۷- مولوي محمود دانشجو
انتخابي سناتور
مولوی محمد دانشجو د محمد بنياد زوی ، چې په ۱۳۵۰ لمريز کال کې د بلخ ولايت په كشنده ولسوالۍ کې زېږېدلی دی، زده كړې يې په ديني علومو، فلسفې او رياضی کې تر څوارلسم ټولګي پورې کړې دی. د استاد په توګه يې په رسمي او غير رسمي توګه دنده تر سره کړې ده ، د قومونو ترمنځ د شخړو حل ، د كليو د پراختيا په وزارت كې كاركوونكى ، د بلخ د علماوو د شورا بنسټ ايښودونكى او د نوموړې شورا د بهرنيو اړيكو آمر پاتې شوی دی. د شوروي د سره پوځ پروړاندې په جهاد كې يې ګډون کړی او دافغانستان د اسلامي جمعيت د ګوند غړى دی.
د اړيكو شمېرې : ۰۷۷۴۳۳۱۰۹۲ او ۰۷۹۷۴۷۵۷۹۷
۸- حاجی عبدالمجيد
انتخابي سناتور
حاجی عبدالمجيد د حاجی عوض زوی، چې په ۱۳۴۹ لمريز کال کې د بلخ ولايت د شورتپې په ولسوالۍ کې زېږېدلی، تر نهم ټولکي پورې يې زده کړې کړې دي او د ملي پيوستون رييس پاتې شوی دی.
د اړيكو شمېرې : ۰۷۷۴۰۳۲۰۰۰ او ۰۷۷۹۹۷۳۷۵۹
۸۴- فريده کوچۍ
انتصابي سناتوره
فريده کوچۍ د غلام محمد لور ده ، چې په ۱۳۴۳ لمريز کال کې د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې زېږېدلې او تر شپږم ټولګي پورې يې زده کړې کړې دي.
د اړيكو شمېرې : ۰۷۷۱۰۴۶۴۹۰ او ۰۷۹۳۵۳۵۲۲۷