تالقان (پژواک ١٥تله ٩٢) : د تخار ولايت چارواکي وايي، چې ددغه ولايت دخلکو پنځه اتيا سلنه اقتصاد په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى، خو د محصولاتو ساتنې د مرکزونو او مارکېټونو نه شتون، ځمکه وال او مال لرونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.
تخار دهېواد په شمال ختيځو ولايتونو کې يو زرغون او حاصل ورکوونکى ولايت دى ، چې له جغرافيايي لحاظه له بدخشان، کندوز او د بغلان ولايتونو په منځ کې پروت دى او کرنيز محصولات يې دهمدې ولايتونو د کږو وږو لارو څخه ګاونډيو ولايتونو ته د پلور لپاره وړاندې کېږي.
کرنه: