بلخ د افغانستان د شمال له مهمو ولايتونو څخه دی، چې د هېواد په کچه په لومړۍ درجه ولايتونو کې حساب دی. د دغه ولايت مرکز، مزارشريف ښار د سوداګريز او سياسي ارزښت له مخې د شمال د مرکزي ښار حيثيت پيدا کړی دی، چې له کابل ښار څخه د شمال پر لويه لاره د ميمنې او پلخمري ښارونو تر منځ پروت دی.
بلخ ولايت، د ختيځ عرض البلد په ۲۹ درجو او ۳۱ دقيقو او د شمال طول البلد په ۶۸ درجو او ۲۸ دقيقو کې پروت دی. دغه ولايت شمال لور ته، له تاجکستان او ازبکستان هېوادونو سره د افغانستان پوله جوړوي، ختيځ ته يې کندوز او سمنګان ولايتونه، لوېديځ ته يې جوزجان ولايت او سوېل ته يې سرپل او سمنګان ولايتونه پراته دي.
د بلخ ولايت د مرکزي احصايې د ادارې له مخې، د دغه ولايت پراخوالى ۱۶۸۴۰ كيلومتره مربع او د (UNFPA) دفتر د معلوماتو له مخې، ۱۶۱۸۶ کيلومتره مربع ښودل شوی، چې د ټول هېواد ۲،۸۴ سلنه پراخوالی جوړوي. د وګړو شمېر يې په ۱۳۹۰ل، كال کې د مرکزي احصايې ادارې د معلوماتوله مخې، ۱۲۱۹۲۰۰ تنه، اټكل شوى، چې ۶۶ سلنه يې په کليو او ۳۴ سلنه يې په ښارونو کې مېشت دي. بلخ ولايت د اقليم له مخې په اوړي کې په پوره توګه تود او په ژمي کې يې هوا ډېره سړېږي. د پسرلي موسم يې په عمومي توګه مرطوب او باراني وي، چې د تودوخې درجه يې تر ۴۳ سانتي ګراد پورې رسېږي؛ خو په ژمي کې ډېره سړه هوا لري، چې د سلواغې مياشت کې د تودوخې درجه يې (۲ـ) سانتي ګراد ته ښکته کېږي.
بلخ ولايت په ولسي جرګه کې ۱۱ وکيلان او په مشرانو جرګه کې دوه  استازي لري، همداراز د دغه ولايت ولايتي شورا د رييس، مرستيال او يوه منشي په ګډون ۱۹ غړي لري.
د ولسي جرګې غړي: محمد فرهاد عظيمي، ډاکټر ګلالي نور ساپۍ، برېښنا ربېع، صیفوره نيازی، علم خان ازادي، محمد اسحق رهګذر، حاجي محمد عبده، مولوي عبدالرحمان رحماني، اسدالله شريفي، عباس ابراهيم زاده او احمد شاه رمضان.
د مشرانو جرګې غړي: مولوي دانشجو او حاجي عبدالمجيد
د ولايتي شورا غړي: ډاکټر محمد افضل حديد (ريس)، محمد عباس اخلاقي (مرستيال)، شکېبا شکېب (منشي) په ګډون ۱۹ غړي لري.
ولسوالۍ:
بلخ ولايت د اداري وېش له مخې، د مزارشريف ښار او حيرتان بندر سربېره ۱۴ولسوالۍ لري: نهرشاهي، دهدادي، بلخ، دولت اباد، چمتال، شولګر، چهاربولک، کشنده، زارې، چارکنت، شورتپه، کلدار، مارمل او خلم دي. بلخ د افغانستان له هغو ولايتونو څخه دی، چې نږدې ټول ياد قومونه په کې ژوند کوي. ازبک، هزاره، پښتون او تاجک په کې ډېر اباد دي؛ خو تر څنګ يې ايماق، بلوڅ، عرب او نور واړه قومونه هم ژوند کوي.
