۱- رابعه بلخي راډيو:
دا راډيو په بلخ کې له فعالو راډيو ګانو څخه ده، چې په ۲۰۰۳ کال کې د مبينه ساعي خيراندېش له لوري جوړه او په خپرونو يې پيل وکړ. دا راډيو په شپه او ورځ کې اتلس ساعته خپرونې کوي، چې شاوخوا په اتيا کيلومترۍ کې هم اورېدل کېږي، په بلخ کې يواځينۍ راډيو ده، چې يواځې د ښځو له خوا يې چارې پر مخ وړل کېږي.رابعه بلخي راډيو د حقوقي او سوداګريزو شرکتونو او دفترونو له لوري تمويلېږي، چې ۲۳ تنه په کې کار کوي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۰۰۶۵۶۴۶۴ ـ ۰۷۰۰۵۱۳۵۷۶
برېښليک: [email protected]
۲- ارزو راډيو تلوېزون:
ارزو په بلخ کې له فعالو رسنيو څخه دی، چې په ۱۳۸۵ کال کې د کمال الدين نبي زاده له لوري تاسيس شو. دا ټلوېزون ۲۴ ساعته خپرونې لري، پر بلخ سربېره په کابل، هرات، فارياب، کندوز او بغلان ولايتونو کې هم په عادي انتن ليدل کېږي. ارزو ټلوېزون د شخصي او اعلانونو په پيسو تمويلېږي ، چې د ۲۰ نجونو په ګډون ټولټال ۱۰۶ تنه کارمندان لري.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۰۰۵۰۵۱۲۱ ـ ۰۷۹۹۲۳۴۲۷۰
برېښليک: [email protected]
 ۳- ستاره سحر راډيو تلوېزون:
دغه تلوېزون په بلخ کې له فعالو رسنيو څخه دی، چې د شفيع الله عزيزي او دلاور شاه حيدري له لوري يې بنسټ ايښودل شوی دی. څلورويشت ساعته خپرونې لري او پر بلخ سربېره جوزجان او سرپل ولايتونه يې هم تر پوښښ لاندې راوستي دي. ستاره سحر تلوېزون د اعلانونو او ټولنيزو پروژو پر مټ تمويلېږي، چې څلور تنه کارکوونکی لري. دغه تلوېزون ځانګړې خپرونې نه لري، بلکې لا يې خپرونې سندرې او بهرني فلمونه دي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۹۷۹۹۰۱۴ـ ۰۷۹۹۷۱۹۷۲۳
برېښليک: [email protected]
 ۴- لحظه راډيو تلوېزون:
لحظه په بلخ کې له فعالو رسنيو څخه دی، چې په ۱۳۸۷ کال کې د الحاج محمد ابراهيم غضنفر له لوري رامنځته شو. د دغې رسنې يواځې د راډيو برخه فعاله ده، چې ۲۴ ساعته خپرونې لري، چې د بلخ مرکز او ولسوالۍ يې د پوښښ ساحه ده. لحظه  راډيو تلوېزون څلورويشت تنه کارکوونکي لري او د بنسټګر له لوري تمويلېږي؛ خو لا يې هم د تلوېزون برخې په خپرونو پيل نه دی کړی.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۹۹۵۰۵۵۰۵ ـ ۰۷۹۸۳۴۱۰۴۰
برېښليک: [email protected]
 ۵- مهر راډيو تلوېزون:
دا تلوېزون په بلخ کې له فعالو رسنيو څخه دی، چې په ۱۳۸۹ کال کې د غلام عباس ابراهيم زاده له لوري تاسيس شو. مهر تلوېزون ۱۸ ساعته خپرونې لري، چې يواځې بلخ تر پوښښ لاندې لري. د شلو نجونو په ګډون ۶۵ تنه کارمندان لري او د موسس له لوري تمويلېږي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۹۵۶۰۰۶۰ـ ۰۷۹۹۵۷۴۹۹۸
برېښليک: [email protected]
 ۶- مهربان راډيو تلوېزون:
مهربان راډيو تلوېزون د بلخ له فعالو رسنيو څخه ده، چې له تېرو دوو کلونو يې خپرونې پيل کړې دي. د امتياز خاوند يې حاجي محمد نادر دی. د دې رسنۍ د تلوېزون برخې په ۱۳۹۲کال کې په ازمايښتي خپرونو پيل کړی دی.
د اړيکو شمېره: ۰۷۰۰۴۸۴۷۳۱
[email protected]
۷- ميترا راډيو تلوېزون:
ميترا رسنۍ په ۱۳۹۲لمريز کال، کې په خپرونو پيل کړی. د امتياز څښتن يې عطا محمد نور او اجرائيوي رييس يې عبدالجبار اريايي دی. دغه تلوېزون لا هم په سمه توګه خپرونې نه دي پيل کړي؛ خو ځينې سپورټي او ټولنيزې خپرونې لري. د امتياز څښتن له لوري تمويلېږي.
د اړيکو شمېره: ۰۷۹۰۹۰۷۳۳۳
۸- باند راډيو:
دا راډيو په بلخ کې له فعالو راډيوګانو څخه ده ، چې د احمد فرهاد بلخي له لوري په ۱۳۸۹ کال کې رامنځته شوه. په شپه او ورځ کې شل ساعته خپرونې لري، چې يواځې په بلخ کې اورېدل کېږي. دا راډيو د ۱۲ نجونو په ګډون شل تنه کارکوونکي لري، او د راډيو مالي لګښت د اعلانونو له لارې پوره کيږي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۸۶۵۲۸۷۸۷ ­ـ ۰۷۹۹۲۶۹۰۰۹
برېښليک: [email protected]
 ۹- کام تلوېزون:
دغې رسنۍ په ۱۳۹۱لمريزکال کې په خپرونو پيل کړی، چې لا يې هم خپرونې ازمايښتي دي. دم ګړۍ د سندرو او بهرنيو فلمونو د خپرونو تر څنګ يوه نيمه اجتماعي خپرونه هم لري. د امتياز خاوند يې فرهاد بلخي دی او موسی زی يې مسوول مدير دی.
د اړيکو شمېره: ۰۷۹۶۶۶۰۰۰۱
۱۰- د بلخ ملي راډيو تلوېزون:
ملي راډيو تلوېزون د بلخ ولایتي دولتي ټلوېزون دی، چې د کابل مرکزي ملي تلوېزون د خبرونو تر څنګ خپلې خپرونې هم لري، چې ۳۰ تنه کارکونکي لري.
د اړيکو شمېره: ۲۰۰۲۰۱۴--۲۰۰۲۲۹۶
۱۱- پامير راډيو:
دغې رسنۍ د شمال زون د پوليسو د عمومي قوماندانۍ د ۳۰۳ پامير زون په امتياز په ۱۳۹۱لمريز کال کې خپرونې پيل کړې دي. لس کارکوونکي لري، چې ډېری خپرونې يې د امنيتي ځواکونو پر فعاليتونو څرخي. مسوول مدير يې لعل محمد احمدزی دی.
