Ghani to promote tourism in Bamyan

 
 باميان (پواک، ٩ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي د باميانو اوسېدونکو ته ژمنه ورکړه، چې د بغلان او کابل سره به د باميان لويې لارې امنيت خوندي او د ګرځندوى صنعت پراختيا ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.
   د ولسمشرۍ دې کانديد نن په باميانو ښار کې د بودا ويجاړو شوو مجسمو پر وړاندې د زرګونو راټولو شوو خلکو يوې غونډې ته وويل، چې دهېواد والو په هر څاڅکي وينه چې ځمکې ته تويېږي، دده زړه ټکان کوي.
 احمدزي زياته کړه، چې باميان د افغانستان يو لرغونى او د طبيعي شتمنيو لرونکى ولايت دى، چې د تحول او تداوم ډلې د بريا په صورت کې ورته د ګرځندوى صنعت د ودې او ګرځندويانو د جذب په برخه کې زياته پاملرنه وشي.
د ولسمشرۍ دې کانديد زياته کړه:((لاهم د باميانو ښار په څلور لارې کې الکين لګېدلى، دا خپله دې ولايت ته د پراختيا په برخه کې د نه پاملرنې څرګندونه کوي. زه ژمنه کوم، چې د باميانو خلک به نور خپل سړګونه اخېړ نه کړي او د پراختيا په برخه کې د باميانو لپاره جدي کارونه تر سره کړي.))
 اشرف غني احمدزي خلکو ته په خطاب کې وويل، چې د ارګ دروازې ته نږدې شوى او دا ستاسې رايه ده، چې برخليک ټاکي او کولى شي افغانستان د سولې، پرمختګ ، ثبات او امنيت خواته بوځي.
نوموړى وويل، چې تر ټولو مهم پلان يې ، چې لومړيتوب ورکوي، تر هرات پورې د ګردن ديوال سړک پخول او د مرکزي سيمو له لارې له سوېل سره د مزارشريف نښلول دي.
 د "ګردن ديوال" سړک له ميدان وردګو، باميانو او غور ولايتونو څخه د هرات پر لورغځېدلى دى.
د ولسمشرۍ دې کانديد خلکو ته ژمنه ورکړه، چې د باميانو لويې لورې امنيت به له کابل او بغلان سره خوندي کړي او د کوچيانو او کليوالو اوسېدونکو ستونزه به پر بنسټيزه توګه حل کړي.
د اشرف غني احمدزي دويم مرستيال محمد سرور دانش په دې غونډه کې تر ډېره د تحصيل پر اهميت خبرې وکړې او ويې ويل، چې د باميانو پوهنتون به له دې وضعيت څخه وباسي او دا پوهنتون بايد دهېواد په يو له ښو پوهنتونونو بدل شي.
 نوموړي د باميانو اوسېدونکي متمدن او علم دوسته وبلل او له دوى څخه يې مننه وکړه، چې له لرې پرتو ولسواليو او حتى د پروان ولايت له ولسواليو څخه يې په غونډه کې ګډون کړى.
په داسې حال کې، چې ټاکنو ته يوه اونۍ پاتې ده، دا د ولسمشرۍ  دويم کانديد دى، چې باميانو ته سفر کوي او هلته خلکو ته خپل پروګرامونه بيانوي کوي.
تر دې وړاندې ګل اغا شيرزي د باميانو خلکو ته  ژمنه ورکړې وه، چې د برېښنا شبکو، سړکونو او ګرځندوى صنعت ودې ته به پاملرنه وکړي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.