۱- د افغانستان د ښځو او ماشومانو د همکارۍ موسسه AWCP :
د افغانستان د ماشومانو او ښځو مرستندويه ټولنه د ښځو، ماشومانو او ځوانانو د اقتصادي ظرفتينونو د لوړولوپه موخه د غير دولتي او غير انتفاعي ټولنې په توګه په ٢٠٠٢کال په باميانو کې تاسيس شوه.
مرکز يې په باميان کې دى او په ولسواليو کې هم څانګې لري ، د ښوونې او روزنې، د کليو پراختيا او عامې روغتيا په برخو کې يې کار کړى دى. د دې موسسې د اړيکو مسسوول حسن عالمي نومېږي.
د اړيکې شمېره: 0799390940
برېښناليک [email protected]
 
٢-  د الغوچک فرهنګي او ټولنيزه موسسه :
د الغوچک ټولنيزه او فرهنګي موسسه په ٢٠١٠ کال د زينب رضايي له لوري  د امريکا د بين المللي پراختيا د ادارې د سيميه ييزې حکومتدارۍ د برنامې په ملاتړ سره په عدليې وزارت کې ثبت او د ښځو د موسسو او ټولنو يوه همغږي کوونکې ټولنه ده. د الغوچک موسسه د ښځو د اقتصاد د ښه والي په برخو کې لکه د چپس پخولو  او روغتيا ساتنې په برخو کې اوږد مهاله کورسونه لري.
د اړيکې شمېره: 0799050373
برېښناليک :[email protected]
 
٣-  د حقوق بشر او مدني ټولنې شبکه :
دغه شبکه يو خپلواک، افغاني او غير دولتي ارګان دى ، چې د ظرفيت جوړولو د همغږۍ او عدالت غوښتنې په موخه په ٢٠٠٤ کال کې جوړ شوه او له ٢٠٠٩کال راهيسې يې په باميانو کې فعاليت پيل کړى دى.
ياده شبکه په باميانو او دايکنډي کې له ٥٠ څخه  زيات ورکشاپونه جوړ کړي ، ددې شبکې همغږى کوونکى اسماعيل ذکي دى.
د اړيکې شمېرې : 0708279439-077949317
برېښناليک : ismail@[email protected]
 ٤- د آرزو موسسۀ :
 
د ارزو موسسه په ٢٠٠٦کال کې تاسيس شوې، او ددې موسسې تمويل کوونکې څو امريکايي ښځې دي او موخه يې د ښځو او د کورنيو د ښوونيزو او ټولنيزو برنامو څخه په ګټه اخيستنې غښتلتيا ده. د غالۍ اوبدنکو ښځو سره د مرستې رسول د فقر د منځه وړلو لپاره، د کورنيو لپاره روغتيايي او ښوونيز خدمتونه وړاندې کول، د مسلکي زده کړو او کاري فرصتونه جوړول، د جامو وينځلو د يوه مرکز جوړول، په دره اژدر کې د سواد زده کړې کورسونه جوړول او د اژدر په سيمه کې د ښځو د يوه بڼ جوړول هغه مهم کارونه دي، چې يادې موسسې سرته رسولي دي.
علي رضايي په باميانو کې ددې موسسې د دفتر د مسوول په توګه دنده سرته رسوي، ددې موسسې دفتر په باميانو کې دى.
د اړيکو شمېره : 079894175
برېښناليک: [email protected]
 
٥- د باميکا د ښځو ټولنيزه او فرهنګي موسسه :
ددغې موسې بنسټ په ٢٠٠٩ کال کې د حليمه رضايي له خوا کېښودل شو ، په  ټولنيزې ظرفيت جوړونې، سياسي او فرهنګي څانګو کې د ښځو تر منځ کار کوي. ددې موسسې مهم کارونه ، د ښوونيزو کمپاينونو جوړول ، د باميان د مرکز په کليو کې د لاسي صنايعو په نندارتونونو کې ګډون، يو شمير ښځو ته د لبنياتو د روغتيايي توليد ښوونه او په باميانو کې د سپما د وړو ډلو رامنځ ته کول دي.
د اړيکې شمېره : 0797340438
 
٦- د باميانو د ژورنالېستانو ټولنه :
دغه ټولنه د باميانو د يو شمېر ژورنالېستانو له خوا په ١٣٨٢لمريز کال کې د ژورنالېستانو له حقونو څخه د ملاتړ او د خبريالانو او رسنيو د ظرفيت جوړونې په موخه باميانو کې رامنځ ته شوه.له هغو ژورنالېستانو څخه ملاتړ او دفاع ، چې په دې لاره کې يې ژوندله لاسه ورکړى، ددې ټولنې له مهمو کارونو څخه شمېرل کيږي.
ددې ټولنې مشر د ديموکراتيکو او خپلواکو رايو له لارې ټاکل کيږي، ياده ټولنه څلورکمېټې(مالي، اداري، فرهنګي او د اړيکو) لري.اوسمهال ددې ټولنې مشر غفاري دى، چې د ټاکنو په درېيو دورو کې يې دغه مسووليت تر لاسه کړى.
د اړيکو شمېرې:0799369943-0708198206
برېښناليک:  [email protected]
 