د اړيکو شمېره: ۰۷۰۷۰۰۶۹۶۹ 
۱۲- سبز راډيو:
سبز راډيو د مبينه ساعي خيراندېش له لوري په ۱۳۸۸ کال کې جوړه او په خپرونو يې پيل وکړ. دغې راډيو د سهار له شپږو بجو نه د شپې تر اتو بجو پورې خپرونې کولې، چې د بلخ ولايت يې د پوښښ سيمه ده؛ خو له تېر يو کال څخه يې خپرونې بندې شوې دي.سبز راډيو  د اعلانونو او امتياز خاوند له لوري تمويلېږي، چې د اتو نجونو په ګډون ۲۰ تنه په کې کار کوي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۸۷۸۸۲۰۷۲ ـ ۰۷۰۰۵۱۳۵۷۶
برېښليک: [email protected]
 ۱۳- ما راډيو:
دا راډيو په بلخ کې له فعالو راډيو ګانو څخه ده، چې په ۱۳۹۰ کال کې د شفيق الله شفيق له لوري جوړه شوه. د سهار له ۵ بجو نه د شپې تر ۱۱ بجو پورې خپرونې کوي. چې په مرکز او ولسواليو کې اورېدل کېږي. ما راډيو د بنسټګر له لوري تمويلېږي او ۲۵ تنه کارمندان لري.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۷۱۲۴۱۵۰ ـ ۰۷۹۳۴۱۰۱۰۷
برېښليک: [email protected]
 ۱۴- نوبهار را‌ډيو:
دا راډيو په بلخ کې هم يوه له فعالو راډيو ګانو څخه ده، چې د ډاکټر فهيم له لوري په ۲۰۰۴ کال کې يې په خپرونو پيل وکړ. ياده راډيو د سهار له ۶ بجو نه د شپې تر ۱۲ بجو پورې خپرونې کوي، چې کابو دېرش کيلومتره لرې هم اورېدل کېدای شي. د امتياز خاوند او اعلانونو له لارې تمويلېږي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۷۸۸۱۹۲۴۸ ـ ۰۷۰۰۵۰۱۵۲۱
برېښليک:  [email protected]
۱۵- راډيو نسل نوين:
دغې رسنۍ په ۱۳۸۸لمريز کې په خپرونو پيل کړی، چې د خبري معلوماتو تر څنګ يې ډېری خپرونې، اجتماعي، او ادبي دي. د امتياز څښتن يې خسرو احمدي دی او مرتضی احمدي يې مسوول مدير دی. په دغه رسنۍ کې ۱۰ تنه کار کوي.
اړيکې: ۰۷۰۷۰۳۱۰۸۲
۱۶- بيان راډيو:
په بلخ کې له فعالو رسنيو څخه ده، چې د ايساف له خوا خپرونې کوي، د دغې رډايو مسوول مدير حفيظ مجيدي دى،دغه راډيو د بلخ ولايت سربېره د شمال نورو ولايتونو هم تر پوښښ لاندې راولي.
د اړيکو شمېره: ۰۷۹۸۹۹۹۹۴۱
۱۷- بيدار اونيزه:
دا اونيزه په بلخ کې يوه له فعالو اونيزو څخه ده، چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت له لوري په ۱۳۰۰ لمريز کال کې تاسيس شوې ده.
دا اونيزه هره اونۍ د ۵۰۰ ګڼو په شمېر کې چاپېږي، چې په بلخ سربېره يوشمېر نورو ولاياتو ته هم استول کېږي. بيدا اونيزه د بلخ د اطلاعاتو او کولتور رياست له لوري تمويلېږي، چې لس تنه په کې په کار بوخت دي.
د اړيکو شمېرې: ۰۵۰۲۰۰۲۴۷۴ ـ ۰۷۰۰۵۱۱۰۶۲ 
۱۸- يلدوز پنځلس ورځنۍ:
يولدوز پنځلس ورځنۍ خپرونه ده، چې د قومونو او قبايلو وزرات له خوا له ۱۳۵۷لمريز څخه يې خپرونې پيل کړي، خو په دې وروستيو کې خپرنيز تګ يې ټکنی شوی دی. د دغې خپرونې وروستی مسوول مدير نورالله صميم و.
اړيکې: ۰۷۰۰۵۱۵۱۵۳
۱۹- بلخ درې مياشتنۍ مجله:
بلخ مجله د بلخ پوهنتون له خوا له ۱۳۶۸لمريز کال څخه چاپېږي. دغه مجله په هرو درې مياشتو کې په ۵۰۰ تېراژو کې چاپېږي، چې مسوول مدير يې محمد صادق عصيان دی، په دغه خپرونه کې د بلخ پوهنتون محصلين او استادان کار کوي، چې ډېری مطالب يې د همدې پوهنتون د محصلينو او استادانو دي.
