VOTER VOICES & DEMANDS

مزارشريف (پژواک ۳۰ غبرګولی ۹۲): د راتلونکو ټولټاکنو په اړه د بلخ له ۸ تنو اوسېدونکو سره  مرکې شوي يو شمېر يې خپل ژوند د تېر  په پرتله ښه ګڼي  او په ټاکنو کې د ونډې اخيستو لپاره  ليواله دي.
 کونډه: د زامنو تعليم ته مې خوشاله يم؛ خو دنده نه شي پيدا کولی

مزارشريف ( پژواک ١۲ غبرګولى ٩٢ ) : د بلخ ولايت اوسېدونکي د کرنيزو اوبو د کمښت، په باراني موسمونو کې د سيلابونو د راوتو له ستونزو سره مخ دي او د دولتي ځمکو د غصب او په ځينو دولتي ادارو کې د فساد له شتون څخه سر ټکوي.
د دغه ولايت د ځينو ولسواليو کروندګر وايي، چې د کرنيزو اوبو د کمښت له امله يې هر کال له نيمې ډېره ځمکه له کر څخه پاتې کېږي.
د بلخ ولسوالۍ د شهاب افغانيه کلي کروندګر سلطان بای، پژواک اژانس ته وويل، چې په ټوليزه توګه د بلخ کروندګر د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.

مزارشريف ( پژواک ۱۸ غبرګولى ٩٢ ) : د بلخ ولايت اوسېدونکي د دغه ولايت له چارواکو څخه راتلونکو ټاکنو کې د ولسواليو د امنيت او د ښار تر څنګ د کليو د هراړخيز پرمختګ غوښتنې کوي.
د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي سربېره پر دې، چې دمګړۍ په دغه ولايت کې امنيت ډاډمن بولي، خو اندېښنه لري، چې د تېرو ټاکنو په څېر به راتلونکو ټاکنو کې هم امنيت خراب شي.
د شولګر ولسوالۍ اوسېدونکي استاد حميدالله پژواک اژانس ته وويل، چې د تېرو ټاکنو په نظر کې نيولو سره اندېښنه لري، چې په راتلونکو ټاکنو کې به هم د دغې ولسوالۍ امنيت ګډوډ شي.