د اوبو بندونه:
په بلخ ولايت کې د اوبو دوه حوزې شته دي، چې دواړه حوزې د دغه ولايت له سوېلي خوا او غريزو سيمو څخه د اوبو سرچينه اخلي. لومړۍ حوزه: د کشندې- دولت اباد د اوبو حوزه (د بلخ حوزه):
دغه حوزه د بلخ ولايت لوېديځه خوا يعنې، کشندې، زارې، شولګر، چارکېنت، دهدادي، چمتال، چهاربولک، بلخ، نهرشاهي  او دولت اباد ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راولي. له دغې حوزې څخه د ځمکو د خړوب يوولس بندونه يا نهرونه سرچينه اخلي: بلخ نهر، سياګرد نهر، مشتاق نهر، عبدالله نهر، چمتال نهر، دولت اباد نهر، چهاربولک نهر، فيض اباد نهر، اقچه نهر، امام نهر او شاهي نهر. دويمه حوزه: د خلم حوزه:
د خلم حوزه د بلخ ولايت په ختيځ کې ده، چې له سمنګان ولايت څخه سرچينه اخلي او د خلم ټوله ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راولي، چې دوه عمده کانالونه په کې دي: ختيځ نهرونه او لوېديځ نهرونه.
کولتور:                                                                                                              
بلخ د خپلې تاريخي، علمي او فرهنګي مخينې سربېره، اوس مهال هم د هېواد او سيمې په کچه په فرهنګي او علمي حوزو کې شمېرل کېږي. د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې د بلخ پر ځمکه زردشت، يما، جلال الدين محمد بلخي، رابعه بلخي، ناصر خسرو بلخي، ابن سينا، دقيقي بلخي او نورو علمي او فرهنګي شخصيتونو ژوند کړی، چې خورا فرهنګي او علمي کارونه يې تر سره کړي دي، خو په معاصره دوره کې پر ۱۳۰۰ لمريز کال د بيدار په نامه د دولتي خپرونې په چاپېدو سره په کې فرهنګي هلې ځلې په رسمي بڼه پيل شوې. بلخ ولايت کې اوس مهال زيات شمېر فرهنګي ټولنې شته لکه، انجمن نويسندګان بلخ، خانه داستان بلخ، بلخ ادبي خوځښت، کانون فرهنګي مولانا جلال الدين محمد بلخي، وزير محمد ګل خان مومند ادبي بهير، بلخ مېرمن کلتوري او ټولنيز بهير، خانه مولانا، موسيسه فلم سازي اريانا افغان، موسسه فلم سازي توريا، موسيسه فلم سازي نګين، موسسه فلم سازی هما، بنياد فرهنګي نور، ام البلاد ادبي بهير، چهاربولک ادبي بهير، انجمن فرهنګي ميرزا الغبېګ، انجمن علمي و فرهنګي ظهيرالدين بابر، مرکز فرهنګي علم و عرفان، انجمن فرهنګي تحليګران او هنرستان نقشبندي. دغه ټولنې، اوونيزې او مياشتنۍ ناستې کوي، چې د دغه ولايت ډېری ځوانانو ته يې د ادب په برخه کې د روزنې ښه زمينه برابره کړې ده. همداراز د يادو ټولنو له لارې زيات شمېر شاعرانو او ليکوالانو ته د خپلو اثارو د چاپېدو زمينه هم برابره شوې ده، چې د هر کال په اوږدو کې سلګونه کتابونه چاپېږي. د يادو ټولنو له لارې د کال په اوږدو کې علمي سيمينارونه، مشاعرې او دوديز پروګرامونه جوړېږي.
