١-د سولې او بشري پراختيا بنسټ:
د سولې او بشري پراختيا بنسټ په ٢٠١٠ زېږديز کال د مېرمن زبيده په مشرۍ  د ښځو د حقونو خونديتوب او سولې په موخه جوړ شوى او تر اوسه توانېدلى، چې د حقوقو په برخه کې ډېرې ښځې وروزي.
د اړيکو شمېره  : ۰۷۰۰۷۰۶۳۱۲
برېښناليک: [email protected]
 
٢-دافغانستان د پراختيا لپاره د هُداى شرق بنسټ :
دا بنسټ په ٢٠٠٧ زېږديز کال د وحيد الله په مشرۍ په تخار کې جوړ شوى، چې په ټولنيزو او فرهنګي برخو کې فعاليت کوي.
د اړيکې شمېره  : 0700704051
برېښناليک : [email protected]
  
٣-د ښځو د مهارتونو پياوړتيا بنسټ:
دا بنسټ په ٢٠٠٢ زېږيز کال د فاضلې کريمي په مشرۍ جوړ شوى، چې د ښځو د مهارتونو، وطني صنايعو د ودې او په تخار کې د ښځو د ژوند پراختيا ته کار کوي.
 
د اړيکو شمېره  :  0700707108
برېښناليک : [email protected]
 
٤-د قلبرس قومونو شورا:
دا شورا په ٢٠١٣ زېږديز کال د تالقانو ښار ته څېرمه د ٧٢ کليو او د قلبرس سيمو د قومونو د انسجام په موخه د سلګوو غړو په درلودلو، په ښار کې د بې نظمۍ د مخنيوي، د عامه پروژه جلبولو، د سولې او ثبات د تامين او له دولت سره د همکارۍ په موخه جوړه شوې او اوسمهال يې مشري د سيدايوب صمدي پرغاړه ده.
 
د اړيکو شمېره :  0705504855
برېښناليک: [email protected]
 
٥-د ښځو لپاره د پراختيا او هوساينې بنسټ :
دا بنسټ په ٢٠٠٧ زېږديز کال د قاضي دلارام په مشرۍ جوړ شوى، چې د صنايع له ودې، وطني توليداتو، بازار موندنې او د ښځو د اقتصادي وړتيا وو د لوړولو په برخه کې کار کوي.
 
د اړيکې شمېره  : 0700764779
برېښناليک : [email protected]
 
٦-د کوهستان روغتيايي، پراختيايي او ټولنيز بنسټ:
دغه بنسټ په ٢٠٠١ زيږديز کال د مېرمن ډاکټر دلجان فرحت په مشرۍ جوړ شوى، چې موخه يې بې وزلو مېرمنو او مورګانو ته د ټولنيزو او روغتيايي مرستو چمتو کول دي. دا بنسټ بې وزلې ښځې او مېرمنې په وړيا ډول تر درملنه لاندې نيسي.
 
 داړيکو شمېره  : 0799121526
برېښناليک : [email protected]
 
٧- ادبي او فرهنګي درياچه بستر:
 
دا ټولنه په ٢٠٠٩ زېږديز کال د فريد بزګر له خوا په تخار ولايت کې د فرهنګي فعاليتونو او کولتوري يرغل د مخنيوي په موخه جوړه شوې او په مياشت کې يو ځل فرهنګي ناسته لري.
 
د اړيکې شمېره:  0700527030
برېښناليک: [email protected]
 
٨- د افغانستان ښځو د ودې او پراختيا بنسټ :
دا بنسټ په ٢٠١٠ زيږديز کال د ولايتي شورا اوسنۍ غړې ماريه تيموري له خوا په تخار ولايت کې د مالدارۍ، چرګ ساتلو، کب روزنې، د ښځو داقتصادي ودې او پراختيا او ورته بېلابېلو برخو کې د پروژو د جذب په موخه جوړ شوى دى.
 
