Add new comment

شېرزى : د خلکو د ماليې ميليونونه ډالره د دوو کانديدانو لپاره لګول کېږي

 

 
کابل (پژواک ٢٤ کب ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد ګل اغا شېرزي تور پورې کړ، چې د افغانستان د خلکو د ماليې ميليونونه ډالره د دوو کانديدانو لپاره لګول کېږي.
ګل اغا شېرزي يادې څرګندونې، د کب په ٢٤مه، په کابل کې د يوې غونډې پر مهال وکړې، چې سلګونه مېرمنې په کې د ده په ملاتړ راټولې شوې وې.
ده ادعا وکړه، کره اسناد او شواهد لري ، چې اوسمهال د هېوادوالو د ماليو ميليونونه ډالره د ولسمشرۍ د کانديدانو زلمي رسول او ډاکټر اشرف غني د کمپاينونو لپاره مصرفېږي.
هغه وويل، چې دى د قدرت شوقي نه دى، بلکې غواړي له دې لارې د خلکو خدمت وکړي.
نوموړي ښځې د کور روښنايي وبلله او زياته يې کړه، که ولسمشر شو، نو د ښځو له شرعي حقونو به په کله دفاع کوي.
تر اوسه حکومت او يادو دوو کانديدانو د ګل اغا شېرزي د ادعا په اړه څه نه دي ويلي.
په دې غونډه کې د شېرزي لومړي مرستيال عالمي بلخي وويل، که د دوى ټيم بريالى شي، نو ټولو ښځو ته به د شريعت په چوکاټ کې هغوى ته خپل حقونه ورکړي او د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي سره به مبارزه وکړي.
د ده په وينا، ښځې کولى شي چې په ټولنيزو چارو کې برخه واخلي او د شرعي حجاب په مراعتولو سره حکومت کې ونډه اخيستلى شي.
په دې غونډه کې چې په ترڅ کې يې د ښځو نړيواله ورځ هم ونمانځل شوه، د ګل اغا شېرزي مېرمنې په خپل را استولي پيغام کې له ديني علماوو غوښتي وو، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالو په کمولو کې مبارزه وکړي.
نوموړي په خپل پيغام کې د ښځو پر حقونو ټينګار کړى و.
دغه راز په يوه بله غونډه کې چې د کابل ښار د هوتخېلو د سيمې شاوخوا ٢٥٠ کسانو په کې برخه اخيستې وه، له ګل اغا شېرزي څخه ملاتړ وکړ.
په دې غونډه کې شېرزي له خلکو وغوښتل، هغه چاته رايه ورکړي، چې کولى شي افغانستان اباد کړي.
هغه زياته کړه، چې د برياليتوب په صورت کې د امنيت ټينګښت، بيارغونه، ځوانانو ته د کار زمينې برابرول او د قانون حاکميت به د ده د کارونو په لومړيتوب کې وي.
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.