که څه هم له پخوا وختونو بلخ، په افغانستان کې د دري ژبې او ادب د ودې او پرمختګ مهمه فرهنګي حوزه پاتې شوې؛ خو د ولسمشر حامد کرزي د دورې له پيله په بلخ ولايت کې د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ لړۍ هم پيل شوه. پر ۱۳۸۲ کال د پرخې په نامه د لومړۍ پښتو چاپي خپرونې له خپرېدا سره دغه لړۍ پيل شوه، چې پر ۱۳۸۴ کال د مومند بابا ادبي بهير په نامه د پښتنو فرهنګيانو لومړۍ ادبي ټولنه رامنځ ته شوه او په همدې کال د پسرلي په نامه دويمه پښتو مجله، چې سياسي مطالب خپروي، هم په خپرېدا پيل وکړ. اوس په مزارشريف ښار کې د بلخ ادبي خوځښت په نامه د پښتو ژبې د پالنې مهم مرکز هڅې کوي، چې د ځوانانو تر څنګ په کې نجونې هم غړيتوب لري، چې  د خوشال خان خټک په نامه يې په دې وروستيو کې د شمال په کچه لومړى پښتو عامه کتابتون هم پرانېست. د بلخ ولايت د فرهنګي او دوديزو هڅو په لړ کې په دغه ولايت کې د هر کال د وري په لومړۍ نېټه په رسمي او ولسي توګه د اريايي جشن نمانځنه د افغانستان او سيمې په کچه په فرهنګي او دوديزو مېلو کې شمېرل کېږي. دغه ميله، د يو لړ دولتي مراسمو په ترسره کولو پيل کېږي، چې په ترڅ کې يې د حضرت علي کرم الله وجهه پر مزار د سخي صېب په نامه جنډه درول کېږي. اريايي جشن څلوېښت ورځې دوام کوي، چې په ترڅ کې يې د اطلاعات او فرهنګ رياست تر څنګ د دغه ولايت فرهنګي ټولنې بېلابېل ادبي، هنري او صنعتي پروګرامونه جوړوي. په دغه مېله کې د هېواد او له هېواده بهر په زرګونو خلک برخه اخلي، چې په ۱۳۹۲ کال جشن کې نږدې يو ميليون تنو برخه اخيستې وه. دغه راز په ياد ولايت کې په بېلابېلو برخو کې زيات شمېر کورسونه او علمي موسسې، په ځانګړې توګه د خطاطۍ، انځورګرۍ، فلم جوړونې، په فلم کې د کار کولو او د موسيقۍ کورسونه هم شته، چې په سلګونه ځوانان اوس مهال په کې زده کړې کوي. په بلخ  کې  د دنبورې او غيچکې غږول په کې د محلي موسيقۍ په توګه ډېر دود دي؛ خو د نوې ټيکنالوجۍ او پرمختګ سره په کې د محلي موسيقۍ رنګ يو څه تت شوی دی. دغه موسيقي يواځې تر مېلو او کليوالي ودونو پورې رالنډه شوې ده؛ خو تر څنګ يې اتڼ، چې د هېواد په کچه ملي نڅا شمېرل کېږي، په وروستيو څو کلونو کې د دغه ولايت د پښتنو تر څنګ په نورو قومونو کې هم د عامېدو په حال کې دی.
کتابتونونه:
په بلخ ولايت کې شاوخوا ۶۰ کتابتونونه شته. د مولانا خسته کتابتون، چې پر ۱۳۴۵ کال د اطلاعات او فرهنګ رياست په چوکاټ کې رامنځ ته شوی، د دغه ولايت لومړی کتابتون ګڼل کېږي. دغه رياست سربېره پر دې د خلم په نامه کتابتون هم لري. د بلخ ولايت مشهور او غني کتابتونونه، د بلخ پوهنتون کتابتون، د شمال زون د بشر د حقوقو خپلواک کمېسون کتابتون، د اسديه مدرسې کتابتون، خاتم الانبيا کتابتون، دقيقي بلخي کتابتون او په دې وروستيو کې د پښتو کتابونو لرونکى يواځينى کتابتون - خوشال بابا کتابتون دی، چې  پښتو ادب د پراختيا مرکز- بلخ ادبي خوځښت له خوا په ۱۳۹۱ کال  کې جوړ شو. سربېره پر دې د دغه ولايت ډېری دولتي او خصوصي ښوونځي او پوهنتونونه هم کتابتونونه لري.  له تېرو دوه کلونو راهيسې د اطلاعات او فرهنګ رياست او د دغه ښار د کتابونونو په مرسته د کتاب او لوستنې اونۍ هم پيل کېږي، چې په ۱۳۹۲ کال کې د غويي په ۲۶مه، پيل شوه.