د اړيکو شمېره: ۰۷۹۹۳۴۴۲۳
۲۰- پرچم ازادي مياشتنۍ:
دغه رسنۍ له ۱۳۸۱لمريز څخه د حوزه انتشارات شمال په امتياز خپرونې کولې، چې په دې وروستيو کې د چاپ چارې يې ټکنۍ شوې دي. دغه رسنۍ په ۵۰۰ تېراژ کې په هره مياشت کې چاپېدله. د دغې رسنۍ وروستی مسوول مدير عبدالغفار ايماق و.
د اړيکو شمېره: ۰۷۹۹۵۷۲۹۶۶
۲۱- صدای معارف مياشتنۍ خپرونه:
دغې رسنۍ له ۱۳۸۲لمريز څخه د بلخ ولايت د پوهنې رياست له خوا په چاپ پيل کړی دی، اوس هم له يو څه ټکني توب سره چاپېږي، د دغې خپرونې ډېری مطالب د همدې رياست د کارکوونکو له خوا برابريږي، چې د پوهنې په اړه وي. د يادې خپرونې مسوول مدير اختر محمد دی.
د اړيکو شمېره: ۰۷۰۰۰۰۲۹۳۵
۲۲- بلخ امروز مياشتنۍ خپرونه:
بلخ امروز له ۱۳۸۷لمريز څخه په خپرونو پيل کړی دی، په دغه خپرونه کې پنځه تنه کار کوي، چې د مزارشريف ښار اړوند سوداګريز اعلانونه پکې خپرېږي، د دغې خپرونې ډېری محتوا په سوداګريزو خبرتياوو باندې څرخي. د امتياز خاوند يې محمد فهيم جمشيد او مسوول مديره يې فريده رستم خېل ده.
د اړيکو شمېره: ۰۷۷۳۶۴۵۵۷۶
۲۳- روشنايي درې مياشتنۍ خپرونه:
دغه مجله له تېرو ۷ کلونو راهيسې په مزار شريف کې خپرونې کوي، د روشنايي مجلې د امتياز څښتن انجمن چشم پګاه دی او ډاکټر مرتضی فرهمند يې مسوول مدير دی. په ياده مجله کې ډېری ديني، اسلامي او اخلاقي موضوعات خپرېږي.
د اړيکو شمېره: ۰۷۹۹۱۹۵۱۷۵
۲۴- يادګار اونيزه خپرونه:
يادګار اونيزه خپرونه هره اونۍ له مزار شريف څخه خپرېږي. په دغه اونيزه کې ډيری د اونۍ پر مهمو مسايلو ليکنې او شننې خپرېږي. د يادګار د امتياز څښتن او مسوول مدير عبدالقادر مصباح دی او مرکزي دفتر يې په مجتمع هاشم برات کې دی. يادې اونېزې په ۱۳۸۶ کې په خپرونو پيل کړی، چې اوس مهال ۴ تنه پکې کار کوي.
