لوى پاسوال غلام علي وحدت د نوازش علي زوى په ١٣٣٤ لمريز کال د باميان ولايت د يکاولنګ ولسوالۍ په ده سرخ کلي کې زېږېدلى دى.
نوموړي خپلې ثانوي زده کړې د يکاولنګ په ده سرخ لېسه کې پاى ته رسولي او په ١٣٥٧ لمريز کال د کابل پوهنتون له اقتصاد څانګې څخه د ليسانس په کچه فارغ شوى دى.
وحدت له ١٣٨٢ لمريز کال راهيسې د تقاعد دعمومي مدير، د کابل امنيه قوماندانۍ مرستيال، د باميان د امنيه قوماندانۍ په ٥مه او ٣٥ فرقه کې د استاد، په کندهار کې د زون د عمومي قوماندان، د کورنيو چارو وزارت دعملياتو د عمومي قوماندان او د همدې وزارت د تاميناتي مرستيال په توګه دندې اجرا کړي دي.
نوموړى يو له مسلکي جنرالانو څخه دى، چې په ١٣٦٠ لسيزه کې يې د ډاکټر نجيب حکومت په لسيزه کې هم دنده اجرا کړې او د جهاد پرمهال يې د حزب وحدت اسلامي ګوند سره په بېلابېلو پستونو کې دنده اجرا کړې ده.
د باميانو نوي والي مورنۍ ژبه دري ده، خو په پښتو ژبه هم خبرې کولى شي او تر يوې کچې له انګليسي سره هم اشنا دى.
دا جنرال د ١٣٩٢ لمريز کال په لړم مياشت کې د لوى پاسوال دمعادلې رتبې په خونديتوب د باميانو د والي په توګه وټاکل شو.