تاريخي ابدې:
بلخ ولايت، چې څه باندې ۶۰۰۰ کلن او له اسلام څخه مخکې تاريخ لري، په کې زيات شمېر تاريخي سيمې او تاريخي ابدې شته؛ خو ورته د نه پاملرنې او ور اوښتو طبيعي زيانونو له امله ډېرې ابدې او تاريخې سيمې يې مخ په خرابېدو او يا هم بيخي د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي. د بېلګې په توګه د نړۍ مهمه لرغونې سوداګريزه لار ((وريښمو لار)) د بلخ له سينې تېره شوې وه، چې سوېل لور ته هند، له لوېديځه ايران او له ختيځ څخه چين ته تېره شوې وه، چې زرګونه سوداګريز کاروانونه پرې تېرېدل، د دغې لارې نښې اوس هم په بلخ کې شته دي. بلخ، چې د خپلې تاريخي مخينې له امله د نړۍ د دويم ښار لقب هم ورکړل شوی، لا هم په کې هغه نښې نښانې د تاريخي ابداتو په توګه پاتې دي، چې د دغه ولايت د څو زره کلن تاريخ شاهدي ورکوي. په بلخ ولايت کې تاريخي ابدې شته ، چې په دې وروستيو کلونو کې يې يو شمېر رغول شوي؛ خو لا زياتې د له منځه تلو تر بريده د نړېدو له ګواښ سره مخ دي. د بېلګې په توګه د بلخ ولايت د ځينو تاريخي ابدو يادونه کوو:
د حضرت علي کرم الله وجهه مزار،د بلخ بالا حصار، د بلخ د ښار دېوالونه، د خواجه اکاشا مزار، د زرګرانو غونډۍ د تخته پل کلا، د بابا علي شېر غونډۍ، د خواجه ابو نصرپارسا جومات، د بابر کلا، د زاديان منار، نه ګنبد جومات يا حج پياده، عياران برج، د نوبهار اتشکده، شهر بانو، د جهان نما ماڼۍ او باغ، خشتي جومات، چارسو جومات، سپين پل، د عسکر غونډۍ، د خواجه روشنايي مزار، د څلوېښتو نجونو کلا، سالاران غونډۍ، د شاديان دره، بازرک، بهراب، د عياران برج، اب لای غونډۍ، د چارکنت کافر کلا، امام بکري پل، د بابا حاتم اصم مزار، د زين العابدين عقيل مزار، د جمشېد ښار، د مارمل د تيږو خونه او داسې نور.
موزيم:
د بلخ ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست په چوکاټ کې پر ۱۳۱۷ کال موزيم رامنځ ته شو، خو په ۱۳۶۰ لسيزه کې دغه موزيم د جنګي زيانونو د اوښتو له وېرې کابل ته ولېږدل شو، چې هلته هم له جنګونو په امان نه شو، چې اوس يې ډېری اثار له منځه تللي دي. په دغه موزيم کې له اسلام څخه مخکې، د اسلام او د معاصرې دورې اسلامي، تاريخي، فرهنګي او علمي اثار وو. کتابي نسخې، اخمانشيانو او يوناني باختري دورې طلايي سيکې، جنګي اسباب، تورې او ډالونه، لرغوني اثار، لکه سترې سترې تېږې او داسې نور اثار په کې وو. د دغه موزيم د لېږد پر مهال ځينې اثار، چې وزن يې ډېر و؛ په بلخ کې پاتې کړای شوي وو، چې د هغو له ډلې څخه د امير عبدالرحمان خان د دورې د افغانستان د سمنګان ولايت جوړ شوی جنګي توب دی، چې اوس هم د بلخ ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست په انګړ کې ايښی دی. له دې پرته د مزارشريف ښار د حضرت علي کرم الله وجهه مبارکه روضه کې هم يو موزيم شته، چې سلګونه اثار په کې خوندي دي. په دغه موزيم کې هم اسلامي او يو شمېر لرغوني اثار ځای پر ځای شوي دي. د دغه موزيم اسلامي اثار ډېری خپلې روضې پورې اړوند دي، چې وخت ناوخته ورته د مهمو شخصيتونو د ډاليو په توګه سپارلي دي. د بېلګې په توګه په دغه موزيم کې د امير عبدالرحمان د مېرمنې له خوا روضې ته ورکړل شوې پرده لا هم خوندي پرته ده. د بخار د امير سيکې هم په کې دي، چې له روضې څخه د ليدو پر مهال يې د ډالۍ په توګه سپارلې وې. همداراز د دغه موزيم په لرغونو اثار کې د بلخ ولايت له بېلابېلو لرغونو سيمو څخه تر لاسه شوي لرغوني اثار هم پراته دي. لکه خم، څراغ دانې او يو ډول لوښي. 