د اړيکو شمېره: ۰۷۰۰۵۱۰۱۹۶ ـ ۰۷۹۹۱۸۸۰۷۱
۲۵- عياران بلخ مياشتنۍ خپرونه:
د عياران بلخ مياشتنۍ خپرونې د امتياز څښتن ډاکټر محمد ياسين مقيم او مسوول مدير يې محی الدين رهنورد دی. دغې خپرونې په ۱۳۸۸ کې په خپرونو پيل کړی، چې تر ډېره پکې فرهنګي او اجتماعي موضوعات خپرېږي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۸۶۹۱۸۱۳۳
۲۶- سادات مياشتنۍ خپرونه:
سادات مياشتنۍ خپرونې ۵ کاله وړاندې په مزار شريف ښار کې په خپرونو پيل کړی، چې تر ډېره ادبي او اجتماعي موضوعات پکې خپرېږي. د دغې مياشتنۍ خپرونې د امتياز څښتن انجمن اجتماعي سادات دی او سيد نقيب الله احرار يې د مسوول مدير په توګه دنده ترسره کوي. د سادات مياشتنۍ خپرونې مرکزي دفتر د روضې لوېديځ لور ته په مزار مهمانسرا کې دی.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۰۰۵۴۴۴۱۲
۲۷- ارتقای نوين مياشتنۍ خپرونه:
د ارتقای نوين مياشتنۍ خپرونې د امتياز څښتن او مسوول مدير عبدالکريم بلخي دی، چې له مزار شريف ښار څخه د مياشتنۍ مجلې په توګه خپرونې کوي. په ارتقای نوين خپرونه کې ډېری د تکنالوژۍ او معلوماتي مطالب خپرېږي. دغه له ۱۳۸۶ څخه په مزار شريف کې خپرونې کوي. مرکزي دفتر کې به مجتمع هاشم برات دی.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۷۲۱۲۲۳۲۸
۲۸- اميد همزيستی مياشتنۍ خپرونه:
اميد همزيستي خپرونه له ۱۳۸۸ کال راهيسې په مزار شريف ښار کې خپرونې کوي. د دغې مجلې د امتياز څښتن او مسوول مدير سيد محمد يزدان پرست دی. دغه مجله د هغو کسانو لپاره مطالب نشروي، چې د سترګو له نعمت څخه بې برخې وي او ډېری پکې د معيوبينو لپاره د تشويق او زده کړې مطالب خپرېږي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۹۸۱۰۲۱۰۲
۲۹- عقاب مياشتنۍ خپرونه:
عقاب مياشتنۍ خپرونه له تېرو ۴ کلونو راهيسې په مزار شريف کې خپرونې کوي. د دغې مجلې مسوول مدير سراج الدين اشکار دی. په دغه مجله کې ډېری سوداګريز او د بازار موندنې مطالب خپرېږي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۹۴۴۴۶۰۰۶
۳۰- اطلاعات بازار مياشتنۍ خپرونه:
اطلاعات بازار اقتصادي مجله له تېرو دوه کلونو راهيسې په مزار شريف کې خپرونې کوي. د دغې خپرونې د امتياز څښتن محمد صبور زارع او مسوول مدير يې سيد حسن حبيبي دی. دغه خپرونه د بازار موندنې او اقتصادي تبليغاتو په برخه کې خپرونې کوي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۷۴۶۵۶۷۴۳
۳۱- نوی خط اونيزه:
دا اونيزه د بلخ له فعالو رسنيو څخه ده، چې د ځوانانو د ملي نهضت له لوري په ۱۳۹۰ کال کې تاسيس شوې ده. دا اونيزه هره اونۍ د ۸۰۰۰ ګڼو په شمېر چاپ او پر بلخ سربېره يوشمېر نورو ولاياتو کې هم وېشل کېږي.نوی خط اونيزه د ځوانانو د ملي نهضت له لوري تمويلېږي، چې ۵ تنه په کې به دنده بوخت دي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۹۹۰۷۷۲۶۲۱ ـ ۰۷۰۰۵۰۱۵۲۱
برېښناليک: [email protected]
۳۲- عصر نو ورځپاڼه:
