د بلخ والي عطامحمدنور د حاجي نور محمد زوی په ۱۳۴۳لمريز کال د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې زېږېدلی دی. واده يې کړی، يوه مېرمن، پنځه زامن او دوه لوڼې لري.
تر اتم ټولګي پورې يې د مزارشريف ښار په قاضي حميدالدين ښوونځي کې زده کړې کړي او په ۱۳۸۳ لمريز کال کې د همدې ښار له باختر لېسې څخه فارغ شوی دی.
له دوولسم ټولګي څخه له فراغت سره سم يې په مزارشريف کې د جمعيت اسلامي ګوند "د شهيد ذبيح الله " له جبهې سره په جهاد پيل کړی و؛ خو د نوموړي د رسمي ويبپاڼې ( balkh.af) له مخې: ((په ۱۳۸۷ لمريز کال کې يې د امريکا په ځينو پوهنتونونو کې د ليسانس تر کچې له لوړو زده وروسته پر ۱۳۹۱لمريز کال، په تاجکستان کې د نړيوال تجارت د حقوقو په برخه کې ماسټري کړې، سربېره پر دې، چې د بلخ ولايت د تعليم او تربيې پوهنځي افتخاري سند او د بلخ پوهنتون د دوکتورا سند يې په افتخاري توګه تر لاسه کړی، دمګړی د تاجکستان په دولتي پوهنتون کې د دوکتورا محصل دی.))
عطا محمد نور د جهاد له دورې وروسته پر ۱۳۷۱لمريز کال په شمال زون کې د جمعيت اسلامي ګوند سياسي او نظامي رييس په توګه، پر ۱۳۷۲لمريز کال په بلخ کې د ۷نمبر قول اردو د قوماندان په توګه او پر ۱۳۷۷لمريزکال د شمال زون عمومي نظامي او سياسي مسوول او د افغانستان د اسلامي دولت د رهبرۍ د عالي شوار د غړي په توګه دندې تر سره کړې دي.دري يې مورنۍ ژبه ده ، خو په پښتو هم لږ پوهيږي.