مشاهير:
بلخ د خپل ۶۰۰۰ کلن تاريخ په اوږدو کې بېلابېل علمي، سياسي، فرهنګي، ادبي او قومي خلک روزلي دي، چې دغه ولايت ته يې نه يوازې د افغانستان په کچه بلکې د نړۍ په کچه شهرت ورکړی دی. په دغه برخه کې د زردشت او د مولانا جلال الدين محمد بلخي نومونو يادونه کولی شو، چې نړيواله شخصيتونه دي. د دغه ولايت د ټولو مشاهيرو يادونه به خورا ستونزمن کار وي؛ خو د بېلګې په توګه د يو څو مشهورو مشاهيرو يادونه يې کوو: زدرشت، يما پاچا، کنېشکا، مولانا جلال الدين محمد بلخي، رابعه بلخي، ناصر خسرو بلخي، دقيقي بلخي، ابن سينا بلخي، ابوشکور بلخي، شهيد بلخي، جامست حکيم، انداني بلخي، علامه سيد اسماعيل بلخي، امير خسرو بلخي، وطواط بلخي، عنصري بلخي، ابومعشر بلخي، فاطمه بلخي، شقيق بلخي، کيقباد بلخي، پروچيستا بلخي، روخسانه بلخي، اشفته باختري، نبي مسکون، واصف باختري، مرحوم اسحق، استاد عبدالصمد جاهد او نور.  
 
رسنۍ:
په بلخ کې رسنيزو فعاليتونو هم د پخوا په پرتله ډېره وده کړې ده، په دغه ولايت کې اوس مهال دولتي او نادولتي د تصويري، چاپي او غږيزو رسنيو شمېر تر ۵۶ پورې رسېږي. په بلخ کې د لومړي ځل لپاره د عليحضرت غازي امان الله خان په دوره (په ۱۳۰۰لمريز کال) کې د بيدار ورځپاڼه له چاپه راووته، چې تر اوسه پورې خپرونې کوي. په دغه ولايت کې د ملي راډيو تلويزيون، چې له کابل څخه په نېغه د خپرونو د ټيلي کاسټ تر څنګ سيمه ييزې خپرونې هم وړاندې کوي، د ولسمشر حامد کرزي د دورې له پيل څخه تر دې دمه زيات شمېر رسنۍ رامنځ ته شوې دي، چې ۱۲ تلويزونونه، ۱۶ راډيوګانې او ۲۸ چاپي رسنۍ له اطلاعات او فرهنګ رياست سره ثبت دي:
تلويزونونه: د بلخ ملي تلويزون، ارزو، مهر، مهربان، کام، عفا، سفير، الماس، رڼا، اسيا، اريانای بلخ او ستاره سحر.
راډيوګانې: رابعه بلخي راډيو، نهاد راډيو، لحظه راډيو، نوبهار بلخ، سبز، نسل نوين، پامير، د بلخ ملي راډيو، ارزو راډيو، ستاره سحر راډيو، بيان راډيو، کليد راډيو، مهر راډيو، رڼا راډيو، بيان راډيو.
چاپي رسنۍ: بيدار، يلدوز، عصر نو، بلخ، پرچم ازادي، معارف، بلخ امروز، پرخه، پسرلی، روشنايي، يادګار، عياران بلخ، بشارت، ارتقای نوين، اميد همزيستي، صدای بانو، صدای ازادي، عقاب، به ياد حق، شهرداري، اطلاعات بازار.د دې تر څنګ زيات شمېر نړيوالۍ  او کورنۍ رسنۍ، چې له کابله خپرونې کوي، په بلخ کې نمايندګي لري. لکه: کورنۍ رسنۍ: شمشاد تلويزون، طلوع، اريانا، ژوندون، راه فردا او تمدن.
نړيوالې رسنۍ: بي بي سي راډيو، ازادۍ راډيو، امريکا غږ اشنا راډيو، امريکا غږ اشنا تلويزون او يو شمېر نورې.
