Add new comment

Students, residents tricked into rally for Rassoul

 
ګردېز ( پژواک، ٢ ورى ٩٣ ) : دپکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر زلمي رسول په ملاتړ لويه غونډه کې د زرګونو کسانو ترڅنګ دولتي کسانو هم برخه اخيستې وه.
ددې ولايت اوسېدونکي ادعاکوي ،چې ددې ولايت دبېلابېلو ادارو له خوا دې ته اړ شوي وو ،چې دې غونډې ته کسان ورولي او هم په خپله ورشي .
ددې ولايت ديوشمېر ښوونځيو زده کوونکو له رسنيو سره په خبرو کې وويل ، چې د معارف  پروګرامونو د پيل کېدو په نوم وربلل شوي وو، خو سهار د مديرانو له خوا ورته ويل شوي ، چې  دوی د زلمي رسول غونډې ته د والي په غوښتنه بايد حتمي ورشي .
 د ګردېز د شپې  لېسې يو تن زده کونکي نور الرحمن  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام ده ته دخپلې لېسې مدير له خوا زنګ ووهل شو او ورته ويل شوي وو ،چې بايد ضرور دزلمي رسول غونډې ته راشي .
زده کوونکي دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې غونډې ته ډېر وربلل شوي  او له ولسواليو څخه راغلي کسان په بېلابېلو بهانو ورغوښتل شوي وو.
دپکتيا اوسیدونکي داهم وايي، چې دوی له لرو پرتو ولسواليو څخه غونډې ته د ولسوالانو له خوا راغوښتل شوي او په خبره يې، چې ټول لګښت او مصارف يې ولسوالان  ورکوي .
دڅمنکيو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی مامور وايي ،چې دخپلې ولسوالۍ  د ولسوال له خوا ورته ويل شوي وو ،چې د زلمي رسول غونډې ته ورشي .
نوموړی وایي، د ولسوال له خوا داهم ورته ويل شوي ،چې په غونډه کې ورته څو زره افغانۍ هم ورکوي.
پژواک هڅه وکړه ، چې په رسمي وخت کې دحکومتي کارکوونکو د ګډون په اړه په کمپايني غونډو کې  د ولايت مقام نظر هم ترلاسه کړي، خو د پرله پسې هڅو سره،سره ونه توانېد .
خو په مشرانو جرګه کې د پکتيا د خلکو استازي عبدالحنان حق ويون دا غونډه د پکتيا والي له خوا وربلل شوې   وګڼله.
له بلې خوا په پکتيا کې دټاکنو د شکاياتو کمېسيون استازی محمد بشيربهرام وايي،چې دنننۍ غونډې په اړه دوی ته څه ناڅه شکايتونه رسيدلي، خو په رسمي ډول نه .
دی وايي ،چې دوی پلټنه کوي ، چې که  دغه ډول ثبوتونه پيدا شي ،چې دزلمي رسول په غونډه کې دې دولتي چارواکو برخه اخيستې وي، نو دوی به يې اړونده ادارې ته وليږي او په اړه به يې اقدام وکړي .
له بلې خوا په پکتيا کې د رسنيو استازي وايي ،چې يو شمير کسانو دوی ته اجازه نه ده ورکړې ،چې د زلمي رسول غونډې ته ولاړ شي .
په پکتيا کې داوښتون راډيو خبريال رحمت الله رحميزی وايي ،چې دغونډې په جريان کې دوی ايستل شوي او يواځې هغو خبريالانو ته اجازه ورکړل شوې وه ،چې له کابل څخه غونډې ته راغلي وو .
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.