Support pledged to Arsala, Abdullah

 
مزار شريف،جلال اباد ( پژواک، ٢٥ کب ٩٢ ) : د ولسمشرۍ د کانديدانو ډاکټر عبدالله عبدالله، او هدايت امين ارسلا په ملاتړ غونډې وشوې.
د شنبې په ورځ د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې راتلوونکو ولسمشريزو ټاکنو ته کانديد هدايت امين ارسلا په پلوۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د ارسلا او د هغه د مرستيالانو ترڅنګ سلګونو تنو برخه اخيستې وه.
هدايت امين ارسلا په خپله وينا کې وويل، چې د هېواد پنځوس سلنه وګړي د غربت له کچې ټيټ ژوند لري او که بريالى شو، نو ددې ستونزې د لرې  کولو په موخه به بيړني اقدامات کوي.
د هغه په وينا، د هېواد له شته امکاناتو څخه به ګټه واخلي او هڅه به وکړي،چې افغانستان د سيمې اقتصادي مرکز وګرځوي.
ارسلا وويل، چې که واک ته ورسېد، نو دی به افغانستان په سمه لاره بوځي.
د هدايت امين ارسلا دويم مرستيالې صفيه صديقي له ټولو ګډونوالو وغوښتل،چې په راتلوونکو ټاکنو کې د دوی له ټيم څخه خپل ملاتړ وکړي.
د يادونې ده ، چې تر دې مخکې د اشرف غني، عبدالله عبدالله ، زلمي رسول او استاد سياف په ملاتړ هم په دې ولايت کې لويې غونډې شوې دي.
د يوه بل خبر  له مخې، د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې سلګونو تنو د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډه وکړه.
په شمال کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاين وياند جنرال عبدالصبور صبوري پژواک اژانس ته وويل، چې په دې غونډه کې ددې ولايت د لرو پرتو کليو اوسېدونکو برخه اخيستې وه.
د هغه په وينا، دوى غواړي چې د خپل کمپاين لړۍ له ښارونو څخه ولسواليو او کليو ته وغځوي.
د بلخ ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي سيد احمد پژواک اژانس ته وويل ، چې عبدالله عبدالله جهادي سابقه لري او په مقاومت کې يې هم فعاله ونډه اخيستې ده.
د هغه په وينا، دوى ټول د هغه ملاتړ کوي او د ټاکنو په ورځ به ورته رايه ورکوي.
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريزکال د وري په ١٦مه، ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.