پوهنه:
بلخ ولايت سربېره پر دې، چې تاريخي علمي او فرهنګي اوږده مخينه لري، د ولسمشر کرزي د دورې له پيله تر دې دمه په کې د پوهنې په برخه کې خورا ډېر کار شوی دی. په بلخ ولايت کې ۱۳۹۲ کال د شمېرې له مخې، د پوهنې رياست په چوکاټ کې د دارالمعلمين، انسټيټيوټونو او د سواد زده کړې کورسونو په ګډون ۵۰۴ تعليمي ادارې دي، ۱۰۱۹۹رسمي ښوونکي لري، چې ۵۹۷۴ يې نارينه او ۴۲۲۵ يې ښځينه دي. سربېره پر دې ۱۴۵۸ قراردادي  ښوونکي هم لري. په دغو تعليمو ادارو کې ۵۴۰۱۷۸ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۳۱۱۳۶۶ هلکان او ۲۲۸۸۱۲ نجونې دي. سربېره پر دې، په ۱۳۹۲ل، کال کې ۵۹۰۰۰ جديد شمول زده کوونکي لري. د بلخ پوهنتون، چې د هېواد له لومړنيو پوهنتونونو څخه دی، محصلين په کې په لوړو زده کړو بوخت دي، چې ۴۴۴۲ يې هلکان او ۱۴۰۱ يې نجونې دي، چې د دغه پوهنتون په ادبياتو، ژورناليزم، حقوق او سياسي علوم، طب، کرنه، اقتصاد، انجينري، شرعيات او کمپيوټر ساينس پوهنځيو کې لوړې زده کړې کوي. په بلخ کې له دولتي پوهنتون سربېره لسګونه، د لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسې هم فعاليت کوي، چې د محصلينو شمېر يې تر ۲۰۰۰۰ پورې رسېږي.
صنعت:
بلخ ولايت د صنعت په برخه کې د قالينو په توليد کې د هېواد په کچه ځانګړی ځای لري. د دغه ولايت له مرکز مزارشريف سربېره په کلدار او شورتپه ولسواليو کې دغه صنعت ډېره وده کړې ده. په بلخ ولايت کې نږدې ۱۰۶ شرکتونه د قالينو د اوبدلو او سوداګرۍ په چارو بوخت دي. په دغه ولايت کې نږدې ۲۰۰۰۰ تنه د قالينو د اوبدلو له لارې د ژوند اړتياوې پوره کوي. په بلخ کې د غالۍ اوبدنې تر څنګ د مسګرۍ صنعت هم د ياد وړ دی؛ خو په وروستيو څو کلونو کې دغه صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی. همداراز په دغه ولايت کې زرګري، خامکدوزي، مرۍ دوزي، غاړکۍ جوړونه، ښځينه جامې، د کور زينتي سامانونه له مهمو صنعتونو څخه دي، چې ډېری يې د ښځو له لوري تر سره کېږي. د مزارشريف ښار سربېره، د دغه ولايت هغه ولسوالۍ، چې ښار ته نږدې پرتې دي، نهرشاهي، دهدادي او بلخ ولسواليو کې د ښځو له لوري صنعتي کارونه ډېر تر سره کېږي. همداراز په دغه ولايت کې په تېرو کلونو کې د قرقل خولۍ پر سر کول ډېر دود وو، چې د قرقل پسه له پوستکي څخه به يې جوړوله. که څه هم د قرقل د پوستکو سوداګريز کاروبار له يو څه کمرنګۍ سره لا هم شته دی؛ خو د قرقل خولۍ پر سر کولو دود له منځه تللی غوندې دی. ترکاڼي هم د دغه ولايت له مهمو صنعتونو څخه دی، چې په مزارشريف ښار کې ډېر دی. خو د تېرې لس کلنې دورې وروسته د ترکاڼي صنعت هم يو څه پرمختګ کړی دی. اوس نو د دغه ولايت ترکاڼ يواځې په اره او تېشه کړکۍ او دروازې نه جوړوي، بلکې د نوي عصري برېښنايي وسايلو څخه ګټه اخلي او د تېر په پرتله په ښه توګه توکي برابروي. پوستين ګنډنه هم په بلخ ولايت کې له پخوانيو صنعتونو څخه ګڼل کېږي، چې په اوس وخت کې يې د خلکو د نه کارونې له امله د پوستين ګنډنې صنعت هم له منځه تلونکي دی. دغه صنعت د دغه ولايت په لرې پرتو سيمو کې، چېرې چې به ژمي کې هوا ډېره سړېده او له ښاره لرې به خلک اوسېدل، نو د ژمي له سړو څخه د مخنيوي په موخه به يې د څارويو له پوستکو څخه پوستين جوړاوه، چې خورا ګرم به و. که څه هم په بلخ ولايت کې پخواني صنعتونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي، خو د ښځو تر منځ لاسي صنعت بيا په پوره توګه پرمختګ کړی دی. په مزارشريف ښار کې پر شاديان سړک د ښځو ځانګړی سوداګريز مارکېټ دی، چې ډېری مېرمنې په کې لاسي صنايع پلوري. همداراز په دغه ولايت کې له پرمختګ سره سم، له پلاستيک  څخه په کور کې د کارېدونکو توکو فابريکې هم فعالې شوې دي، چې ګوزې، د تشناب  او پخلنځي د کارېدو توکي جوړوي.
