په باميانو لايت کې د ملي راډيو تلويزيون ترڅنګ دوه خصوصي ځايي راډيوګانې او يوه دولتي مياشتنۍ هم فعاليت لري ، خو په لسګونو  نورې اونيزې او مهالنۍ خپرونې په  تېرو لسو کلونو له پيل وروسته د مالي ستونزو له امله بېرته بندې شوې دي.
 
١-ملي راډيو تلويزيون :
 
ملي راډيو تلويزيون خپلې خپرونې په ١٣٨٥ لمريز کال په باميانو کې داطلاعات او کولتور رياست په چوکاټ کې  پيل کړې او ١٢ نارينه کارکوونکي لري . اوس مهال يې خپرونې دسهار له شپږو د شپې تر ١٠ دوام لري او درې ساعته خپرونې يې دکابل ملي راډيوتلويزيون څخه رېلي کېږي ، يواځې يو ساعته ځايي خپرونه لري،چې دباميانو اړوند خبرونه او راپورونه را نغاړي .د مرکزي ملي تلويزيون دپاليسۍ له مخې خپرونې کوي او مهدي حسين زاده يې امر دى .
 
داړيکې شمېره : 0797268292
برېښناليک : [email protected]
 
 ٢-باميان راډيو :
 
دغه راډيو په ١٣٨٢ لمريز کال کې د انترنيوز موسسې له خوا په باميانو ولايت کې جوړه شوه ، چې يوه ازاده او ناپېيلې راډيو ده .باميان راډيو ١٢ ساعته خپرونې لري ،چې خبري ، فرهنګي ، سياسي، ټولنيزې او ښوونيزې خپرونې په کې شاملې دي . ياده راډيو يواځې دباميان په مرکز کې په اف ايم  څپه اورېدل کېږي ، اته کارکوونکي لري ، دامتياز خاوند او مسوول مدير يې علي عرفان دى .
د اړيکې شمېره : 0799393030
برېښناليک  :[email protected]
 
٣-پيوند راډيو :
دا هم په باميان ولايت کې له خصوصي راډيوګانو څخه يوه ده ، چې په ٢٠١١ زېږديز کال کې دامريکا سفارت په مالي مرسته جوړه شوه . دغه راډيو په پيل کې ١٢ ساعته خپرونې در لودې ، خو په دې وروستيو کې  يې خپلې خپرونې د ورځې ٤ ساعتونو ته راکمې کړې دي . د پيوند راډيو خپرونې،چې خبرونه ، ګردي مېزونه او بېلابېلې خپرونې لري،چې په ښار او نږدې کلو کې اورېدل کېږي . ددغې راډيو مسوول مدير او رييس اکبر دانش دى.
د اړيکې شمېره  : 0799472483 
برېښناليک : [email protected]
 
  ٤-سيماى باميان خپرونه :
  دا مياشتينۍ خپرونه د طالبانو دحکومت له پرځېدو وروسته په پرله پسې ډول چاپ او په ټول باميان ښار ، ولسواليو  او د  نورو ولايتونو په عامه کتابتونونو کې وېشل کېده . په دغه خپرونه کې بېلابېل خبرونه ، راپورونه ، مطالب ، علمي او فرهنګې د مقالې خپرېږي . ددغې مياشتينۍ خپرونې مسوول مدير ممد رضا رحيمي دى .
د اړيکې شمېره  :0773982545