۱۳۵- حاجي ملا سيد محمد اخند
د کندهار د خلکو استازى ، رايې :۳۴۵۲
حاجي ملا سيد محمد اخند د ملا داد محمد اخند زوى،چې په ١٣٣٩ لمريز کال کې د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې زېږېدلى. ده خپلې زده کړې د بکلوريا تر کچې کړې. ملا سيد محمد اخند کلونه وړاندې د حرکت انقلاب اسلامي ګوند د جهادي قوماندان په توګه دنده تر سره کړې ده. په ۱۵ مه تقنيني دوره کې د مشرانو جرګې غړى و او اوسمهال د ولسي جرګې غړى دى.
د اړيکې شمېره:۰۷۰۰۳۰۵۵۲۹
۱۳۶- حاجي عبدالخالق بالاکرزى
د کندهار د خلکو استازى ، رايې :۵۶۶۲
حاجي عبدالخالق بالاکرزى د حاجي عبدالرزاق زوى،چې په ١٣٣٤ لمريز کال کې د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ د بالاکرزي په کلي کې زېږېدلى ، نوموړي خپلې زده کړې د کابل په حربي پوهنتون کې پاى ته رسولې دي او په بېلابېلو کلونو کې يې په کندهار کې په نظامي، ديني، پوهنې او د لوړو زده کړو په برخه کې دندې تر سره کړې دي.
د اړيکې شمېره:۰۷۰۰۳۴۳۴۳۴
۱۳۷- بي بي حميده يوسفي
د کندهار د خلکو استازې ، رايې :۹۳۸
بي بي حميده يوسفي د حاجي محمد يوسف لورده ،چې په ۱۳۶۲ لمريز کال کې د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې زېږېدلې ، خپلې لومړنۍ زده کړې يې د کويټې د بلال په لېسه او ثانوي زده کړي يې د کويټې د نور په لېسه کې سرته رسولې دي، نيمه لوړې زده کړې يې د کويټې د مکې مکرمې په کالج کې د منځني طب په برخه کې بشپړې کړې دي. نوموړې د ټاکنو په دفتر کې د ډي ايف سي او سوپروايزرې، په عزيزي بانک کې دRepresentative Customer service، په USAID – AVIPA – IRD او يو شمېر نورو دفترونو کې يې بېلابېلې دندې تر سره کړې دي.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۲۳۵۹۲۱۴
برېښنا ليک: [email protected]
NATIONAL DEMOCRATIC INSTITUTE
۱۳۸- ډاکټر محمود خان
د کندهار د خلکو استازى ، رايې :۳۴۳۸
ډاکټر محمود خان د حاجي يار محمد خان زوى، چې په ١٣٥٩ لمريز کال کې د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ د رامباسي په کلي کې زېږېدلى ، نوموړي خپلې لوړې زده کړې د کندهار د البيروني لېسې څخه له فراغت وروسته د کندهار پوهنتون د طب په پوهنځي کې بشپړې کړې دي، چې د ملګرو ملتونو د UNDP په اداره کې د مشاور او په ميرويس روغتون کې د ډاکټر په توګه يې دندې تر سره کړې دي.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۷۰۵۳۴۸۷
برېښناليک: [email protected]
۱۳۹- شکيبا هاشمي
د کندهار د خلکو استازې، رايې :۶۲۷
شکيبا هاشمي د سيد يعقوب شاه لور، چې په ١٣٥٤ لمريز کال کې په کابل کې زېږېدلې، چې په اصل کې د کندهار ښار اوسېدونکې ده. خپلې ثانوي زده کړې يې د کندهار ښار د عينو په لېسه کې سرته رسولي او لوړې زده کړې يې په کابل پوهنتون کې د سياسي تاريخ په څانګه کې بشپړې کړې دي. هاشمي د کندهار ولايت په البېروني، عينو او زرغونه انا لېسو کې د ښوونکې په توګه دندې تر سره کړي او د ولسي جرګې په دواړو پنځلسمه او شپاړسمه دورو کې د کندهار د خلکو استازې ده.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۶۵۷۰۹۲
ANDAHAR
۱۴۰- عبدالرحيم ايوبي
د کندهار د خلکو استازى ، رايې :۴۸۵۹
عبدالرحيم ايوبي په ١٣۶۰ لمريز کال کې د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ ملک محمد ايوبي کلي کې زېږېدلى ، نوموړي خپلې ثانوي زده کړې د کندهار ښار د ميرويس بابا په لېسه کې بشپړې کړې دي. په کورنيو چارو وزارت کې د دندې ترڅنګ د غزني ، زابل او د کندهار د پوليسو قوماندان پاتې شوی . په ۱۳۸۸ لمريز کال کې يې د کاکړ ساختماني او لوجستيکي شرکت جوړ کړ او همدا اوس مهال د SLC د کمپنۍ مرستيال دی.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۰۵۹۹۹۹
