Demands From President

باميان (پژواک،٣ چنګاښ ٩٢):دباميانو ولايت اوسېدونکي په دغه ولايت کې د بيارغونې دچټکوالي،دبيکارۍ دختمولو ، له پوهنې دملاتړ، دښځو دحقونو د تامين او همدارنګه په هېواد دننه او بهر دلوړو زده کړو دمساعدولو غوښتونکي دي .
دوى په دغه ولايت کې دبيارغونې بهير ټکنى ګڼي او غواړي، چې بندونه، لارې ، برېښناکوټونه ، بندونه او کرنې ته دې زياته پراختيا ورکړل شي .
دا غوښتنه په داسې مهال کېږي، چې ددغه ولايت مدني ټولنو څو کاله وړاندې ددغه ولايت  په مرکز کې څو متره سړک داعتراض په ډول اخېړ کړ او په دې ډول يې  دبيارغونې پيکه بهير په اړه خپل ااعتراض څرګند کړ .

 
د باميان د مرکزي ولايت خلک د امنيت له نشتوالي  څخه سرټکوي، خو د سړکونو نشتوالى او بې وزلي د دغو خلکو لويې ستونزې دي، او له راتلونکي ولسمشر څخه د دغو ستونزو حل غواړي.
دغه مرکزي ولايت ٦ ولسوالۍ او په ولايتي شورا کې ٩ څوکۍ لري.
دغه راپور د دغه ولايت د مرکز او ٤ ولسواليو د  ٩ تنو ( چې ٣ يې مېرمنې دي) اوسېدونکيو د مرکو پربنسټ په روانې اونۍ کې چمتو شوى دى.
بزګر: د سړک نشتوالى زموږ لويه ستونزه ده
٤٢ کلن محمد افضل، چې بزګر دى او د يوې ٧ کسيزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، د ورس ولسوالۍ د ليګان د سيمې اوسېدونکى دى.