کندهار ١٨ اداري واحدونه لري، چې يو مرکز او ١٧ ولسوالۍ پکې شاملې دي.
 
۱- کندهار ښار:
لوى احمدشاه بابا د خپل سلطنت له لومړيو وختونو څخه په دې فکر کې و، چې د هېواد د پايتخت په توګه د کندهار نوى ښار جوړ کړي، د (١١٦٩ هـ ق) د ربيع الثانى په لومړۍ ورځ د احمدشاهي کندهار د بنسټ ډبره کښېښودله شوه. دغه ښار د اشرف البلاد په صفت ونومول شو او د دراني امپراتورۍ د يوه لرغوني پايتخت او مرکز په څېر يې حيثيت پيدا کړ. دغه ښار په لومړي سر کې پر څلورو ناحيو مشتمل و، چې په منځ کې يې يو پوښلى څلور لارى هم درلود، چې د کندهاري لرغونې معمارۍ استازيتوب يې کاوه. په معاصر دور کې دغه ښار د ښاروالۍ د تشکيلاتو له مخې ډېر پراخ شوى او تقريباً مساحت يې لسو ناحيو ته رسېدلى دى.
 
۲- سپين بولدک:
دغه ولسوالي د کندهار ښار ختيځ لوري ته پر ډيورنډ کرښه د ١١٠ کيلو متره په واټن پرته ده. د ولسوالۍ اوسېدونکي په کرنه او سوداګرۍ بوخت دي. دغه ولسوالۍ ٣٣٨ کلي لري او لوى قومونه يې اڅکزي او نورزي دي، خو نور قومونه لکه اسحاقزي، پوپلزي، باركزي، كوچيان اوتره كي هم پکې ژوند کوي.
 
۳- ارغستان:
ارغستان ولسوالي د کندهار ښار په سوېل ختيځ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ١٠٠ کيلومتره په واټن پرته ده،  ، دغه ولسوالي د پاکستان د بلوچستان ايالت له منزکي او د زابل ولايت له ښار صفا ولسوالۍ سره ګډه پوله لري. دغه ولسوالي ٣٣٥ لوى او کوچني کلي لري، چې د اوسېدونکو شمېر يې شاوخوا ٧٠ زرو تنو ته رسېږي. ډېر اوسېدونکي يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، ډېر لږ يې په کوچنيو سوداګرو بوخت دي.
 
۴- شاوليکوټ:
دغه ولسوالي د کندهار ښار شمال شرق لوري ته په  ٤٠ کيلو متره  واټن کې  پرته ده، د کندهار له ګڼ نفوسو ولسواليو څخه ده او له ٧١٠ کليو څخه جوړه ده. د دهلې بند په همدې ولسوالۍ کې د ارغنداب پر سيند جوړ شوى دى.
کرنيز محصولات يې انځر، بادام او انار په بهر کې هم ښه مارکېټ لري. اوسېدونکي يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
 
۵- ارغنداب:
ارغنداب ولسوالي د کندهار ښار شمال لوېديځ لوري ته د ١٠ کيلو متره په واټن پرته ده، دغه ولسوالي د کندهار له سرسبزه ولسواليو څخه ګڼل کېږي، چې انار او انګور يې ډېر شهرت لري. دغه ولسوالۍ ٧٢ کلي لري. په دې ولسوالۍ کې د ارغنداب سيند سوېل لوېديځ لوري ته غځېدلى، چې د دې ولسوالۍ ٢٧٧ کيلومتره ځمکه يې نيولې ده او په پاى کې هلمند ته غځېدلى او همالته د هلمند په سيند ګډېږي.
 
۶- معروف:
معروف ولسوالي د ولايت له مرکز څخه ١٩٠ کيلومتره لرې ډيورنډ کرښې ته څېرمه موقيعت لري، دغه ولسوالي له پاکستان سره ١٥٥ کيلو متره ګډه پوله لري، دغه راز دغه ولسوالي د زابل ولايت له اټغر، شمولزو، شينکۍ او سيوري ولسواليو سره هم نښتې ده. د دغې ولسوالۍ د کليو شمېر ٣٦٠ ته رسېږي، چې له ١٥٠ تر ٢٠٠ زره تنو پورې وګړي پکې ژوند کوي، چې اقتصاد يې پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دى.
 
۷-دامان:
دامان ولسوالي د کندهار ښار په ختيځ کې د ٢٢ کيلومتره په واټن پرته ولسوالي ده، چې د زابل ولايت د ښار صفا ولسوالۍ تر څنګ يې ډنډ، تخته پُل، شاوليکوټ او ارغنداب ولسوالۍ چاپېره پرتې دي. د کابل – کندهار د لويې لارې په ګډون د کندهار – سپين بولدک لويه لاره او دغه راز ترنک او ارغستان سيندونه هم له همدې ولسوالۍ څخه تېرېږي. دغه ولسوالي ٢٣١ لوى او واړه کلي لري، چې ټول نفوس يې شاوخوا ٦٥ زره تنه دى.
 
۸-ژېړۍ:
دغه ولسوالي د کندهار ښار لوېديځ لوري ته د ٢٥ کيلو متره په واټن پرته ده. د کندهار – هرات لويه لاره له همدې کرنيزې ولسوالۍ څخه تېرېږي. دغه ولسوالي د اوسنۍ ادارې په لومړي سر کې د خلکو په غوښتنه او د ولسمشر په منظورۍ د دويمې درجې په لرلو د يوه اداري واحد په توګه د کندهار په تشکيل کې ور زياته شوه. د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
 
۹-پنجوايي:
پنجوايي ولسوالۍ د کندهار ښار لوېديځ لوري ته په ٢٥ کيلومترۍ کې پرته ده، د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي په کرنه بوخت دي او مهم کرنيز محصولات يې انار، انګور، غنم او اوربشې دي. په دغه ولسوالۍ کې نورزي، الکوزي، اڅکزي، اسحاقزي، کاکړ او نور قومونه اوسېږي.
 
۱۰-تخته پُل:
تخته پُل ولسوالي د کندهار _ سپين بولدک پر لويه لاره، له کندهار ښار څخه ٤٥ کيلو متره لرې پرته ده. دغه ولسوالي ١١٥ لوى او کوچني کلي لري او د اوسېدونکيو شمېر يې ٣٤٦٠٠ تنه دى. اوسېدونکي يې په کرنه او مالداري بوخت دي.
 
۱۱-ډنډ:
دغه ولسوالي د کندهار ښار سوېل لوېديځ لوري ته د ٧ کيلو متره په واټن پرته ده، چې د ١٧٢ کليو په لرلو سره پکې شاوخوا ٣٨ زره وګړي ژوند کوي. د دغې ولسوالۍ ٦٠ سلنه اوسېدونکي په کرنه، ١٠ سلنه په سوداګرۍ، ٥ سلنه په مالدارۍ، ٧ سلنه په ورځينو چارو بوخت دي.
 
۱۲-ميانشين:
ميانشين ولسوالي د کندهار له شمالي ولسواليو څخه ده، چې له کندهار ښار څخه شاوخوا ٧٠ کيلومتره واټن لري، دغه ولسوالي له تېرو شپږو کلونو راهيسې د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې وه، چې تېر کال دغه ولسوالي د نظامي عملياتو په پايله کې د هغوى له واکه ووتله. دغه ولسوالي له ٣٥٣ وړو او لويو کليو څخه جوړه شوې او ٢٦ زره وګړي پکې ژوند کوي، چې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
 
۱۳-نېش:
دغه ولسوالي د کندهار په شمال کې د ١٦٠ کيلومتره په واټن پرته ده، چې د کليو شمېر يې ٩٤ دى او شاوخوا ٤٤ زره وګړي  پکې ژوند کوي. له کندهار ښار څخه دغې ولسوالۍ ته غځېدلى سړک خام دى. د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي اکثريت  په کرنه بوخت دي، چې مهم پيداوار يې توره او سپينه زيره او غنم دي.
 
۱۴-ميوند:
ميوند ولسوالي د کندهار ښار په ٧٠ کيلومترۍ کې د هرات_کندهار پر لويه لاره پرته ده. د ولسوالۍ اوسېدونکي په کرنه او مالداري بوخت دي. د دغې ولسوالۍ کرنيز محصولات غنم، جوار او پنبه ګڼل کېږي.
 
۱۵-خاکرېز:
دغه ولسوالي د کندهار ښار په شمال کې د ٦٠ کيلو متره په واټن پرته ده. دغې ولسوالۍ ته غځېدلى سړک خام دى، د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي په کرنه او مالداري بوخت دي او اوسېدونکي يې د خپلو ځمکو د خړوبولو لپاره د کارېزونو له اوبو ګټه اخلي. په دغې ولسوالۍ کې پوپلزي، الکوزي، توخي، کوچيان، محمدزي او نور ژوند کوي.
 
۱۶-ښوراوک:
ښورواک ولسوالي د کندهار ښار په سوېل کې د ٢٣٠ کيلو متره په واټ ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده، د دغې ولسوالۍ ټوله ځمکه هواره ده، خو باغونه نه لري، ځکه اوبه يې کمې دي. دغې ولسوالۍ ته غځېدلى سړک خام دى او اوسېدونکي يې د خپلو اړتياوو پر مهال پاکستان ته تګ راتګ کوي.
 
۱۷-غورک:
دغه ولسوالي د کندهار ښار شمال لوري ته شاوخوا د ١٠٠ کيلو متره په واټن پرته ده. دغه ولسوالۍ له هلمند او روزګان ولايتونو سره ګډه پوله لري. دغه ولسوالي پوره څلور کلونه د طالبانو تر واک لاندې وه، خو تېر کال د هغوى له ولکې وويستل شوه. په دغه ولسوالۍ کې شاو خوا ٨٠٠٠ وګړي ژوند کوي، چې ډېر يې په کرنه او مالدراۍ بوخت دي.
 
۱۸- رېګستان:
رېګستان ولسوالي د کندهار ښار په سوېل کې د ٣٥٠ کيلومتره په واټن ډېورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده او د بلوچستان ايالت سره شريکه پوله لري. د دغې ولسوالۍ ډېر اوسېدونکي بړېڅ او بلوڅان دي، ډېرى وګړي يې د څارويو په ځانګړې توګه د اوښانو په ساتنه بوخت دي، دغه ولسوالي سوځوونکى دوبى لري او د کرنې کچه پکې کمه ده.