اشرف غني: څلوېښت سلنه بوديجه به ولايتونو ته ځانګړې کړم

 
 تالقان (پژواک ١٤ کب ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني احمدزي، د تخار په غونډه کې د دغه ولايت د ولسواليو مرکزونو د پراختيا او د کوکچې سيند د برېښنا کوټ د جوړولو ژمنه وکړه.
 دغه غونډه نن د لسګونه زره تنو په ګډون او د اشرف غني احمدزي د مرستيالانو جنرال عبدالرشيد دوستم او سرور دانش پر ويناوو، د تخار د مرکز تالقانو ښاروالۍ په چمن کې تر سره شوه.
 اشرف غني احمدزي وويل، چې د برياليتوب پر مهال به څلوېښت سلنه مالي بوديجه ولايتونو او سيمه ييزو ادارو ته ځانګړې کړي ترڅو په بېلابېلو ډګرونو کې د دغه ولايت د خلکو ستونزې حل شي.
 اوسمهال د ولايتونو بوديجه د مرکز له خوا ځانګړې او لګول کېږي، خو د ولسمشرۍ د دغه کانديد د پلان له مخې به واليان او ولسوالان وکولى شي، چې ځانګړې شوې بوديجه په خپلواکه توګه د بيارغونې او خلکو د نورو اړتياوو په برخو کې ولګوي.
 هغه د خپلو پروګرامونو په بله برخه کې د بې روزګاره کسانو لپاره د کاري زمينې برابرولو، په دولتي پوستونو کې تحصيل کړو ځوانانو ته ونډه ورکول، د کوکچې څنډې ولسواليو ته پراختيا ورکول، د کوکچه سفلى سيند د برېښناکوټ جوړل او د تخار ولايت مرکز له درقد ولسوالۍ سره د نښلولو هم ژمنه وکړه.
 د ولسمشرۍ دغه کانديد ګډونوالو ته په خطاب کې وويل: " ستاسو ګرم هرکلى، چې نن مو له موږ څخه وکه، هغه د ټاکنو په ورځ هم موږ ته څرګند کړئ، د رايې صندوقونو ته د رايې ورکولو لپاره ولاړ شئ او په دغه ملي پروسه کې ګډون وکړئ."
 د اشرف غني احمدزي لومړي مرستيال جنرال دوستم، د ملي اسلامي جنبش له غړو او ملاتړ کوونکو د هر کلي ترڅنګ له هغوى وغوښتل، چې د راتلونکې مياشت په ټاکنو کې برخه واخلي.
 د ملي جنبش مشر زياته کړه: " په تخار کې مې په تېرو څو کلونو کې، ډېر نږدې ملګري او سنګروال له لاسه ورکړل، د تخار خلکو له موږ سره د جهاد او مقاوت پر مهال ډېرې مرستې کړي او موږ يې هيڅکله هم احسان نه هېرو."
 دوستم وويل: هغو کسانو چې تر اوسه پورې يې د رايې ورکولو کارتونه نه دې اخيستي، کارتونه دې واخلي او د رايې ورکولو په پروسه کې دې ګډون وکړي.
 د احمدزي دويم مرستيال سرور دانش، د اداري فساد پر وړاندې مبارزه او د نشه يي توکو له منځه وړل د خپل کاري ټيم (بدلون او تداوم) له لومړيتوبونو وبلل او ويې ويل، چې د برياليتوب پر مهال به د خلکو د رايې او باور په درلودلو سره دغه شومې پديدې له منځه يوسي.
 په دغه غونډه کې په ولسي جرګه کې د شمال او شمال ختيځو ولايتونو ځينو استازو هم ګډون درلود او ګډونوالو له بدلون او تداوم ټيم څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
 د دغې غونډې تر سره کوونکي، د غونډې د ګډونوالو شمېر تر پنځوس زرو   زيات بولي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.