بلخ ۱۶ اداري واحدونه لري، چې يو مرکز، د حيرتان بندر ښارګوټی او څوارلس ولسوالۍ پکې شاملې دي.
 
۱- مرکز- مزراشريف:
د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار د تاريخي، سياسي، فرهنګي او سوداګريز ارزښت د لرلو له امله نه يواځې د شمال زون د مرکزي ښار حيثيت لري، بلکې د هېواد په کچه په پرمختللو ښارونو کې حساب دی. په دغه ښار د حضرت علي روضې شتون، چې ښار ته يې خورا ښکلا هم ورکړې، ارزښت څو برابره کړی دی. دغه ښار ۴۸ کيلومتره مربع مساحت لري.
 
۲- حيرتان بندر:
 حيرتان ښارګوټى د مزارشريف ښار شمال ختيځ لوري په ۵۰ کيلومترۍ کې موقعيت لري، چې د شته بندر له لارې افغانستان له منځنۍ اسيا هېوادنو سره نښلوي. د همدې بندر د صادراتي او وارداتي چارو له امله د بلخ د هېواد په کچه ښه عوايد تر لاسه کوي. د دغه بندر عمده صادرات، خوارکي توکي او عمده واردات، نفتي مواد او تعميراتي توکي دي.
 
۳- بلخ ولسوالۍ:
دغه ولسوالۍ د مزارشريف ښار لوېديځ لوري په ٢٠ کيلومترۍ کې پرته مرکزي ولسوالۍ ده، چې ۴۸۱کيلومترمربع مساحت لري. يو وخت د همدې ولسوالۍ له امله دغې سيمې ته د نړۍ د دويم ښار لقب ورکړل شوی و. لا هم په دغه ولسوالۍ کې د پخوانيو ښارونو، کلاګانو باالاحصار، جوماتونو، اتشکدو تاريخي ابدې شته دي.
 
۴- چهاربولک:
د مزارشريف ښار لوېديځ لورته د شبرغان پر لويه لاره پرته ولسوالۍ ده، چې ۵۱۱ کيلومتره مربع مساحت لري. چهاربولک ولسوالۍ هوارې کرنيزې ځمکې لري، چې د ژمي د واورو له ويلې کېدو يې ځمکې خړوبېږي، د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي د کرنې له لارې خپل ژوند پر مخ بيايي.
 
۵- چارکنت:
دمزارشريف ښار سوېل لورته پرته ده، چې ۱۴۴۵ کيلومتره مربع مساحت لري. د دغې ولسوالۍ ډېر ساحې هوارې او ميدانونه دي؛ خو ځای ځای خاورينې تپې لري، چې اوسېدونکي يې د للمي ځمکو په توګه کري. که چېرې کال باراني وي، نو ددغې ولسوالۍ تپې ښه حاصل ورکوي.
 
۶- چمتال:
د مزارشريف ښار لوېديځ لورته پرته ولسوالۍ ده، چې ۱۷۳۳کيلومتره مربع مساحت لري. دغه ولسوالۍ هوارې کرنيزې ځمکې لري، چې په ځينو سيمو کې يې د اوبو د ډېرښت له امله د شولو کښت هم په ښه توګه کېږي. دغه ولسوالۍ د خپلو تاريخی ابدو له امله هم شهرت لري: د چشمه شفا جومات، د چمتال د امام صيب تپه او د زين العابدين عقيل مزار يې له مشهورو تاريخي ابدو څخه دي.
 
۷- دولت اباد:
د مزارشريف ښار لوېديځ لورته د بلخ ولسوالۍ ګاونډ ته پرته ولسوالۍ ده، چې ۸۶۴ کيلومتر مربع مساحت لري. دغه ولسوالۍ هم هوراې ځمکې لري؛ خو د اوبو د کمښت له امله پکې کرنيزې ځمکې کمې دي. اوسېدونکي يې د کرنې تر څنګ د بلخ ولسوالۍ په بازار کې په کاروبار بوخت وي. د زاديانو مزار او کافر کلا يې له مشهورو تاريخي ابدو څخه دي.
 
۸-دهدادي:
د مزارشريف ښار شمال ختيځ ته پرته مرکزي ولسوالۍ ده، چې ۲۳۳ کيلومتره مربع مساحت لري. دغه ولسوالۍ کې د کر  او کروندې تر څنګ د مالونو او جرګانو ساتنه ډېره دود ده، په ياده ولسوالۍ کې د لبنياتو يوه فابريکه او د کيمياوي سرې يوه فابريکه شتون لري، چې د يادې ولسوالۍ ارزښت يې زيات کړی دی.
 