عصر نو په اونۍ کې درې ورځې چاپېدونکې ورځپاڼه ده، چې په بلخ کې له فعالو چاپي خپرونو څخه ده، چې په ۱۳۸۱ کال کې د سيدحسن صفايي له لوري رامنځته شوې  او هر ځل له زرو نه تر يو نيم ګڼو پورې چاپېږي، چې پر بلخ سربېره په سرپل او جوزجان ولايتونو کې هم وېشل کېږي. دا اونيزه د امتياز څښتن او ګډون ونډې له لارې تمويلېږي، چې ۱۱ تنه په کې کار کوي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۸۷۷۱۰۲۸۲ ـ ۰۷۹۹۳۴۹۷۳۶
برېښناليک:  [email protected]
۳۳- فجر اونيزه:
دا اونيزه په بلخ کې هره اونۍ چاپېږي او يوه فعاله چاپي خپرونه ده، چې شهيد استاد عبدالقادر توانا د فرهنګي بنسټ له لوري په ۱۳۸۷ کال کې رامنځته شوې ده.هره اونۍ د ۲۰۰۰ ګڼو په شمېر کې چاپېږي، چې بلخ، شبرغان، کابل او باميانو ولايتونو کې هم لوستونکي لري. ياده اونيزه د توانا بنسټ له لوري تمويلېږي، چې لس تنه په کې په دنده بوخت دي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۷۴۴۱۷۰۵۱ ـ ۰۷۸۹۴۶۷۰۶۰
برېښناليک:  [email protected]
۳۴- پرتو:
دا خپرونه په مياشتيني ډول په بلخ کې چاپېږي، چې د فرخنده رجبي، مهريه ګوهري او ذکيې خواجه زاده له لوري په ۱۳۸۵ کال کې رامنځته شوې ده. هره مياشت د زر ګڼو په شمېر کې چاپېږي او د بلخ په ګډون په کابل او هرات کې هم وېشل کېږي. خو دغه خپرونه له تېرو دوه کلونو نه ده چاپ شوې.پرتو خپرونه د مسوولينو له لوري تمويلېږي او ۱۵ تنه په کې په دنده بوخت دي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۰۸۵۲۹۰۲۰
برېښناليک:  [email protected]
۳۵-  جوانان بلخ:
دا خپرونه هم په مياشتيني ډول چاپېږي، چې په بلخ سربېره يوشمېر نورو شمالي ولايتونو ته هم استول کېږي او د بلخ د ځوانانو امريت له لوري په ۱۳۸۷ کال کې په لومړي ځل چاپ شوې ده. جوانان بلخ هره مياشت دوه زره ګڼې چاپېږي، چې د UNICEF  له لوري تمويلېږي او اوه تنه کارمندان لري.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۹۴۶۹۰۲۵۸
برېښناليک:  [email protected]
 ۳۶-ساوه:
دا مياشتينۍ خپرونه په بلخ کې يوه له فعالو رسنيو څخه ده، چې په ۱۳۸۸ کال کې د ويس الدين نظري له لوري رامنځته شوې او هره مياشت له ۳ زرو نه تر ۵ زرو ګڼو پورې چاپېږي. په هرات، کابل او بلخ کې لوستونکي لري. ياده خپرونه په خپلو سوداګريزو اعلانونو تموېليږي چې شل تنه په کې په دندو اخته دي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۸۶۹۱۸۱۳۳ ـ ۰۷۰۰۵۴۰۴۷۰
برېښناليک:  [email protected]
 ۳۷- صدای بانو:
د ښځو لپاره په بلخ کې چاپېدونکې مياشتينۍ خپرونه ده، چې په ۱۳۸۹ کال کې د عبدالقدوس باختري له لوري رامنځته شوې او هره مياشت د زر ګڼو په شمېر کې چاپېږي.دغه خپرونه د امتياز خاوند له لوري تمويلېږي، چې دمګړۍ ۶ تنه کارمندان لري.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۷۴۴۰۲۹۹۸ ـ ۰۷۸۶۶۸۱۲۲۲
برېښناليک: [email protected]
۳۸-نوای جوان:
