Ghani to make Kandahar transit trade centre

 
کندهار، خوست (پژواک ٨ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزى وايي، کندهار ولايت به د سيمې او نړۍ په کچه د ټرانزيټ په يوه لوى مرکز بدلوي او دغلته به د صنعت او کرنې د ودې په موخه د اوبو او برېښنا بندونه جوړوي.نوموړي دغه څرګندونې د کندهار زرګونو خلکو ته وکړې، چې په احمدشاهي لوبغالي کې راغونډ شوي وو.
اشرف غني احمدزي وويل، که په ټاکنو کې بريالى شي، نو د سولې لپاره به کار کوي او په دې لاره کې به هر راز قرباني ورکوي او دغه راز به کندهار په يوه لوى ټرانزيټي مرکز بدلوي او د همدې لپاره به له سپين بولدک څخه د اورګاډي پټلۍ جوړوي.
هغه زياته کړه، له ترکمنستان څخه به پاکستان او هندوستان ته د ګاز پايپ لاين غځوي، تر څو کندهار د ګاز مرکز شي.
نوموړي دغه راز وويل، چې له مراز شريف څخه به تر کندهار پورې سړک غځوي او له دغه ولايت څخه به اروزګان ته دوه طرفه سړک غځوي.
هغه کندهار يو کرنيز او صنعتي ولايت ياد کړ او ويې ويل، چې د صنعت د ودې او کرنې د پياوړتيا لپاره به په ولسواليو کې د اوبو او برېښنا بندونه جوړوي.
نوموړي وويل: ((لکه څنګه چې ما ملي پيوستون پروګرام کليو ته يووړ، د برياليتوب په صورت کې به د ښاري پيوستون پروګرام پيلوي، چې هر ښاري د خپل ښار په جوړولو کې ونډه واخلي.))
د ولسمشرۍ دغه کانديد د کندهار تعليمي سويه د منلو وړ و نه ګڼله او ويې ويل، چې په دغه ولايت کې به لومړۍ درجه پوهنتون جوړوي، چې په سيمه کې به بې سارى وي.
هغه دغه راز وويل، که بريالى شي، نو د لوى کندهار کډوال به بېرته راستنوي: ((موږ غواړو چې کوېټه خالي شي؛ کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ډک شي.))
نوموړي دا هم وويل، چې د برياليتوب په لومړۍ اوونۍ کې پاسپورټ لس کلن کوي، تر څو د بيا جوړولو لپاره يې خلک رشوت ورکولو ته اړ نه شي.
د ده په وينا، ټولو هغه افغان وګړو ته چې په خليج کې په پاکستاني پاسپورټ پراته دي، افغاني پاسپورټونه به ورکول کېږي.
اشرف غني له ولسمشر کرزي څخه مننه وکړه، چې تر دې مهاله په ټاکنيزو منډو ترړو کې بې پلوه پاتې شوى او دغه راز يې د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه هم د بې طرفۍ غوښتنه وکړه.
هغه وويل: ((ولسمشره! موږ ستا تقويه نه غواړو، بلکې ستا بې طرفي غواړو چې تر پايه همداسې پاتې شي.))
نوموړي د غونډې په پاى کې وويل، چې نن په غونډه کې د کندهار لسګونو زرو وګړو ګډون ثابته کړه، چې د خداى په مرسته به ټاکنې ګټي.
غونډې ته يو شمېر قومي مشرانو هم ويناوې وکړې او له اشرف غني احمدزي څخه يې ملاتړ اعلان کړ.
د کندهار قومي مشر حشمت خليل کرزي له ډاکټر اشرف غني څخه وغوښتل، چې په کندهار کې د سولې او د پوهنې د پياوړتيا لپاره کار وکړي.
په مشرانو جرګه کې د کندهار د خلکو استازي بسم الله افغانمل بيا له اشرف غني څخه د برېښنا سمون، د کرنې د ودې لپاره د بندونو جوړول، د بې ګناه بنديانو خوشې کېدل او د ولس او ملي سرتېرو د وينو د تويېدو د مخنيوي غوښتنه وکړه.
هغه وويل، ځکه يې له اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړى، چې هغه د دې ټولو ستونزو د حل لپاره غوره تګلارې لري او د خپل قوي مديريت له مخې ستونزو د حلولو وړتيا لري.
د ولسي جرګې غړي حميدزي لالي هم وويل، چې د لوى کندهار وګړي له ډاکټر اشرف غني څخه د برياليتوب په صورت کې د سولې او ثبات هيله لري.
د يو بل خبر له مخې، د ولسمشرۍ د کانديد انجنير قطب الدين هلال په ملاتړ نن د خوست په ملي لوبغالي کې زرګونو خلکو غونډه وکړه او ويل يې، چې په راتلونکو ټاکنو کې به د هغه په ګټه رايه کاروي.
ټاکل شوې وه، چې په خپله قطب الدين هلال هم له کابله د چورلکې په وسيله راشي او په غونډه کې ګډون وکړي، خو د باراني هوا له امله دې ته اړ شو، چې د ټېلفون له لارې غونډې ته خبرې وکړي.
قطب الدين هلال وويل، چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې هغه کانديد ته رايه ورکړي، چې د افغانستان اوسنيو حالاتو ته په رښتوني توګه بدلون ورکولی او د پرمختګ لپاره زمينه برابرولی شي.
نوموړي زياته کړه، که واک ته ورسېږي، نو په خپل حکومت کې به د لويې پکتيا په ځانګړي ډول د خوست کادرونو ته پراخه ونډه ورکړي او د اهليت له مخې به يې پر مهمو دندو وګماري.
د ولسمشرۍ دغه نوماند قطب الدين هلال پر دې ټينګار وکړ، چې راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې بايد پرته له درغليو شفاف ترسره شي.
د يادې غونډې يو شمېر ويناوالو په خپلو خبرو کې ژمنې وکړې، چې په راتلونکي ټاکنو کې به هغه چا ته رايه ورکوي، چې د دوی غوښتنې منلی او عملي کولای شي.
د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي لېوان ګل حبيبي غونډې ته وويل، چې اوسني ولسمشر ته يې رايه ورکړې وه، خو د دوی غوښتنو ته يې هيڅ پاملرنه ونه کړه.
هغه زياته کړه، چې دا ځل خوستوال نه تېر وځي او د خپل برخليک په ټاکلو کې به له ډېر دقت څخه کار اخلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.