۹- کلدار:
د مزارشريف ښار شمال لورته پرته ده، چې ۷۰۸کيلومترمربع مساحت لري. دغه ولسوالۍ د حيرتان بندر څنډې ته د امو سيند پر غاړه موقيعت لري، چې د امو سيند تر ګواښ لاندې هم ده. د همدې ولسوالۍ په اوږدو کې د نفتي موادو معدنونه هم شته دي، چې لا هم ويستل شوي نه دي.
 
۱۰- کشندې:
دمزارشريف ښار سوېل لورته پرته ولسوالۍ ده، چې ۱۸۰۲ کيلومترمربع مساحت لري. د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي ډېر کروندګر دي. دغه ولسوالۍ د هوارو ميدانونو ترڅنګ غريزې سيمې هم لري. د کرنيزو اوبو د کمښت له امله  ددغې ولسوالۍ کښت ښه نه وي.
 
۱۱- خلم:
دمزارشريف ښار لوېديځ لورته د مزاراو کابل پر لويه لاره پرته ده، چې ۴۱۹۷ کيلومتره مربع مساحت لري. ځای ځای ريګي او خاورينې تپې لري، خو ميداني کرنيز ځمکې هم پکې ډېرې دي. دغه ولسوالۍ په ډېرو باغونو مشهوره ده، چې د انګور، انارو او  زردالو ميوې پکې ډېرې پيداکيږي.
 
۱۲- مارمل:
د بلخ ولايت مرکزي ولسواليو کې راځي، چې د هوارو ځمکو په پرتله پکې خاورينې تپې او غرنۍ سيمې ډېرې دي، دغه ولسوالۍ ۳۹۰ کيلومترمربع مساحت لري. ډير باغونه لري، چې بېلابېلې ميوې پکې کېږي. دوه کاله مخکې پکې د ځمکې د ښويدنې پېښه رامنځ ته شوې وه، چې سلګونه کورونه يې ويجاړ او زرګونه جريبه باغونه يې له منځ يوړل.
 
۱۳-نهرشاهي:
د مزراشريف ښار څنګ ته پرته مرکزي ولسوالۍ ده، چې په دې وروستيو کې يې ډېره سيمه په ښار بدله شوې ده.  ۱۳۸۱ کيلومترمربع مساحت لري. د دغې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي سوداګريز کاروبار لري؛ خو سربېره پر دې ځينې اوسېدونکي يې په کر او کروندې هم اخته وي.
 
۱۴- شولګر:
د مزارشريف ښار سوېل لور ته موقعيت لري، چې ۱۶۶۳ کيلومترمربع مساحت لري. دغه ولسوالۍ هوارې کرنيزې ځمکې لري، چې ډېری اوسېدونکي يې کروندګر دي. ځای ځای پکې خاورينې تپې هم شته، چې للمي کرل کېږي؛ خو ددغې ولسوالۍ اوسېدونکي له تېرو څو کلونو د تحکيماتو د نشتوالي له امله د سېلابونو ښکار کېږي، چې هر کال پکې زرګونه جريبه ځمکه لاندې کوي.
 
۱۵- شورتپه:
د مزارشريف ښار شمال لورته موقعيت لري، چې ۱۳۸۴ کيلومترمربع مساحت لري. دغه ولسوالۍ د امو سيند پر غاړه پرته ده، چې د ريګونو له امله پکې کرنيزه ځمکه کمه ده، اوسېدونکي يې د غاليو د اوبدلو او نورو لاسي صنايعو له لارې ژوند پر مخ وړي. څه نا څه کرنيزه ځمکه چې د امو سيند پر غاړه لري، د همدې سيند په اوږدو کې د تحکيماتو د نشتوالي له امله هر کال په سلګونو جريبه له منځه ځي.
 
۱۶- زارې:
دمزارشريف ښار سوېل لورته پرته ولسوالۍ ده، دغه ولسوالۍ د کشندې ولسوالۍ ساحه وه، چې په دې وروستيو کې نوې تشکيل شوې ده، چې د کرنيزو ځمکو تر څنګ پکې غرنۍ سيمې هم شته دي. ابدالګان د دې ولسوالۍ مشهوره تاريخي ابده ده.