دا په بلخ کې په مياشتيني ډول چاپېدونکې د ځوانانو خپرونه ده، چې په ۱۳۸۷ کال کې د سيد مرتضی هاشمي له لوري رامنځته شوې او هره مياشت د زر ګڼو په شمېر کې چاپ او په بلخ کې وېشل کېږي. د امتياز خاوند له لوري تمويلېږي او شپږ تنه کارمندان لري.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۹۸۵۲۲۰۰۶ ـ ۰۷۰۰۷۰۰۸۲۲
برېښناليک:  [email protected]
 
۳۹- سواد چراغ زندګي:
دا مياشتينۍ خپرونه په بلخ کې يوه له فعالو رسنيو څخه ده، چې بلخ د سواد زده کړې د مديريت له لوري په ۱۳۸۶ کال کې تاسيس او هره مياشت زر ګڼې خپرېږي.دغه خپرونه د ANAFEA موسسې له لوري تمويلېږي او لس تنه کارکوونکي لري.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۷۷۵۱۱۲۴۳ ـ ۰۷۰۰۵۱۱۲۴۳
برېښناليک:  [email protected]
۴۰- سيال:
سيال مياشتنۍ خپرونه ده، چې د بلخ ولايت د تربيه معلم د پښتو ځانګې د ښځينه استادانو له خوا چاپېږي. دغې خپرونې په ۱۳۸۹لمريزکال کې په پښتو ژبه په خبرونو پيل کړی، چې هر ځل په۵۰۰ تېراژ کې چاپېږي، د دغې خپرونې د امتياز څښتن د ياد پوهنځي د پښتو څانګې اميره استاد عزيزه جلال او مسوول مديره استاد لطيفه ده. په دغه خپرونه کې د تربيه معلم لس ښوونکي او زده کوونکي کار کوي.
د اړيکو شمېره: ۰۷۹۴۴۲۸۰۵۱
۴۱- پرخه مجله:
دا دوه مياشتينۍ د شمال زون لومړۍ پښتو خپرونه ده، چې د بلخ د عنعنوي اصلاحي جرګې له لوري په ۱۳۸۲ کال کې د لومړي ځل لپاره چاپ او خپره شوه. د بلخ په رسنيو کې يوه فعاله رسنۍ ده، چې هر دوه مياشتې پس د ۱۰۰۰ ګڼو په شمېر کې چاپېږي، چې لګښت يې هم د بلخ د عنعنوي اصلاحي جرګې له لوري ورکول کېږي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۹۹۸۳۳۳۳۸
برېښناليک: [email protected]
۴۲- پسرلی دوه مياشتنۍ مجله:
دا دوه مياشتينۍ خپرونه په بلخ کې يوه له فعالو رسنيو څخه ده، چې په ۱۳۸۴ کال کې د ذبيح الله احساس له لوري رامنځته شوې او په هرو دوو مياشتو کې يو ځل د ۲۰۰۰ ګڼو په شمېر کې په پښتو ژبه خپرېږي. دغه خپرونه پر بلخ سربېره يوشمېر نورو ولاياتو ته هم استول کېږي. پسرلی د امتياز څښتن له لوري تمويلېږي، چې دمګړۍ په کې لس تنه په کار بوخت دي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۹۹۸۳۳۳۳۸
برېښناليک:  [email protected]
 
۴۳- پل خپرونه:
پل مياشتنې خپرونه ده، چې د له ۱۳۹۱لمريز کال څخه د بلخ ولايت له بلخ ولسوالۍ څخه د بلخ ادبي خوځښت په امتياز په په پښتو ژبه په خپرونو پيل کړی، مسوول مدير يې غلام بشير ملکزی دی، چې هر ځل په ۱۰۰۰ تېراژ کې چاپېږي. په دغه خپرونه کې شپږ کسان کار کوي.
د اړيکو شمېره: ۰۷۰۰۵۵۰۵۰۸
 ۴۴- بلهيکا مجله:
دا مجله چې په بلخ کې له فعالو مجلو څخه ده، په ۱۳۸۹ کال کې د محمد شراف له لوري رامنځته شوه، چې هره مياشت د پنځو زرو ګڼو په شاو خوا کې چاپېږي، چې په بلخ سربېره کابل،هرات او ننګرهار ولايتونو ته هم ځي.بلهيکا مجله د امتياز څښتن له لوري تمويلېږي او دمګړۍ په کې ۱۲ تنه په کار بوخت دي.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۹۸۹۴۹۲۹۱
برېښناليک: [email protected]