ترينکوټ(پژواک،٢٣کب٩٢):د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله د کمپاين دفتر پرانيستل شو.
د ياد دفتر د پرانيستې په غونډه کې سلګونو قومي مشرانو ، ديني عالمانو او ځوانان ګډون کړى وو.
د ياد دفتر مسوول قاهر خان د کب له ٢٣مه د پرانيستې په مراسمو کې ددې ولايت له ټولو اوسېدونکو څخه وغوښتل،چې په راتلونکو ټاکنو کې پراخه کچه ګډون وکړي او خپله رايه ډاکټر عبدالله ته ورکړي
د نوموړي په خبره: ((عبدالله عبدالله د افغانستان د راتلوونکي په ګټه دى.))
نوموړي، عبدالله د هيواد د اوسنيو ستونزو او مشکلاتو څخه د خلاصون يو ښه رهبر وباله او له خلګو يې وغوښتل که چېرې اصلاحات ، اوهمغږي غواړي نو عبدالله ته دې رايه ورکړي.
ديادي غونډه کې سلګونه ګډونوال وروسته واټونو ته راووتل او په يوه ږغ سره يې د ډاکټر عبدالله ملاتړ اعلان کړي .