Add new comment

PC runners reassured security

 
کابل (پژواک ١٣ کب ٩٢): د ولايتي شوراګانو د کانديدانو د ټاکنيزو مبارزو په پيلېدو سره د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د دوى د ټاکنيزو مبارزو د امنيت ساتلو په موخه يې اړين امنيتي تدابير نيولي او کانديدان هم بايد له پوليسو سره همغږي ولري.
د ولايتي شوراګانو کانديدانو د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې، خپلې ټاکنيزې مبارزې نن په رسمي ډول پيل کړې. دغه ټاکنيزې سيالۍ به تر راتلونکې يوې مياشتې پورې دوام وکړي او د ټاکنو د ترسره کېدو له نېټې ( ١٣٩٣ کال د وري ١٦مه) به دوه ورځې وړاندې پاى ته ورسيږي.
د راتلونکو ولايتي شوراګانو ټاکنو ته له ٢٧٠٠ څخه ډېرو کسانو نوم ليکنه کړې، چې له دې ډلې ٣٠٦ يې ښځې دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي نن په يوې خبري ناسته کې وويل، چې د امنيتي پروګرامونو له مخې چې د ټاکنو د امنيت خوندي کولو او ټاکنيزو مبارزو لپاره طرحه شوي، د ولايتي شوراګانو د کانديدانو د ټاکنيز کمپاينونو د امنيت ساتل هم د پوليسو له مسووليتو او لومړيتوبونو بلل کېږي.
هغه زياته کړه، د کورنيو چارو وزير پرون د ټولو ولايتونو امنيه قوماندانو ته لارښونه کړې، چې د ولايتي شوراګانو د کانديدانو ټاکنيزو مبارزو د امنيت ساتلو په موخه له ډېرې پاملرنې کار واخلي.
خو صديقي وويل: "موږ هيله من يو، چې د ولايتي شوراګانو کانديدان هم خپل ټاکنيز کمپاينونه او پروګرامونه له پوليسو سره له نږدې شريک کړي او داسې کوم حرکت او بې پروايي ترسره نه کړي، چې د ستونزو لامل وګرځي او له پوليسو سره دې له نه همغږۍ ډډه وکړي."
د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، چې تر دې دمه د ولايتونو په مرکزونو کې د ولسمشرۍ کانديدانو د مبارزو په ترڅ کې سلګونه غونډې او ټاکنيز پروګرامونه تر سره شوي او امنيت يې هم د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوى او تر دې مهاله د وسله والو له لوري کوم پروګرام نه دى ګډوډ شوى.
د جمهوري رياست د کانديدانو ټاکنيزې مبارزې، د سلواغې په ١٣مه پيل شوې او له ټاکنو دوه ورځې وړاندې به پاى ته ورسيږي.
د کورنيو چارو وزارت وياند زياته کړه، چې د هېواد په کچه د رايې ورکونې د ٦٧٧٢ مرکزونو امنيت نيول شوى او ويې ويل، چې په ٣٩٦ مرکزونو کې به رايې تر سره نه شي.  

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.