۳۳- صفورا ايلخاني
د باميانو د خلکو استازې – رايې : ۵۶۰۳
 
 صفورا ايلخاني  د نوازش على لور،چې په ١٣٥٥لمريز کال کې زيږيدلې  او لومړنۍ زده کړې يې د کابل درېيم مکروريان د عبد القاسم په ليسه کې ترسره کړي او د کابل پوهنتون د کرنې  له پوهنځي څخه فارغ شوې ده، د ولسي جرګې دغه غړې اوسمهال په يوه خصوصي پوهنتون کې په سياسي علومو کې د ماسټرۍ زده کړې کوي .
ميرمن ايلخاني په ١٣٨٤لمريز کال کې هم  په ولسي جرګه کې د خلکو استازې وه، په بيړنۍ لويه جرګه کې يې هم غړيتوب درلود ، خو تر وکالت وړاندې يې په باميانو کې د ملګرو ملتونو په يو ان چى سى ار دفتر دسياسي مرستيالې او همدارنګه د درېيو کلونو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي يوناما دباميانو څانګې دسياسي مرستيالې په توګه دنده اجرا کړې . هغه له اره د باميان ولايت د يکاولنګ ولسوالۍ د ده سرخ د کلي اوسېدونکې ده او ددې ترڅنګ د انسجام ملي ګوند مرستيالي هم  ور له غاړې ده .
  د اړيکو شمېرې :۰۷۷۰۰۰۱۶۳۵ او ۰۷۹۹۳۹۸۴۷۹
 
٣٤-عبدالرحمن شهيداني :
دباميانو د خلکو استازى – رايې ١١٩٩٣
 
عبدالرحمن شهيداني دسخي داد زوى، چې په ١٣٤٢ لمريز کال د باميانو په مرکز کې زېږېدلى او خپلې لومړنۍ زده کړې يې دشهيدان په ښوونحي او منځنۍ زده کړې او د لېسې دوره يې په مرکز باميان لېسه کې سر ته رسولې .لوړې زده کړې يې دليسانس تر کچې په مسکو کې کړي او د ډاکټر نجيب دحکومت پر مهال يې په ١٣٦٠ لسيزه کې دسرتېري او افسر په توګه دنده اجرا کړې او وروسته د حزب وحدت اسلامي افغانستان سره يو ځاى شو او په باميانو کې يې پوځي دندې تر سره کړې . ده د طالبانو دحکومت پر مهال په هېواد کې او له هېواده بهر ژوند کړى او دحامد کرزي دحکومت پر مهال يې له ١٣٨١ تر ١٣٨٦کال پورې دباميانو د امنيه قوماندانۍ دامنيت امر په توګه دنده ترسره کړې ده ، وروسته ديوه کال لپاره دغور ولايت دامنيت امر شو ، په ١٣٨٧لمريز کال کې دبلخ ولايت امنيه قوماندانۍ اداري مرستيال ، په ١٣٨٨ کال کې دغزني دامنيت امر شو ، نوموړى  اوس له کوم ګوند سره تړاوو نه لري ، خو حزب وحدت اسلامي افغانستان ته يې ميلان زيات دى .
د اړيکو شمېرې :۰۷۹۹۲۷۴۴۴۴ او ۰۷۷۷۳۸۲۶۳۸
 ٣٥-سيدجمال الدين فکوري بهشتي
دباميانو دخلکو استازى – رايې : ١١٨٢٤
 
سيدجمال فکوري بهشتي د سيد حسين بهشتي زوى، چې  په ١٣٣٧ لمريز کال کې په ورث ولسوالۍ کې زېږېدلى ، خپلې دينې زده کړې يې په علميه ورث مدرسه کې تر سره کړي او اوسمهال دکابل په خاتم النبيين خصوصي پوهنتون کې دحقوق او سياسى علومو پوهنځي ددويم کال  محصل دى . نوموړى دجهاد پرمهال  دخپل پلار دګوند حزب شوارى اتفاق قوماندان و، خو اوس ناپييلى دى او تېر ځل  هم په ولسي جرګه کې د باميانو د خلکو استازى و .
 
داړيکو شمېرې : ٠٧٧٤٢١٧٣٠٦ او  ۰۷۹۹۳۳۱۹۷۵
 
 
 
 
٣٦-محمد اکبري
دباميانو دخلکو استازى – رايې : ۱۰۸۵۷
محمد اکبري د غلام محمد زوى، چې  په ١٣٢٤ لمريز کال کې دورث ولسوالۍ په پيتاب جوى کلي کې زېږېدلى ، خپلې لومړنۍ زده کړې يې دپنجاب او ورث ولسواليو په علميه مدرسو کې کړي او لوړې زده کړې يې دايران په قم او نجف ښارونو کې د ليسانس تر کچې کړې دي .هغه د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي افغانستان ( دهېواد په مرکزي سيمو کې له شعيه ګوندونو څخه يو دى) د مشر په توګه پاتې شوى او په ١٣٧٢ لمريز کال کې له حزب وحدت اسلامي سره يو ځاى په باميانو کې ددغه ګوند استازى و .دحامد کرزي دواکنۍ په راتلو يې د حزب وحدت ملي افغانستان ګوند راجستر کړ او مشري يې ور  تر غاړې  ده ، نوموړى د ولسي جرګې په ١٥ دومره کې هم دباميانو دخلکو استازى و .
داړيکو شمېرې :۰۷۹۹۳۹۶۳۹۱ او ۰۷۹۹۳۴۸۲۰۷