۲۲۰-خدای بښلى عبدالمطلب بیک
د تخار د خلکو استازی، د رایو شمېر:۹۴۱۱
 
عبدالمطلب بیک د عبدالمجید بیک زوى ،چې په ۱۳۳۳لمریز کال د تخار ولایت د هزار سمچ ولسوالۍ کې زیږیدلی دی.
نوموړي څلور کاله په پاکستان کې دیني زده کړې کړي او په ۱۳۸۵کال د کندوز ولایت د سراج سنګ له ښوونځي څخه  فارغ شوی .عبدالمطلب بیک ۲۸ کاله د بغلان، کابل، بلخ، تخار او کندوز ولایتونو د مجاهدینو قوماندان و او د افغانستان د نوي نظام په سر کې يې په لاندې څوکيو دندې تر سره کړې دي(د کډوالو وزارت د معین، د کندوز د امنیه قوماندان، د تخار د امنیه قوماندان او همدارنګه د تخار ولایت د والي په توګه.)دى د ولسي جرګې په شپاړسم بهیر کې د تخار د خلکو استازی و .عبدالمطلب بیک د4/10/1390په نیټه د تخار ولایت د تالقان ښار د لومړۍ حوزې د سرای سنګ په سیمه کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې ووژل شو .
 
۲۲۱- حبیبه دانش مفرد زاده:
د تخار د خلکو استازی،  د رأیو شمېر:۴۸۶۶
 
حبیبه مفرد زاده د قضاوتپوه سیدعبدالحلیم مفرد لور ده، چې په ۱۳۵۸لمریز کال کې د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ کې  زیږېدلې ده.نوموړې په ۱۳۸۱ کال کې د پېښور په المومنات لیسې کې ثانوي زده ګړې پای ته رسولي او د لیسانس سند یې په کال ۱۳۸۵ د تخار پوهنتون د بیولوژی او کیمیا په څانګو کې اخيستى. دانش دا لاندې دندې تر سره کړې دي( د تخار ولایت د بي بي مریم نسوان لیسې ښونکې، د تخار د پوهنتون  رییسه، د تخار د انجمن روانشناسان رییسه، د ځوانانو درکاکس شورا کې د ځوانانو د اړیکو د کمیټې مشره، د ښځو لپاره د کارموندنې د یوې موسسې مسووله، په پنځلسم دور کې د ولسې جرګې غړې، د اساسی قانون د تصویبولو لويې جرګې غړې او همدارنګه د پارلمان په شپاړسم دور کې د تخار دخلکو استازې پاتې شوې ده.
د اړیکې شمېرې: ۰۷۰۷۱۲۳۳۳۳ و ۰۷۰۲۰۱۱۷۸۷
برېښنالیک: [email protected]
 
۲۲۲- ريیس عبدالباقي ملک زاده:
د تخار د خلکو استازی،  د رأیو شمېر: ۱۱۲۸۶
 
ريیس عبالباقي ملک زاده د حاجي عبدالودود زوى دی، چې په ۱۳۴۸ لمریزکال کې د تخار ولایت د فرخار په ولسوالی کې زیږیدلی دی.نوموړي ثانوي تعلیمات د تخار ولایت دسمیع شهید په لیسه کې په ۱۳۷۹ کال کې پای ته رسولي دي ، د اقتصاد او کارخانې په برخه کې يې خپل لیسانس د تاجکستان له ملي پوهنتون څخه ترلاس کړى دى. ملک زاده له ۱۳۶۴ کال  راهيسې د جامو(لباس) تجارت کوي.نوموړی په اضطراري لويه جرګه او همدارنګه د اساسي قانون د تصویب په لویه جرګه کې د تخار د خلکو استازی وو، همدارنګه د ولسي جرګې په پنځلسم بهیر کې د تخار د خلکو استازی وو او  اوس   د ولسي جرګې په شپاړلسم دور کې د تخار د خلکو استازی دی.
د اړیکې شمېره: ۰۷۰۰۷۱۲۰۸۰
 
۲۲۳- حاجي عبدالجبار:
د تخار د خلکو استازی،  د رایو شمېر:  ۱۰۲۷۷
 
حاجي عبدالجبار د حاجي غلام نقشبندي زوی، چې په ۱۳۳۴ کال د تخار ولایت د ورسج په ولسوالۍ کې زیږیدلی دی.
نوموړي ثانوي زده کړې په ۱۳۵۶ کال د تخار په حربي ښوونځي کې پای ته رسولي او ليسانس يې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې يې له کابل پوهنتون څخه د حقوقو او د سیاسي علوم له څانګې څخه ترلاسه کړ .نوموړي له ۱۳۷۱-۱۳۸۲ د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه، له ۱۳۸۲-۱۸۴ لمریز کال څخه د تخار د مقام د مرستيال په توګه، په اضطراري لويه جرګه او د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې د تخار د خلکو استازی او همدا اوس د ولسي جرکې په شپاړلسم دور کې د تخار د خلکو استازی دى.
 د اړیکې شمېره: ۰۷۰۰۷۰۱۸۰۰
۲۲۴- حاجي عبدالواحد فقیرزاده:
 د تخار د خلکو استازی ، د ر‌أیو شمېر:  ۶۳۶۶
 
