۹- سيد اسدالله جعفري
انتخابي سناتور
 
سيد اسد الله د سيد غضنفر شاه زوى، چې په ١٣٣٥لمريز کال د باميان مرکز اړوند د دشت عيسى خان په کلي کې زيږيدلى دى.تر دوولسم ټولګي پورې يې د باميانو د مرکز په ليسه کې زده کړې کړي، د جهاد په دوران کې له  اتفاق شورا سره و ،ولايتي شورا  ته يې لار پيدا کړه  او له دې لارې مشرانو جرګې ته لاړ.
اوسمهال له کوم ګوندسره  تړاو نه لري .
 
اړيکې شمېره: 0702171736
 
۱۰- هدايت الله رهايي
انتخابي سناتور
 
هدايت الله د محمد علي زوى، چې په ١٣٤٢لمريز کال د باميان ولايت پنجاب ولسوالۍ د نرګس په کلي کې زيږيدلى دى.د نرګس  له منځني ښوونځي څخه فارغ شوى، او اوسمهال د خوارزمي په نوم د لوړو زده کړو موسسې د سياسي علومو د پوهنځي د درېيم کال محصل دى. د طالبانو په دوره کې د پنجاب د متوسطه ښوونځي د ښوونکي په توګه يې دنده ترسره کوله، د مشرانو جرګې په دويمه دوره کې يې  د باميان د ولايتي شورا له لارې مشرانو جرګې ته لاره پيدا کړه، نوموړى له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري .
  اړيکې شمېره: 0777720414