د اړيکې شمېره :0777109008
برېښناليک : [email protected]
 
٩-د تخارشمال لوېديځ  وروڼو قومونو شورا:
دا  شورا په ٢٠١٣ زيږديز کال د شمال لوېديځ او د تالقان ښار د ابدال ساحو مېشتو قومونو د انسجام ،اړيکو، دولت سره د همکارۍ ، د نا قانونه وسله والو د تګ راتګ مخنيوي  او ټولنيز عدالت د تامين په موخه جوړه شوې او مشري يې د رحيم شاه ابدالي پر غاړه ده.
د اړيکې شمېره:  0700702502
برېښناليک : [email protected]
١٠-د تخار خبريالانو شورا:
 
دا شورا په ٢٠٠٦ زيږديز کال د تخار ملي راډيو تلويزيون د امر سيد ياسين دهزاد له خوا په ٢٠٠٦  زيږديز کال د خبريالانو تر منځ د همغږۍ او د حقونو څخه يې ددفاع په موخه جوړه شوې او اوس مهال يې ډېرى دولتي او ازاد خبريالان غړيتوب لري.
 
د اړيکې شمېره :0700706576
برېښناليک : [email protected]  
 
١١- د کرنيزې پراختيا موسسه:
 
دا موسسه په ٢٠٠٦ زيږديز کال د مسعودي سبحاني له خوا د روا کښتونو او بوټو د ودې، کوکنارو مخينوي، همدارنګه په کرنيزو چارو کې د ښځو د ګډون، د کروندګرو او مالدارو سره  دهمکارۍ او د څارويو د واکسين په موخه فعاليت کوي.
 
داړيکې شمېره : 0786311040
برېښناليک  :@gmail.com ADAO.takhar
 
١٢- د ښځو د ژوند پراختيا او بدلون بنسټ:
دغه بنسټ په ٢٠٠٩ زيږديز کال د ولايت شورا د اوسنۍ غړې سمين حسيني له خوا په تخار ولايت کې تاسيس شوى، چې موخه يې د سواد زده کړې د پرګرامونو جوړول، د بېلابېلو لاسي صنايعو او حرفو  په برخه کې د ښځو د وړتيا وو لوړولو او پر ځان بساينې په موخه جوړ شوى دى.
 
د اړيکې شمېره : 0799702362
برېښناليک  :[email protected]
 
١٣-بانوان رستاق پراختيايي موسسه:
دا بنسټ په ٢٠١١ زيږديز کال د پروين عرافي له خوا دهغو نجونو او ښځو  د کاري ظرفيتونو د لوړولو په موخه جوړ شوى ،چې کورنۍ يې  د کورنيو جګړو پر مهال له لاسه ورکړې. دغه موسسه ورته ښځې او مېرمنې ، چې دکورنۍ مشري ور دغاړې ده، په بېلابېلو برخو کې روزي او تر څنګ يې ورته د کار کولو زمينه مساعدوي.
 
د اړيکې شمېره  : ۰۷۰۵۹۰۵۴۸۴
برېښناليک  : [email protected]
 
١٤-د تخار ولايت د کارګرانو ټولنه:
دا ټولنه په ٢٠٠٥ زيږديز کال د کارګرانو تر منځ د همغږۍ او ورته د کاري زمينه مساعدولو په موخه په تخار ولايت کې تاسيس شوې او موخه يې داده، چې د کارګرو له حقونو څخه دفاع وکړي او ددې ترڅنګ ورته د کارکولو زمينه مساعده کړي. اوسمهال ددغه شورا مشري د شهباز يادګارى پر غاړه ده.
 
د اړيکې شمېره : 0799567543
برېښناليک :[email protected]
 
١٥-د تخار ولايت د مدني بنسټونو شبکه:
 دا شبکه په ٢٠١٣ زيږديز کال د رڼو او ازادو ټاکنو له لارې په شمال زون کې د ملګرو ملتونو دمرستندويه دفتر UNAMA په انګړ کې رامنځته شوه، چې سيد وحيدالله حقيق په کې د ډېرو رايو په اخيستلو ورته د رييس په توګه وټاکل شو. ددې شبکې د جوړېدو موخه داده، چې  دخپلو مياشتينيو ناستو له لارې د دولت او خلکو او مدني ټولنو ترمنځ د اړيکو، د شته محيطي او ټولنيزو ستونزو د له منځه وړلو او د دولت  پر کړنو د څار لپاره  کار وکړي.
 
د اړيکې شمېره  :  0793098979
برېښناليک : [email protected]