باميان په ١٣٠٠ لمريز کال کې دکابل ولايت اړوند و ، په ١٣٣٨ لمريز کال د پروان د اعلى حکومت او په ١٣٤٣ کال کې ولايت شو ، خو له لومړۍ درجې نه درېيمې درجې ته راښکته شو ، چې تر اوسه هم يو درېيمه درجه ولايت دى . باميان اوه اداري واحدونه لري، چې  يو يې مرکز او شپږ نورې يې ولسوالۍ دي .ددې ولايت مرکز باميان ښار او ولسوالۍ يې يکاولنګ ، پنجاب ، ورث ، سيغان ، کهمرد او شيبر دي .
 
١-د باميانو مرکز:
د باميانو په مرکز کې دبودا دوه نړول شوې مجسمې ،چې د بوديزم دورې له درې زرو زياتې مغارې لري او همدارنګه د ضحاک او غلغله لرغوني ښارګوټي هم ددغه ولايت دمهمو تاريخي اثارو په توګه ددغه ولايت په مرکز کې موجود دي .ياد ولايت له بغلان ، غور، پروان ، ميدان وردګ ، غزني ،دايکنډي، سرپل او سمنګانو سره ګډه پوله لري . باميان  ولايت دهېواد دپلازمېنې په لوېديځ کې پروت دى  او له کابل سره له دوو لارو تړلى دى، دغه دوه لارې د پروان ٢٢٠ کيلومتره او دميدان وردګو ولايت څخه ١٦٥ کيلومتره واټن لري، ددغه ولايت ډېرى اوسېدونکي د ميدان وردګو ولايت لاره لنډه او اقتصادي ګڼي، خو کله کله د نا امنۍ له امله اړ کېږي ،چې دپروان دغوربند درې له لارې تګ راتګ وکړي .
٢-پنجاب ولسوالۍ :
پنجاب په ١٣٠٠ لمريز کال کې د څلوېښتو کلونو لپاره د ديزنګي ستر حکومت مرکز و او د يکاولنګ ، دغور لعل و سرجنگل ، دايکنډي او دميدان وردګو ولايت بهسود د اداري تشکيلاتو له نظره په  پنجاب پورې اړوند وو . پنجاب ولسوالۍ د شنو او له وښو د ډکو سيمو او لوړو غرونو په درلودلو دمالدارۍ  لپاره ښه مساعده ده . په ياده ولسوالۍ کې د زېړو غوړو، کورتو او نور حيواني محصولات زيات موندل کېږي، چې کابل ته يې هم صادروي . که څه هم چې دغه ولسوالي له سړو سيمو ده ، خو بيا هم په کې کرنې ښه وده کړې او ډېرى خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي .
 ٣-يکاولنګ :
ديکاولنګ ولسوالۍ مساحت نږدې ٦٧٠٤کيلومتره مربع اټکل شوى او ددې ولايت له لومړۍ درجه ولسواليو څخه يوه ده ،چې د بند امير ( دافغانستان لومړى ملي پارک ) ، چهل برج ، بربري او ګوهر ګين کلاګانې په کې موجود دې دي . هر کال په زرګونو کورني او بهرني سيلانيان ددغه ولايت له بند امير پارک څخه، چې له اوو طبيعي ښکلو بندونو جوړ شوى ، ليدنه کوي ،چې  ورسره ځايي استوګن له دې اړخه ښه عايد تر لاسه کوي . ياده ولسوالۍ په لوېديځ کې دباميان له مرکز، له شمال نه دسمنګان له درۀ صوف ، له سوېل نه دپنجاب ولسوالۍ او له لوېديځ نه دسرپل له بلخاب ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.
 ٤-ورث ولسوالي :
ورث ولسوالي دباميانو  دمرکز په سوېل کې موقعيت لري او د باميان له لرې پرتو ولسواليو څخه يوه ده ،چې له مرکز سره ١٧٢ کيلومتره واټن لري .ياده ولسوالۍ په لوېديځ کې د دايکنډي له اشترلي  ولسوالۍ ، په ختيځ کې دميدان وردګو له حصه دوم بهسود، په شمال کې دپنجاب او په سوېل کې دهلمند سيند او غزني ولايت سره ګډه پوله لري . دغه ولسوالي د لمڅيو او ګليمونو له اړخه چې د برک په نامه يادېږي، شهرت لري . تر ټولو مشهور لمڅى  يې ليګان نومېږي ، چې هر کيلو يې په ٦٠٠ افغانۍ پلورل کېږي .
برک تر دېره دکورتيو اوچپنو په جوړولو کې کارېږي او ديوه متر بيه يې پنځه زره افغانيو ته رسېږي ، چې په يادې ولسوالۍ دخلکو دلاسي صنعت غوره بېلګه ده .
 ٥-کهمرد ولسوالۍ :
ياده ولسوالي د باميان ولايت دمرکز شمال په سل کيلومترۍ کې پرته ده او د بغلان ولايت سره ګډه پوله لري او دباميانو له هغو ولسواليو څخه ده ،چې د ډبرو سکارو کان په کې دى . د دغو سکارو داېستلو له امله نه يواځې دولت ته زيات عايد په لاس ورځي ، بلکې سلګونو خلکو ته هم د کار زمينه برابره شوې .ددې ترڅنګ د حاجر درې هم دغې ولسوالۍ ته سياحتي ارزښت ورکړى او ګڼ سيلانيان يې ورمات کړي دي.
 ٦-سيغان ولسوالي :
سيغان دباميانو ولايت له هغو ولسواليو څخه ده ،چې د ډبرو سکارو پراخه کانونه په کې شتون لري، خو اوبه يې تر نورو ولسواليو ډېرې کمې دي . ياده ولسوالۍ په خيتځ کې له شيبر او دبغلان د تاله و فرفک ، په لوېديځ کې ديکاولنګ ، په شمال کې له کهمرد او په سوېل کې د باميانو له مرکز سره ګډه پوله لري . ددې ولسوالۍ د ډبرو سکاره د ځايي خلکو له اړتيا پرته نورو ولايتونو ته هم استول کېږي .
 ٧-شيبر ولسوالى :
شيبر د باميان ښار دختيځ په ٤٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري او په سوېل ختيځ کې له ميدان وردګو ولايت سره نښتې ده . په حاجى ګک سيمه کې د وسپنې شته کانونو ددغې ولسوالۍ اهميت زيات کړى ،چې داسيا په کچه يو ستر کان ګڼل کېږي . دغه کان د ميدان وردګو او باميان ترمنځ د هندوکش دغرونو لړۍ کې موقعيت لري .
ياد کان په ١٣٣٩ لمريز کال کې کشف شو، چې ١٦کيلومتره اوږدوالى او ٥٥٠ متره ژور والى لري او د دوو ميليارد ټنو وسپنې په درلودلو سره دنړۍ له سترو کانونو څخه شمېرل شوى دى .د ١٣٩٠ کال په داوطلبۍ کې دهندي کمپنيو کنسرسيوم (SAIL/ AFISCO) ددې کان ددرېيو بلاکونو او  د (Kilo Gold Mines) په نوم کاناډايي کمپنۍ  ديوه بلاک د وېستلو لپاره ګټونکې شوې او د وېستلو کار يې په ١٣٩٢ لمريز کال کې پيل کړ .