فابريکې:
بلخ ولايت د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې د فابريکو په برخه کې خورا پرمختګ کړی دی، چې تر دې دمه په کې ۲۵۲ راجستر شوې فابريکې رسمي فعاليت کوي او تر څنګ يې د بېلابېلو څيزونو په زرګونو غير رسمي فابريکې، چې له دولت سره راجستر نه دي، په فعاليت بوختې دي. په دغه ولايت کې ډېری فابريکې د خوراکي توکو دي، لکه: د غوړيو، د څښاک توکي، اوړه، بسکټ، پاپړ، شيريني باب او داسې نور. همداراز د دې تر څنګ له پلاستيک څخه د کور د بېلابېلو اسبابو د جوړولو فابريکې په کې شته دي، چې کوزې، د تشناب توکي، د پخلنځي توکي او نور مواد برابروي. په دغه ولايت کې په درېيمه ګټګوري کې د تعميراتي موادو د جوړولو فابريکې هم ډېرې دي.
 
کانونه:
بلخ ولايت د نورو هراړخيزو ارزښتونو تر څنګ د کانونو په برخه کې هم د افغانستان خورا غني ولايت دی. په دغه ولايت کې په دې وروستيو کې د افغانستان د کانونو وزارت او د امريکا د تحقيقاتي مرکز په مرسته د شوې سروې له مخې، د بلخ ولايت شمال لور د امو سيند په اوږدو کې، چې پيل يې له چهاربولک ولسوالۍ څخه کېږي او په کلدار ولسوالۍ کې پای ته رسيږي، د نفتي موادو ۶ کانونه کشف شوي، چې د نفتي موادو د شتون کلنى اټکل يې ۶،۸ ميليونه بېلره شوی.
د دې تر څنګ په دغه ولايت کې د لسګونو معدنونو سربېره د ګازو، د مالګې او د شيشک (هغه مواد، چې د شيشو په جوړښت کې ورځنې کار اخيستل کېږي) عمده کانونه شته دي. 
 
سوداګري:
د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار د خپل موقيعت په مرسته د هېواد په کچه په سترو سوداګريزو ښارونو کې راځي. د دغه ښار د سياسي او فرهنګي ارزښت تر څنګ د حيرتان بندر شتون او پرې پرته د اقينې بندر لارې مزارشريف ښار ته سوداګريز ارزښت ورکړی دی. د حيرتان بندر له لارې د افغانستان صادرات د پول له لارې په رېل او د امو سيند له لارې په کښتيو کې صادرات او واردات کېږي. له دغه بندر څخه د صادراتو په برخه كې وچه مېوه او د وارداتو په برخه كې نفتي مواد، لرګي او نور ساختماني توکي وړل او راوړل كېږي. په حيرتان بندر كې افغان  سوداګرو هم د ياد وړ پانګونه کړې، چې  شاوخوا ٤٠٠ مليونه امريکايي ډالرو ته رسيږي، چې ډېره يې د نفتي توکيو د بنسټونو په برخه كې شوې ده. دغه صادرات د ازبکستان له لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو تر څنګ اروپايي هېوادونو ته هم استول کېږي.
کرنه:
د بلخ ولايت نږدې ۷۰ سلنه وګړي په کرنه بوخت دي او له همدې لارې د ژوند اقتصادي تشه ډکوي. دغه ولايت که څه هم د پراخو دښتو لرونکى دی، خو د اوبو د کمښت له امله يې کرنيزه ځمکه هم ټوله نه کرل کېږي. په دغه ولايت کې روان دوه سيندونه - شولګر او بلخاب اوبه تر دې کمې دي، چې د ابي ځمکو د خړوب تر کچې اوبه هم په کې نه برابرېږي.