۱۴۱- عطا الله جان حبيب
د کندهار د خلکو استازى ، رايې :۳۰۰۴
عطا الله جان حبيب د حاجي حبيب الله زوى، چې په ١٣٦۲ لمريز کال کې د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې زېږېدلى ، لومړنۍ زده کړې يې د کندهار د احمدشاه بابا په لېسه کې بشپړې کړي او لوړې زده کړې يې په کندهار پوهنتون کې د ليسانس تر کچې سرته رسولې دي. عطا الله حبيب د سوداګرۍ تر څنګ د ډي ډي آر، بي ډي او او يو ايس پي آى په نومونو په بېلابېلو ادارو کې دندې تر سره کړې دي.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۰۹۹۹۹۱
برېښناليک: [email protected]
۱۴۲- فريبا احمدي کاکړ
د کندهار د خلکو استازې ، رايې :۲۲۸۹
فريبا احمدي کاکړ د حاجي علي احمد لور، چې په ١٣٥٣ لمريز کال کې په کندهار ښار کې زېږېدلې ده، هغې خپلې ثانوي زده کړې د کندهار ښار د عينو مينې د نجونو په لېسه کې بشپړې کړې دي. نوموړې تر دې وړاندې په کندهار کې د ښوونکې په توګه دنده تر سره کړې، دغه راز څلور کلونه يې د APA په نوم په يوه موسسه کې کار کړى او تر هغه وروسته د ولسي جرګې په پنځلسمه او شپاړسمه دورو کې د کندهار د خلکو استازې ده.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۲۷۴۱۳۹
برېښناليک: [email protected]
۱۴۳- حاجي محمد عمر ننګيالى
د کندهار د خلکو استازى ، رايې :۴۹۴۶
محمد عمر ننګيالى د حاجي عبدالواحد زوى ، چې په ۱۳۴۶ لمريز کال کې کندهار ښار کې زېږېدلى ، هغه خپلې زده کړې د فوق بلکوريا تر کچې کړې دي. ننګيالي تر دې وړاندې په بېلابېلو ادارو لکه CWS، ARLDF او نورو کې د ښوونکي او کارمند په توګه دندې تر سره کړې دي.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۲۴۲۶۰۸۸
برېښناليک: [email protected]
NATIONAL DEMOCRATIC INSTITUTE
۱۴۴- خالد پښتون
د کندهار د خلکو استازى ، رايې :۳۰۴۸
خالد پښتون د بشير احمد پښتون زوى، چې په ۱۳۳۸ لمريز کال کې په کندهار ښار کې زېږېدلى. ده د امريکا په کلفورنيا پوهنتون کې د سوداګرۍ او ادارې په برخه کې د ليسانس تر کچې زده کړې دي. پښتون له ١٩٧٩ څخه تر ١٩٨٠ کلونو پورې د کندهار په تجربوي ښوونځي کې د ښوونکي په توګه، له ١٩٨٠ څخه تر ١٩٨١ کلونو پورې په افغان ساختماني دستګاه کې د محاسب په توګه، په ١٩٨٥ کال کې د امريکا په بېلابېلو بانکونو کې د کارمند په توګه، له ١٩٩٠ څخه تر ١٩٩٥ کلونو پورې د کليک کمپيوټر کمپنۍ د منېجر په توګه کار کړى او تر هغه وروسته يې په ٢٠٠١ کال کې په امريکا کې شخصي سوداګري کوله، په ٢٠٠١ کال کې په کندهار کې د والي د مشاور او په سوېل کې د بهرنيو اړيکو د مسوول په توګه او بيا په ٢٠٠٣ کال کې د اساسي قانون په لويه جرګه کې منتخب وکيل وټاکل شو. په ٢٠٠٥ کال کې د خلکو د رايو پر بنسټ په ولسي جرګه کې د خلکو استازى شو او تر دې مهاله د ولسي جرګې غړى دى.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۳۰۰۰۰۶
برېښناليک: [email protected]
KANDAHAR
۱۴۵- محمد نعيم حميدزى لالى
د کندهار د خلکو استازى ، رايې : ۵۴۳۵
محمد نعيم حميدزى لالى د انارګل زوى ، چې په ۱۳۵۶ لمريز کال کې د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ زېږېدلى ، نوموړي د بکلوريا تر کچې زده کړې دي، تر دې وړاندې يې د ګل اغا شېرزي د قوماندان په توګه دنده تر سره کړې، دغه راز د کندهار په امنيه قوماندانۍ کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير پاتې شوى، د ٤٠٤ سرحدي زون د رييس ارکان په توګه يې هم دنده تر سره کړې ده.
د اړيکې شمېره:۰۷۰۰۶۰۰۰۰۵
برېښناليک: [email protected]