تخار ولايت دهېواد له کرنيزو ولايتونو څخه دى، چې د کابل په ٤٠٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري او  په دويمه درجه ولايتونو کې راځي.
دا ولايت  په شمال ختيځ کې له بدخشان، په لوېديځ کې له کندوز، په سوېل کې له بغلان او په شمال کې له تاجکستان سره همسرحده دى.
 د تخار ولايت مساحت ١٢٤ زره کيلومتره اټکل شوى دى. دهغې سر شمېرنې له مخې، چې په دې وروستيو کې د مرکزي احصاييې له لوري  په ١٣٨٨ کال کې شوې، په هر کيلومتر کې يې  د خلکو نفوس ٧١ تنه اټکل شوى دى.
ددغه ولايت اقليم په اوړي کې نسبتا ګرم  او په ژمي کې يخ دى. په ژمي کې يې د حرارت درجه له منفي ٢١ څخه تر ٢٩ درجو  او په اوړي کې يې ګرمي له ٣٥ څخه تر ٤٠ پورې رسېږي.
ورځ يې د اوړي په جريان کې نسبتا ګرمه وي او هوا يې د لړم له لومړۍ تر غويي مياشتې يخه ده ، واورې او بارانونو په کې کيږي . ددغه ولايت د اورښت کلنۍ اندازه ٢٢٩٠  ملي مترو څخه زياته اټکل شوې ده.
 ولسوالۍ :
 ياد ولايت له مرکز پرته له ١٦ ولسواليو څخه تشکيل شوى دى.
ددغه ولايت مرکز تالقان ښار او ولسوالۍ يې ورسج،فرخار، کلفګان،خواجه غار، خواجه بهاوالدين، بهارک، هزار سمچ ، دشت قلعه، ينګي قلعه، چاه آب، رستاق،بنګي، اشکمش، چال، نمک آب او درقد دي.
د تخار مېشت قومونه هم له ازبکو ،  تاجکو، پښتنو  او هزاره ګانو څخه عبارت دي، چې ډېرى يې ازبکان او کم يې هزارګان دي.
د اوبو بندونه :
 سره له دې چې تخار روانې اوبه لري او کوکچه سيند ورڅه تېر شوى او له امو  سيند سره نښلي، خو بيا هم په دغه ولايت کې سربند نه شته. د تالقانو ښار اوسېدونکي له ډېزلي برېښنا ګټه اخلي او حتى د يوه کيلو واټ په بدل کې ٦٠ افغانۍ ورکوي. ډېرى تخاريانو په ولسواليو او کليو کې د اوبو وړوکي بندونه جوړ کړي او له دې لارې يې دخپلې اړتيا وړ برېښنا چمتو کړې ده.
 ټاکل شوې وه، چې  په ١٣٥٠ مه لسيزه کې  سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال ددغه ولايت په کوکچه سيند د برېښنا يو بند جوړ شي، خو تر د ١٣٥٧ کال د غويي کودتاه نه را وروسته تر ننه پورې  پرې هېڅ کار نه دى شوى.
فرهنګ:
 په دغه ولايت کې فرهنګي فعاليتونه له ١٣٥٧ کال نه وروسته د تخارستان په نامه اونيزه په خپريدو پيل شول، خو دا اونيزه هم د شته ستونزو له امله په يوه مياشت کې دوه يا درې ځله خپرېده. دددې خپرونې دامتياز خاوند د اطلاعات او کولتور رياست و، چې اوسمهال په مياشت کې يو ځل خپرېږي.
د تخار اوسېدونکي له چاپي خپرونو سره زياته لېوالتيا لري، په ځانګړي ډول په وروستيو ١٢ کلونو کې په دغه ولايت کې د کوکچه، بستر درياچه، دتخارستان ځوانانو ټولنه، اونيزې، مياشتينۍ او ګڼې مجلې  دخلکو تر ګوتو رسېدلې دي.
 همدارنګه زياتې رسنۍ لکه تصوير، طلوع افتاب، اينه ناب، خورشيد، جوان ورځپاڼه او لمر اونيزه چې په تېر کې يې فعاليت درلود او همدارنګه غږيزې او انځوريزې رسنۍ په دغه ولايت کې شته دي.
ددې تر څنګ زيات شمېر کتابتونونه او بېلابېل کورسونه هم په دغه ولايت کې فعال دي، چې ځوانان او نجونې په کې  روزنه تر لاسه کوي.
سيمه ييزه موسيقي هم ددغه ولايت د کولتور يوه لرغونې برخه ده.
تاريخي آبدې:
 تخار د هېواد له تاريخي او لرغونو ولايتونو څخه دى، چې لرغونوالى يې د مقدوني سکندر زمانې ته رسېږي.
 يوناني جغرافيه ليکوونکو(استرابو) او( بطليموس) په خپلو اثارو کې له نن نه نږدې ٢٣٠٠ کاله وړاندې د امو سيند له  سکندريې يا اوکسيانا سکندريې څخه يادونه کړې.  خو تر وروستيو پورې معلومه نه وه، چې د مقدوني سکندر دغه افسانوي ښار به داسيا دکوم هېواد په خاوره کې خښ او ورک  شوى وي.
 
 کلونه وشول، چې نړيوال  لرغون پېژندونکي او تاريخ پوهان په ځانګړي ډول اروپايان په دې لټه کې وو، چې ختيځ ته د سکندر مقدوني  د پښو تللي خاپونه ومومي. تر دې چې يو ستر راز را لوڅ شو او د سکندر مقدوني معمايي ښار هماغه د امو سيند سکندريه وخوت ، چې دافغانستان په شمال ختيځ ياني ننني تخار کې د پېړيو پېړيو تر ګرد لاندې  وموندل شو، چې  په کشف سره يې ګڼې تاريخي او لرغونې معماوې حل  او د ګران افغانستان د مدنيت په تاريخي زاويو يوه نوې  رڼا پرېوته.
 
 د اى خانم تاريخي ساحه هم په دشت قلعه ولسوالۍ کې د امو او کوکچې سيندونو د پريکون په ساحه کې موقعيت لري. اى خانم د باختري يونان  د زمانې ملکه وه، چې په دغه سيمه يې سلطنت کاوه.
خو دغه ساحه د کورنيو جګړو پر مهال په ١٣٧٠ لسيزه کې د لاسوهنې سبب وګرځېده او کره معلومات نه شته، چې له دغې غونډۍ نه څنګه اثار لوټل شوي .
 څو کاله وړاندې له اى خانم غونډيو څخه  يو څلور خانه يي ډبرين پشقاب او ١٩٥  لرغونې سيکې هم دغير قانوني کيندنو په سبب تر لاسه شوې وې، چې قاچاق وړونکو يې بهر ته د وړلو نيت درلود، خو د پوليسو لخوا تر لاسه او يو کس ونيول شو.
دغه اثار د اطلاعات او فرهنګي رياست ته تسلم او له نښانو څخه څرګنده شوه، چې دغه اثار باختري يانون دوره ( ٢ مخزېږدي پېړۍ ) پورې اړوند دي.
 خواجه بهاوالدين ، خواجه خضر، حضرت(واقف) ، خواجه چنګال، پير فرخار او قلعه ذوبين ددغه ولايت له لرغونو او تاريخي سيمو څخه دي .
 موزيم:
 په تخار ولايت کې کوم موزيم نه شته ، تر اوسه چې په دغه ولايت کې کوم تاريخي اثار تر لاسه شوي، نو اطلاعاتو کولتور رياست ته تسليم او د کابل موزيم ته لېږدول شوي دي.
 مشاهير:
په دغه ولايت کې اوس هم د پخوا په څير ځينې فرهنګي او علمي څېرې شته، چې ددغه ولايت فرهنګي هويت څرګندوي.
د بېلګې په ډول يې له سرمعلم طارق، ډاکتر سيدحسين شهيد، ملا عبدالودود شهيد، حسين ګلفګانى، قاري امير او نورو څخه يادونه کولى شو.
همدارنګه ددغه ولايت يو شمېر لوړي حکومتي چارواکي ، شخصيتونه او قوماندانان هم په وروستيو کلونو کې په ځانمرګوبريدونو او چاودنو کې وژل شوي، چې د بېلګې په ټوګه ترې د ولسي جرګې دغړي عبدالمطلب بيګ، جنرال داوود، شاه جهان نوري او کندوز پخواني والي انجنير عمر يادونه کولى شو.
رسنۍ:
 په تخار ولايت کې رسنيزو فعاليتونو دتېرو کلونو په پرتله د پام وړ پرمختګ کړى او ډېر شمېر انځوريزې، غږيزې او چاپي رسنۍ  په دولتي او غير دولتي چوکاټ کې فعالې شوې، چې شمېره يې له ٢٠ اوړي.
د سردار محمد داوود خان د حکومت پر مهال ١٣٥٠ په لومړي ځل په دغه ولايت کې د تخارستان په نامه اونيزه د اطلاعات او فرهنګ رياست په اډانه کې چاپ شوه  او تخار ملي تلويزيون هم په ١٣٥٧ لمريز کال خپلې خپرونې پيل کړى.
 د ولسمشر کرزي دحکومت په راتلو لاندې رسنۍ هم په دغه ولايت فعالې شوې.
مهر تلويزيون، برليک تلويزيون، مهر راډيو، همصدا راډيو، برليک راډيو، اى خانم راډيو، تخارستان راډيو او ريحان راډيو په خپرونو پيل کړى.
همدارنګه جون ورځپانه، اواى کوکچه اونيزه،  نجوا ، ارشاد نور، حکومتدارى و انکشاف، عصر او تخارستان  ددې ولايت چاپي رسنۍ دي، خو د طلوع افتاف جديد، هدف، زبان، کوکچه، ناب، تخارستان، تصوير اوسيستا مجله،چې پخوا يې خپرونې درلودې، اوسمهال دمالي ستونزو له امله له بنديدو سره مخ دي.
پوهنه:
د پوهنې بهير هم په دغه ولايت کې د پرمختګ په حال کې دى او په دغه ولايت کې ٦٠٠ ښوونځي شته، چې تر ٣٤٠ زرو زيات زده کوونکي په کې زده کړه کوي او ١٤٥ زره يې نجونې دي.
په دغه ولايت کې يو دار العلوم، پنځه دارلحفاظونه، په ولسواليو کې د ښوونکو روزنې ١٥ الحاقيې ( څانګې)، په تالقان ښار کې دښوونکو روزنې يوه موسسه او څو ښځينه او نارينه ديني مدرسې فعاليت کوي.
صنعت :
په تخار ولايت کې د صنعتي توليداتو شرکتونه او کمپنۍ نه شته ؛ خو ددغه ولايت خلک لاسي صنايعو ته سم لاسرسى لري، چې کولى شو له  دې ډلې د حيواناتو له پوستونو، مرۍ اوبدنې، دحيواناتو له پوست نه اوبدل شوي توکي او خامک ګنډنه ياده کړو.
د دشت قلعه ولسوالۍ اوسېدونکي  د بالاپوشونو، خوليو او پشمونو په اوبدلو بوخت دي او خپلې توکي بازار ته د پلور لپاره کورنيو بازارونو ته  وړاندې کوي، خو دغو صنايعو اوسمهال خپل پخوانى مارکيټ له لاسه ورکړى دى.
په دغه ولايت کې دښځو لاسي صنايع د ستاينې وړ او هر کال  ملي سوداګرو دهڅونې او بازار موندنې په موخه  د لاسي صنايعو بازارونو ته وړاندې کېږي ،څو ملي سوداګر  د بازار موندنې لپاره  وهڅول شي.
کرنه:
تخار دهېواد يو کرنيز ولايت دى، چې د خلکو اقتصاد يې تر ډېره په کرنه ، بڼوالۍ اومالدارۍ ولاړ دى.
ددغه ولايت ١٣٠ زره هکتاره ځمکه اوبيزه او  ٣٠٠ زره هکتاره للمه ده، چې زيات وخته په دوو فصلونو کې کرل کېږي. عمده محصولات يې وريجې، غنم، وربشې او جوار دي.
ددغه ولايت بڼونه هم له زينتي او ميوه لرونکو ونو لکه مڼو، الو،ګيلاس، ناک ، شفتالو، زردالو، انګورو ، خربوزې، هندواڼې او نورو ... څخه جوړ شوي دي، چې له تخار پرته نورو ولايتونو ته هم استول کېږي.
 په هېواد کې  د ولسمشر حامد کرزي حکومت په راتګ او يو شمېر مرسته ورکوونکو موسسو او کريم اغاخان دپراختيايي دفتر( ايکيدن) په مرسته ددغه ولايت کرنيز صنعت د پام وړ وده وکړه او اوسمهال په دغه ولايت کې ٢٤ بڼونه شته، چې هر يو يې ٥٠ جريبه ځمکه نيسي. له همدې اړخه ددې ولايت اوسېدونکي دښې اب هوا په درلودلو سره ددغه بڼوڼو کلنيو محصولاتو ته خوشبين دي.
د تخار ډېرى ولسوالۍ روانې او سرشاره اوبه لري، چې له امله يې په فرخار او اورسچ ولسواليو کې مالدارۍ هم ښه وده کړې او مالداران يې ډېر وختونه خپل مالونه له هېواده بهر پاکستان يا تاجکستان ته وړي.
ورزش
ورزش هم دهېواد دنورو ولايتونو په څېر په وروستيو کې په تخار ولايت کې هم ښه وده کړې ده. په تېر کې پهلوانۍ، تېږه اچونې او د غرسى په نامه سيمه ييز ورزش په دغه ولايت کې ښه وده کړې وه، خو په دې وروستيو کې د تکواندو، کاراته، جودو، کانګفو او واليبال، کرکټ، سامبو، زورخانه يي ، کورش، پينګ پانګ او نورو په څېر رزمي لوبې هم منځته راغلي او ډېرى تنګي ځوانان او ځوانان يې په دغه ورزشونو بوخت دي.
همدارنګه په ښځينه او نارينه ښوونځيو کې هم ورزش وده کړې او ډېرى زده کوونکي په خالي وختونو کې په ورزش بوخت دي.
په تخار کې له ٢٢ زيات ورزشي فدراسيونونه شته، چې ورزشکارانو يې له څو کلونو راهيسې په کورنيو او بهرنيو سياليو کې اتلوالۍ ، دسرو، سپينو زرو او برونزو مډالونه تر لاسه کړي دي.
د تخار ورزشي امريت د  ورزش  په برخه کې د ورزشي منظمو ځايونو کمښت د ځوانانو د ورزشي تمرينونو پر وړاندې يوه ستره ستونزه ګڼي او د منظمو لوبغالو او جمنازيمونو غوښتنه کوي.