د بلخ ولايت كرنيزې ځمكې په يوه ثانيه كې ۴۰۰ متر مكعب اوبو ته اړتيا لري؛ خو په دغه ولايت كې روان سيندونه يواځې ۳۰ متر مكعب اوبه برابرولى شي، چې له امله يې هر کال نږدې ۶۰سلنه کرنيزه ځمکې له کرلو پاتې کېږي.
په بلخ کې ډېری وخت کروندګر په سيمو کې د باراني اوبو د تم کېدو په موخه سترې سترې کندې جوړوي او کرنيزې ځمکې پرې خړوبوي، په دې وروستيو دوه درې کلونو کې د بلخ په ځينو ولسواليو لکه، چمتال، بلخ او چهاربولک ولسواليو کې د ژورو څاګانو له لارې د کرنيزو ځمکو د اوبو اړتيا پوره کېږي. په دغه ولايت كې يو ميليون او ۳۶۰ زره جرېبه ابي او ۷۵۰ زره جرېبه للمي ځمكه شته ده. غنم د بلخ ولايت له مهمو حاصلاتو څخه ګڼل کېږي، چې ورپسې پنبه، وربشې، جوار او وريجې د دغه ولايت له مهمو کښتونو څخه ګڼل کېږي. د مېوو په برخه کې پسته د بلخ له مهمو کښتونو څخه ده؛ خو تر څنګ يې  دغه ولايت د انګورو او خوږو خټکيو په کښت کې هم ښه نوم لري. مميز هم د دغه ولايت مهم صادارتي محصول دی.  سربېره پر دې په دغه ولايت کې بېلابېل ډول مېوې لکه زردالو، الو، ، بويي، مڼې، بادام، توت، شفتالو، هېندواڼې، ګيلاس، انځر، او داسې نورې په کې ښه وده او ډېر حاصل ورکوي. دغه ځمکې د غلو دانو او سبزيجاتو د حاصلاتو له پلوه هم بې سارې دي، غنم، وربشې، لوبيا، کنجد، زغر، زيره، نخود، عدس، او د سبزيو په برخه کې لکه لېړو، ګلپي، مرچ، کچالو، پياز، مولۍ، ګازرې، ګندنې، نعنا، کشنيز، کدو، بادرنګ، تره، کرم، شلغم، رومي او تور بادنجان او داسې نور د دغه ولايت کرنيز حاصلات جوړوي. 
لوبې:
بلخ ولايت کې د تېرو لسو کلونو په اوږد کې د پخوانيو دوديزو لوبو تر څنګ عصري لوبو هم په پورته توګه پرمختګ کړی دی. په دغه ولايت کې د نارينه وو تر څنګ د نجونو تر منځ هم د لوبو لېوالتيا ورځ تر بلې ډېرېږي. په بلخ ولايت کې په دوديزو لوبو کې له ټولو ډېره عامه لوبه، چې لا هم ډېر مينه وال لري- وزلوبه (بزکشي) ده. دغه لوبه د مزارشريف ښار سوېل لور ته ستر لوبغالى لري، چې په ملي ورځو او مني موسم کې په خورا شور تر سره کېږي. د دې تر څنګ لا هم د دغه ولايت په کليو کې د هکانو  او زلمکيانو تر منځ د هېواد عامې دوديزې لوبې تر سره کېږي، لکه، خوسی، بېډۍ، غېږنيونه، منډې، تيږه اچونه، بيلوري کول او داسې نور. خو د يادو دوديزو لوبو تر څنګ په تېرو لسو کلونو کې عصري لوبو هم په دغه ولايت کې خورا پرمختګ کړی دی. په عصري لوبو کې فوټبال، کرکټ، ټېبل ټينس، واليبال، سکېټ، سوک وهنه، تيکواندو، کانفو، زيبايي اندام او... د پرمختګ په حال کې دي. د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې ټيبل ټينس، تکواندو او سکېټ هغه لوبې دي، چې نجونې په کې ورسره ډېره لېوالتيا لري او برخه په کې اخلي.