۶۱- عبدالوهاب عرفان:
د تخار انتخابي سناتور
مولوي عبدالوهاب عرفان د خان محمد زوى په ۱۳۴۸لمريز کال کې د تخار ولايت د کلفګان ولسوالۍ د زردالو دره عليا په کلي کې زېږيدلى دى.هغه په ديني علومو کې زده کړې کړې، د ښوونځي د ښوونکي، د پوهني د مدير او همدارنګه د عبدالرحمن بن عوف (رض) د دارالعلوم د مدير په توګه يې دندې ترسره کړې دي.
 د اړيکو شمېرې: 0700719969-0775577330
 
۶۲- الحاج محمد يونس تخاري:
د تخار انتخابي سناتور
 
محمد يونس تخاري د الحاج وکيل محمد نظر خان زوى، په ۱۳۴۲ لمريز کال کې د تخار ولايت په نوي ښار (تالقان) کې زېږيدلى دى.
نوموړي تر دوولسم تولګي پورې زده کړې کړې، د افغانستان د جمعيت اسلامي غړى او همدارنګه د يوه ساختماني شرکت مشر هم دى.
 
د اړيکې شمېره:  0700714135