Arsala vows sincere talks with Taliban

 
بلخ (پژواک ٦ ورى ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد هدايت امين ارسلا وايي، د برياليتوب په صورت کې به د سولې او ثبات  لپاره  له طالبانو سره رښتيني مذاکرات وکړي.
ارسلا دغه څرګندونې د وري په ٦مه په مزارشريف کې د يوې غونډې پر مهال خپلو سلګونو پلويانو ته وکړې.
په غونډه کې، چې په يو ځايي هوټل کې ترسره شوه، د ارسلا دواړه مرستيالانو هم برخه لرله.
ارسلا په خپلو خبرو کې وويل: ((افغانان سولې ته اړتيا لري او زه به د سولې لپاره رښتيني مذکرات پيل کړم.))
هغه په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د اداري فساد زياتوالي ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، چې  که بريالى شي  ښه حکومتداري او سالمه اداره به رامنځته کړي.
ارسلا وايي: ((په افغانستان کې اقتصادي وضعيت ته ځانګړې پاملرنه په کار ده او زه په خپلو پروګرامونو کې د دې لپاره تګلاره لرم.))
د ولسمشرۍ د دغه نوماند لومړي مرستيال جنرال خدايداد په خپلو خبرو کې وويل، ټيم به يې د بريا په صورت کې د ښه امنيت او ثبات لپاره ډېره هڅه وکړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزې ته اړتيا ده او دغه کار د دوى په پروګرامونه کې روښانه دى.
په ورته مهال د هدايت امين ارسلا دويمې مرستيالې صفيې صديقي له خلکو غوښتنه وکړه، چې په ټاکنو کې برخه واخلي.
نوموړې وويل: ((ځيني کانديدان دي، چې د قوم له ادرسه غونډې او کمپاينونه  کوي، خو موږ د قوم له ادرسه کمپاين نه کوو.))
هغې د دغه کانديد نوم وانه خيست خو ويې ويل، چې افغانستان ژغورل غواړي او د هغې په وينا دغه کار يوازې د  دوى ټېم کولاى شي.
ټاکل شوې ټاکنې د روان کال د وري په ١٦مه په ترسره شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.