١١٩٠٠ تنو لپاره.يوه تربيه شوې TBA (دايه، قابله) د ٤٦٠٠ مېرمنو لپاره ده.
 
کرنه او مالداري:
 
د کروندګرو عمده کښت عبارت دى له  غنم، جوار، اوربشې، ماش، زيره .
د مېوه جاتو ډولونه لکه: انګور، انار، زردالو، ګرنګيچ، الوچه، انځر، شفتالو او نور.
د سبزيجاتو ډولونه يې لكه روميان، بانجان، بېنډۍ، مرچک، پياز، بادرنګ او نور.
حبوبات لکه نخود، ماش، لوبيا او نور.
د انارو د باغونو ساحه ۱۵۰۰۰ هکتاره، د انګورو د باغونو ساحه ۲۰۰۰۰ هکتاره ده  او دغه راز نژدې۶۰۰۰ هکتاره ساحه نورو مېوه جاتو لکه زردالو، شفتالو او نورو مېوو نيولې ده.
طبی نباتات: هنګه، شرين بويه، سپېلني، زيره او نور دي.
کوم حيوانات چې په کندهار کې روزل کېږي، عبارت دې له پسونو، غواوو، وزو او چرګانو څخه.
تر اوبو لاندې ټوله ځمكه ۱۱۷۹۲۰ هکتاره ده، للمي ساحه ۲۰۰۰ هکتاره ده. د اوبو کولو مهمې سرچينې (ارغنداب، ترنک، کدني، ارغستان) سيندونه، چينې، کارېزونه او برمې دي.
 
 ددغه ولايت کرنيز پيداوار انګور، انار، زردالو، شليل، شفتالو، خټکي، هندواڼې، غنم، جوار، انځر، بادام، سنتروزه او مڼې دي. دغه راز ددغه ولايت وچه مېو  بادام، کشمش، ابجوشې، انځر، شکرپاره  او تازه مېوه  انګور، انار، خټکي او هندواڼې  د نړۍ يو شمېر نورو هېوادونو ته صادروي .
 
کانونه:
 
د مرمرو ډبرې، فلورايټ ډبرې، لوميټ ډبرې، رخام ډبرې، د ډبرو سکاره، د ګچو معدن، سره زر، اوسپنه، د ډبرو سکاره او نور دي ، خو اوس هم ددغه ولايت اويا سلنه وګړي په فقر  کې ژوند کوي او خپل ورځنى ژوند له کرنې او مالدارۍ څخه  تامينوي .
 
 صنعت:
 
په ۱۳۸۲ كال کې په كندهار ولايت كې د نورو ولايتونو په څېر د صنعتي پاركونو د آمريت تشكيل جوړ او تاسيس شو.
د فابريكو د جوړولو لپاره د ښوراندام ساحه وټاكل شوه او د ځمكو نمرې توزيع شوي.
د صنعتي پاركونو آمريت د لا زياتوخصوصي متشبثينو د جلب او جذب لپاره په ۱۳۸۳ كال كې د هغوى د پانګې اچونې په خاطر د صنعت كارانو اتحاديه جوړه كړه. ذكر شوې ساحه د ښار جوړونې د تفصيلي پلان پر اساس په دوو برخو ووېشل شوه، چې يوه برخه د صنعتي فابريكو لپاره مشخصه شوه، چې ۸۴ فابريكو ته نمرې توزيع شوې دي. له دې جملې څخه ٧٢ فابريكې فعاله او پاتې يې د برق د انرژۍ د نه موجوديت له وجې توليدي فعاليت نه لري. ٢٥ فابريكې تر كار لاندې دي.
همدارنګه د كندهار  ښار په داخل كې ۱۸۵ كوچنۍ فابريكې او مختلف واړه شركتونه هم شتون لري.
د فابريکو مهم توليدات، سيخونه، ګاډر، المونيمي لوښي، پلاسټيکي لوښي، څپلۍ، کونجاړه، غوړي، صابن او نور... د يادونې وړ دي.
د مېرمنو د لاسي صنايعو په برخه کې کندهارۍ غاړې او خامک نړيوال شهرت لري.
 
برېښنا:
 
کندهار ښار له ١٠٠ تر ١١٠ مېګا واټه برېښنا ته اړتيا لري، چې اوسمهال يوازې ٤٢ مېګاواټه برېښنا لري.
له دې جملې څخه ١٢ مېګاواټه د هلمند له کجکي بند څخه او ٣٠ مېګاواټه له ډېزلي جنراټورونو په لاس راځي.
 
رسنۍ :
 
کندهار ولايت لاندې بېلابېلې رسنۍ لري :
 کندهار راډيو ، افغان ازاده راډيو،  کليد راډيو،  وړانګه راډيو ، يووالي راډيو ،  مېرمن راډيو،
 څانګه راډيو ، تعليم الااسلام راډيو ،  اسلام غږراډيو ، دغه راز   کندها ملي ټلوېزيون ، او
  هېواد ټلوېزيون ددې ترڅنګ په دغه ولايت کې جريدې، اوونيزې، مجلې او ورځپاڼې هم چاپيږي ، طلوع افغان ورځپاڼه (دولتي) ،  ګرداب ورځپاڼه (خصوصي) ، ٣ سورغر اوونيزه (اوس بنده شوې ده) ،  ټاټوبى اوونيزه، بڅرکى اوونيزه (اوس نه چاپېږي)، کندهار مجله(دولتي) ،  ښکلا دوې مياشتنۍ مجله (اوس ځنډېدلې ده)، کندهار پوهنتون، دوې مياشتنۍ مجله،  هوډ، درې مياشتنۍ مجله (اوس ځنډېدلې ده)،   تنده، درې مياشتنۍ مجله (اوس نه چاپېږي) ،  کندهار ښار جريده (د ښاروالۍ خپرونه) دي.
 
دولتي ارګانونه:
 
د کندهار ولايت مقام په ګډون ٧٠ دولتي ارګانونه او د کندهار ښار په ګډون ١٨ اداري واحدونه لري .