٧-د باميانو د ليکوالو ټولنه :
دغه ټولنه په ٢٠٠٧ زيږديز کال کې د پوهنتون د يو شمېر استادانو او فرهنګيانو له خوا جوړه شوه  او موخه يې د ليکوالى د فرهنګ ترويج، د بشري حقونو او مدني ارزښتونو غښتلتيا ده.
تر اوسه د باميانو د ليکوالانو ٩ ټوکه اثار چاپ  او يو کتابتون يې هم د عامي مطالعې لپاره پرانېستى. محمد امين ابتهاج ددې ټولنې مرستيال دى.
د اړيکې شمېره: 0798032825
برېښناليک  [email protected]
 
٨-  د تفاهم کانون ټولنه :
د تفاهم کانون ټولنه په ٢٠٠٧ کال کې جوړه شوى، د ښـوونې او روزنې او په ټولنيزو چارو کې فعاليت کوي.
تفاهم کانون يوه مدني ټولنه ده ، چې ځوانان، دپوهنې شاګردان او روڼ اندي يې غړي دي.
د سولې او ديموکراسۍ، بشري حقونو او عامه پوهاوي ترويج ددې ټولنې موخې دي. ددې ټولنې د اړيکو مسوول عبدالله شايګان نوميږي.
د اړيکې شمېره : 0779184763
برېښناليک : [email protected]
 
  ٩- د نواې سولې ټولنيزه او ښوونيزه ټولنه (NSSEA):
 
دغه ټولنه د روغتيا او ښوونې او روزنې په برخو کې د ښځو د پوهاوي  د کچې د لوړولو په برخه کې کار کوي.
ياده ټولنه يوه غير دولتي ټولنه ده او غړي يې په داو طلبانه ډول فعاليت کوي. معصومه محمدي ددې ټولنې مسووله ده.
د اړيکو شمېرې:  0795040103-0795958594
برېښناليک [email protected]
 
١٠د راه نور فرهنګي او ټولنيزه ټولنه (RNSCA) :          
 
دغه ټولنه په ٢٠٠٨ کال کې د ځوانانو د ظرفيت جوړونې ، په ټولنيزو او د عامه پوهاوي په چارو کې د ښځو د ګډون په موخه جوړه شوې ده . ددې ټولنې مشر عزت الله مشعل نوميږي.
د اړيکې شمېره:  0799707792
برېښناليک[email protected]
 
١١-  د بيارغونې او پراختيا ټولينزه موسسه  (RSDO):
           
دغه موسسه په ٢٠٠٤ کال کې جوړه شوې، چې د ښوونې، کرنې، روغتيا، د کليو پراختيا او د جندر د مساواتو په برخه کې فعاليت کوي. ياده موسسه يوه ملي غير دولتي او غير انتفاعي موسسه ده. ددې موسسې مشري محمد عارف پر غاړه لري.
د اړيکې شمېره :  0708156401
برېښناليک: [email protected]
 
١٢د بهار سازنده ګي  د خدمتونو فرهنګي او ټولنيزه موسسه  (SCRCSO):
دغه موسسه په ٢٠٠٤ کال کې جوړه شوې او د روغتيا، کرنې، کليو پراختيا او د جندر د مساواتو په برخو کې کار کوي. ددې ټولنې عمومي مشر محمد رضا دانش نوميږي.
د اړيکو شمېرې:   0799472483-0772898536
برېښناليک: [email protected]
 
١٣- د تنوير او تکامل فرهنګي او ټولينزه ټولنه (TTSCA):    
دغه ټولنه په ٢٠٠٩کال کې جوړه شوې، ددې ټولنې ډيرى غړي دولتي مامورين دي او د پوهاوي د سطحې د لوړولو، د فرهنګي تشو د ډکولو او د ښوونې او روزنې په برخو کې کار کوي. ددې ټولنې مشر سيد خليل کوهي نوميږي.
[email protected]    
 
١٤-  د ارمغان وحدت فرهنګي او ټولنيزه ټولنه (UPSCO):
دغه ټولنه يوه خپلواکه غير دولتي، غير سياسي او غير انتفاعي ټولنه ده، چې په ٢٠٠٤ کال کې جوړه شوې ده. ددې ټولنې مشري محمد ظاهر فايز پر غاړه لري.
د اړيکو شمېرې. 0786814003-0772275667
برېښناليک: [email protected]
 ١٥-  د ځوانانو د يوالي مرکز (YSK):
           
د ځوانانو د يوالي مرکز په ٢٠٠٨ کال کې جوړه شوى، چې خپلواک او غير دولتي دى، د ځوانانو د ټولنيزې ظرفيت جوړونې او  د خلکو د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو په برخو کې فعاليت کوي . ددې مرکز مشر علي جان کريمي دى.
د اړيکو شمېرې: 0789735309-0778977506
برېښناليک: [email protected]