Add new comment

Rassoul to fight graft, land-grabbing

 
مزارشريف (پژواک، ٧ ورى ٩٣): د ولسمشريزو ټاکنو کانديد ډاکټر زلمي رسول په بلخ ولايت کې اداري فساد او د دولتي ځمکو غصب تر ټولو جدي ستونزې وګڼلې او د برياليتوب په صورت کې يې د هغو د حل کولو ژمنه وکړه.
د مزارشريف ښار په سينا لوبغالي کې د وري په ۷مه د ولسمشريزو ټاکنو کانديد ډاکټر زلمي رسول په ګډون د اعتدال، برابرۍ او رغونې ډلې کمپايني غونډه وکړه، چې د دغه ولايت زرګونو اوسېدونکو په کې برخه  اخيستې وه.
ډاکټر زلمي رسول د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې که چېرې بريالي شى نو چا ته به اجازه ورنه کړي، چې له قانون څخه ځان پورته وګڼي.
نوموړي په بلخ ولايت کې اداري فساد او د دولتي ځمکو غصب تر ټولو جدي ستونزې وبللې او زياته يې کړه، چې د دوی په حکومت کې به د يادو ستونزو د حل په موخه جدي هڅې کوي.
د هغه په وينا، بلخ د افغانستان د قومي تنوع تر ټولو ښه بېلګه ده.
زلمي رسول وويل، چې مزارشريف ښار د شمال زون د مرکزي ښار تر څنګ د هېواد په کچه په ښو صنعتي ښارونو کې شمېرل کېږي او دوی به هڅه وکړي، چې له دغه ښاره د افغانستان صنعت ته لا وده ورکړي.
نوموړي زياته کړه، په پام کې لري، چې د غاليو اوبدلو صنعت لا هم په شمال کې وده وکړي.
هغه بلخ کرنيز ولايت وښود خو تر څنګ يې د اوبو کمښت ته اشاره وکړه، چې دوی به يې په منظمه توګه په زياتوالي او د ډېرو کرنيزو ځمکو د خړوب لپاره کار وکړي.
زلمي رسول همداراز د برياليتوب په صورت کې د خپلې کابينې د جوړښت په اړه وويل، چې ۵۰ سلنه به يې ځوانان جوړوي.
همداراز محمود کرزي چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، خلک د زلمي رسول له ډلې څخه ملاتړ ته وهڅول.
نوموړي زياته کړه، چې د اعتدال، برابرۍ او رغونې ډله پنځه عمده کارونه په نظر کې لري، چې بايد ترسره يې کړي.
د هغه په وينا، له داخلي سرچينو څخه د بلخ توليد، د کرنې وده، د رېل کرښو جوړونه، د معدنونو استخراج او د عصري او نوو ښارګوټو جوړونه شامل دي.
د يادې غونډې په ترڅ کې د زلمي رسول د مرستيالانو احمدضيا مسعود او حبيبې سرابي له لنډو ويناوو څخه وروسته له بلخ ولايت څخه د ولسي جرګې وکيلانو او د ولايتي شورا کانديدانو د ده په ملاتړ د غونډې ګډونوالو ته ويناوې وکړې.
د ولسي جرګې وکيل احمدشاه رمضان د خپلو خبرو په ترڅ کې د اعتدال، برابرۍ او رغونې له ډلې څخه د خپل ملاتړ اعلان وکړ.
نوموړي زياته کړه، چې ډاکټر زلمى رسول د افغانستان د بقا لپاره تر ټولو ښه انتخاب دی.
همداراز د بلخ ولايتي شورا ته کانديدې مېرمن فروزان احمدي له ډاکټر زلمي رسول څخه د خپل ملاتړ اعلان وکړ.
نوموړې زياته کړه، دوی هڅه کوي، چې خپل خلک زلمي رسول ته په رايه ورکولو باوري کړي.
ټاکل شوې د وري په ١٦مه ټاکنې ترسره شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.