د اشرف غني، عبد الله او زلمي رسول په ملاتړ غونډې وشوې

 
کابل- لښکرګاه (پژواک ٧ ورى ٩٣): په کابل او هلمند او کونړ ولايتونو کې د زلمي رسول او اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډې وشوې .
د کابل د وزيراباد شورا، د تايمني او قلعه فتح الله سيمې يو شمېر اوسېدونکو نن (د وري ٧مه) د يوې غونډې په ترڅ کې د زلمي رسول په ملاتړ غونډه وکړه.
دغه غونډه چې شاوخوا ٤٠٠ کسانو برخه په کې اخيستې وه، ګډنوالو يې له خلکو غوښتنه وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې زلمي رسول ته رايه ورکړي.
د وزير اباد شورا رييس انجينر بسم الله په خپلو خبرو کې وويل: ((له زياتو ارزونو وروسته پوه شوو، چې زلمى رسول د افغانستان د راتلونکې لپاره وړ کس دى.))
د وزير اباد د سيمې يوه اوسېدونکي احمد وويل: ((هغه چا ته رايه ورکوم، چې پوه وي او د خلکو خدمت وکړي نه تشې ژمنې.))
په ورته مهال د هلمند په مرکز لښکرګاه کې سلګونه کسانو د يوې غونډې په ترڅ کې ولسمشرۍ ته د نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاټر اعلان کړ.
په دغه ولايت کې ولايتي شورا ته نوماند او د يادي غونډې مسوول عبدالرشيد ناصري وويل، چې د دوى پلويان به ټول اشرف غني ته رايه ورکړي.
د ده په خبره، چې اشرف غني ولسمشرۍ ته وړ شخص دى او کولى شي افغانستان د خپل رياست پر مهال د دوى په وينا له ستونزو وژغوري، د فساد او نا امنيو مخنيوى وکړي.
په دې غونډه کې د سيف الملوک په نوم يوه بل کس هم خبري وکړې او ويې ويل، د افغانستان خلک اوس پر ښه او بد پوهېدلي، ژبي، قوم او سمت ته نه ګوري.
هغه وويل، دغه راز به د ټاکنو پر مهال د تېر په څېر څوک پرېږدي، چې درغلي وکړي او په درغليو سره د خپل خوښې نوماند ته زياتې رايې وکاروي.
هغه وويل، ځکه د اشرف غني ملاتړ کوي، چې هغه يو وړ کانديد دى.
په ورته مهال په کونړکې يو شمېر ځاىى اوسېدونکو د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټرعبدالله عبدالله په ملاتړ غونډه وکړه.
غونډه ، چې په ولسي جرګه کې د کونړ خلکو استازي مولوي شهزاده شاهد په زيـار جوړه شوې   وه،  خپل ملاتړ يې له ډاکټرعبدالله عبدالله څخه اعلان کړ.
شاهد د ډاکټرعبدالله د پلانونو او کړنلاره په اړه د غونډې ګډونوالوته معلومات ورکړل  له خلکو يې وغوښتل ، چې خپلې رايه د ډاکټرعبدالله په ګټه وکاروي.
د غونډې يوبل ويناوال نصرالله ساپي بيا ډاکټرعبدالله يو مجاهد شخص ياد کړ او له ټولو ګډونوالو يې وغوښتل، چې ډاکټر عبدالله ته رايه ورکړي.
 نوموړي زياته کړه: ((ستاسې د رايو ا صلي حقدار همدا مجاهد دی او دکونړ خلک هم مجاهد دي  پکار ده، چې خپلې رايه د يو مجاهد په ګټه وکاروئ.))
ټاکل شوې، د روان ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه د ولسمشرۍ او ولايتي شورا  ټاکنې وشي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.