۱- انجمن ازاد نويسندګان بلخ:
انجمن ازاد نويسندګان بلخ، له ۱۳۵۶لمريز راهيسې په دغه ولايت کې په ادبي فعاليتونو بوخته ټولنه ده، چې هره اونۍ په مزارشريف ښار کې ادبي ناستې لري. دمګړۍ د دغه انجمن مشر د بلخ د اطلاعات او فرهنګ ريس صالح محمد خليق دی.
۲- کانون فرهنګي مولانا جلال الدين محمد بلخي:
دغه کانون له ۱۳۶۰لمريز څخه په بلخ ولايت کې فرهنګي او ټولنيز فعاليتونه کوي، چې تر دې دمه لسګونه غړي لري. اوسمهال د دغه فرهنګي کانون مشر محمد عمر فرزاد دی.
۳- خانه مولانا:
خانه مولانا ( مولانا کور ) د عطا محمد نور په مشرۍ په ۱۳۸۵ لمريز کې جوړ شو. دغه مرکز فرهنګي او ټولنيز فعاليتونه کوي، چې مرکز يې په مزارشريف ښار کې دی.
۴- د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګه:
د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګه له ۱۳۸۳ لمريز راهيسې په دغه ولايت کې د حاجي عبدالستار اسحق زي په مشرۍ رسمي فعاليت کوي. دغه جرګه د فرهنګي او ټولنيزو فعاليتونو تر څنګ د قومونو تر منځ د شخړو د هواري په اړه وړې جرګې هم جوړوي. د يادې جرګې د رهبري شورا په پرله پسې توګه په هرو پنځلس ورځو کې ناسته کوي.
۵- د افغانستان د شمال خبريالانو ټولنه:
دغه ټولنه له تېر يوه کال راهيسې په مزارشريف ښار کې د شمال زون د مېشتو خبريالانو له خوا رامنځ ته شوې ده. د دغې ټولنې مشر سميع الله غوښتون دی. تر دې دمه دغه ټولنه له ۶۰ تنو ډېر غړي لري.
۶- د بلخ رسنيز کور:
په مزراشريف ښار کې د ميديوتيک په مرسته د بلخ د رسنيز کور په نامه د ژورناليستيکو خدمتونو وړاندې کوونکی مرکز دی. د دغه مرکز مشر رحيمی دی. د ياد مرکز له لارې د مزارشريف خبريالانو ته وخت ناوخته د ژورناليزم د زده کړو په برخه کې کورسونه جوړېږي.
۷- د اريانا افغان د فلم جوړونې موسسه:
د اريانا افغان په نامه د فلم جوړونې موسسه له ۱۳۸۳لمريز څخه په مزارشريف کې هنري فعاليتونه کوي. دغه موسسه د سټېج هنري پروګرامونو د وړاندې کولو ډله هم لري. د دغې موسسې مشر محمد صادق سرمست زاده دی.
۸- موسسه فلم سازي توريا وانا:
د توريا وانا په نامه د فلم جوړنې دغه موسسه له ۱۳۸۶لمريز څخه په مزراشريف ښار کې فعاليت کوی، د دغې موسسې مشر حبيب مصطفی دی، چې په دغه ښار کې په هنري او فرهنګي برخه کې چارې تر سره کوي.
۹- موسسه فلم سازی نګين:
د نګين په نامه د فلم جوړونې موسسه له ۱۳۸۶ لمريز څخه په مزارشريف کې د محمد قيوم رسولي په مشري فعاليت کوي. دغه موسسه په دغه ښار کې په هنري فعاليتونو بوخته ده. نګين د مزراشريف ښار له فعالو هنري موسسو څخه ده.
۱۰- هما د فلم جوړونې موسسه:
 د هما په نامه د فلم جوړونې موسسه له ۱۳۸۶ لمريز څخه د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې هنري فعاليتونه کوي. د دغې موسسې مشر احمد ذکي دی.
۱۱-نور فرهنګي بنسټ:
دغه فرهنګي بنسټ له تېرو اتو کلونو راهيسې په مزراشريف کې د فرهنګي او ټولنيز فعاليتونه کوي. د دغه فرهنګي بنسټ مشر غلام علي رضيايي دی. دغه بنسټ د مزارشريف ښار په مارمل کوڅه کې دفتر لري، چې په کې اوونيزې ناستې هم کوي.
۱۲- بلخ ادبي خوځښت:
بلخ ادبي خوځښت له ۱۳۸۸لمريز راهيسې په مزارشريف ښار کې فرهنګي، ادبي او ټولنيز فعاليتونه کوي. مشر يې ذبيح الله احساس دی، د پسرلي مجلې او د خوشحال بابا کتابتون سربېره په يوشمېر ولسواليو کې هم څانګې لري.
۱۳- مومند بابا ادبي بهير:
په مزارشريف ښار کې د پښتو ژبې د ودې او پالنې په موخه د پښتنو ځوانانو بهير دی. دغه بهير په ۱۳۸۴لمريز کې منځ ته راغلی، چې هره اونۍ ادبي ناستې کوي. دغه بهير لسګونه غړي لري، چې د چارو مسووليت يې  له غلام رسول ملکزي سره دی.
۱۴- بلخ مېرمن ادبي ـ ټولنيز بهير:
په مزارشريف ښار کې د پښتنو نجونو ادبي او ټولنيز بهير دی، چې له ۱۳۸۷لمريز راهيسې هره اونۍ د خپلې ژبې د ودې او پالنې په موخه ادبي ناستې کوي، د دغه بهير غړي تر دې دمه ۱۵ تنو ته رسېږي، چې مشري يې ثاينا ساپۍ کوي.
۱۵- ام البلاد ادبي بهير:
د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د پښتنو ځوانانو ادبي بهير دی، چې هره اونۍ ادبي ناستې کوي. دغه بهير په ۱۳۸۶لمريز کې منځ ته راغلی، چې د چارو مسوول يې استاد غلام بشير ملکزی دی اود پل په نامه مهالنۍ پښتو خپرونه هم خپروي.
۱۶- چهاربولک ادبي بهير:
چهاربولک ادبي بهير په ۱۳۹۲ لمريز کې د بلخ ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د پښتنو ځوانانو له خوا د پښتو ژبې د ودې او پالنې په موخه جوړ شوی دی. دغه بهير اوونيزې ناستې کوي، چې د دغې ولسوالۍ لسګونه ځوانان په کې برخه اخلي.
۱۷- خانه داستان بلخ:
دغه ادبي مرکز له تېرو څلورو کلونو راهيسې په بلخ کې ادبي فعاليت کوي. د دغه مرکز چارې تر ډېره د داستان ليکنې په برخه کې دي، چې د مزارشريف يو شمېر ځوانانو ته يې د داستان ليکنې د زده کړو په برخه کې اسانتيا برابره کړې ده. د ياد مرکز له لارې دوه کاله وړاندې د داستان ليکنې په برخه کې دوه مياشتنۍ ښوونيزه لړۍ هم جوړه شوې وه.
۱۸- د ميرزا الغبيګ فرهنګي مرکز:
دغه فرهنګي مرکز له تېرو شپږو کلونو راهيسې په مزارشريف ښار کې فرهنګي فعاليتونه کوي. د دغه مرکز مشري هدايت الله هدايت کوي.
۱۹- د ظهرالدين بابر علمی او فرهنګي انجمن:
د ظهرالدين بابر په نامه علمي او فرهنګي ټولنه، له تېرو اتو کلونو راهيسې په مزارشريف ښار کې فرهنګي او پوهنيز فعاليتونه کوي، د دغې ټولنې مشر محمد عظيم شاداب دی.
۲۰- بنياد فرهنګي علم و عرفان:
د علم او عرفان په نامه فرهنګي بنسټ د مولوي عبدالرحمان رحماني په مشرۍ له تېرو پنځو کلونو په مزارشريف ښار کې فعاليت کوي. د دغه بنسټ ډېری فعاليتونه د فرهنګي چارو تر څنګ په اسلامي چارو هم څرخي.
۲۱- هنرستان نقشبندي:
د نقشبندي په نامه دغه هنري مرکز له تېرو لسو کلونو په مزارشريف ښار کې هنري فعاليتونه کوي. د دغه مرکز مشر محمد صابر نقشبندي دی. د دغه مرکز فعاليتونه تر ډېره د انځورګرۍ په برخه کې دی، چې تر دې دمه يې لسګونه ځوانان د انځورګرۍ په برخه کې روزلي دي.