حاجي عبدالواحد فقیرزاده د حاجي خیر محمد زوى، چې په ۱۳۳۵ لمریز کال کې د تخار ولایت په بنګي ولسوالۍ کې زیږېدلی دى. نوموړي ثانوي زده کړې په ۱۳۶۰ کال کې د ابوعثمان تالقاني په لیسه کې پای ته رسولي او له فراغت څخه وروسته له مجاهدینو سره یوځای شو، هغه د لسو کلونو لپاره د کندوز  دبنګي او خواجه بهاودین ولسوالیو ولسوال وو او له ۱۳۸۴ څخه تر ۱۳۸۹ لمریز کال پورې د تخار د والي د مرستيال په توګه يې دنده تر سره کړې ده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٧٠٩٢٦٢
۲۲۵- قدرت الله ذکي:
 د تخار د خلکو استازی،  د رأیو شمېر: ۷۰۴۱
 
قدرت الله ذکي د مولوي عزت الله زوی، چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د تخار ولایت د بنګي په ولسوالۍ کې زیږیدلی دی.نوموړي ثانوي زده کړې په ۱۳۷۴ کال د پېښور د سید جمال الدین په لیسه کې پای ته رسولي او بیا يې په ۱۳۸۳ کال د استانبول پوهنتون کې د ژورنالیزم په څانګه کې لیسانس تر لاسه کړ.نوموړي په ترکیه کې د زده کړیالانو د اتحادیې د مشر، د تخار د نفت او ګازو د عمومي مدیر، د پیام جمهوریت د اونیزې د خپرونې د خبرونو مسوول او همدارنګه د شهید ذکي د ټولنیزو او کولتوري بنسټ د مشر په توګه دندې ترسره کړې دي.
د اړیکې شمېره : ۰۷۹۷۳۸۰۲۴۲
برېښنالیک:[email protected]
 
۲۲۶- سید اکرام الدین معصومي:
د تخار د خلکو استازی،  د رأیو شمېر:  ۵۹۱۴
 
سید اکرم الدین معصومي د سید عبدالقادر مفرد زوی، چې په ۱۳۳۲ لمریز کال کې د تخار ولایت د اشکمش په ولسوالۍ کې زیږیدلی دی. نوموړي ثانوي زده کړې په ۱۳۵۰ کال د تخار په زیرینګ لیسه کې پای ته رسولي او بیا په ۱۳۵۷ کال د کابل پوهنتون څخه د ساینس په څانګه کې خپل لیسانس لاسته راوړی دی.معصومي په ۱۳۸۱ کال د تخار والي، په ۱۳۸۳ کال د بدخشان والي، په ۱۳۸۴ کال د کار او امور اجتماعي وزیر، او بیا د ۱۳۸۴ کال په وروستیو کې د بغلان د والي په توګه دندې سرته رسولې دي.
د اړیکې شمېره: ۰۷۰۰۵۵۵۳۳۳
برېښنالیک: [email protected]
 
۲۲۷- مریم کوفي:
د تخار د خلکو استازی، د رأیو شمېر:۳۹۰۷
 
مریم کوفي د عبدالرحمن لور ، چې د بدخشان ولایت د کوفان ولسوالۍ په ۱۳۴۹ لمریز کال کې زیږیدلې ده.نوموړې د کابل په انصاري لیسه کې په ۱۳۸۶ کال کې ثانوي زدکړې سرته رسولې دي.او لیسانس یې له مشعل خصوصي پوهنتون څخه ترلاسه کړى دى، کوفي ۱۷ کاله ملي او بین المللي موسساتو کې دنده سرته رسولې او له ۱۳۷۲ لمریز کال څخه تر ۱۳۹۰ لمریز کال پورې د درواز خدماتي او ساختماني اتحادیې د رییسې په توګه دندې سرته رسولې دي.
د اړیکې شمېره: ۰۷۰۰۲۱۲۱۰۸
برېښنالیک: [email protected]
 
۲۲۸- محمد کبیر مرزبان:
د تخار د خلکو استازی، د رأیو شمېر:۷۰۵۲
 
نوموړي په ۱۳۵۷ کال کې د کابل د امام ابوحنیفه له مدرسې څخه يې په دیني علومو کې د ۱۴ سند اخيستى دى.مرزبان ۲۱ کاله د جهادي آمر، د تخار د ۵۵ فرقې جهادي قوماندان، د افغانستان د ولسمشر د سلاکار وزیر، د تخار د والي، په پنځلسمه دوره کې د مشرانو جرکې د سناتور په توګه يې دنده سرته رسولې او اوس د ولسي جرګې غړی او همدارنګه د حزب عدالت اسلامي ګوند مشر دی.
د اړيکې شمېرې : ۰۷۰۰۷۰۶۹۱۱ او ۰۷۰۵۵۰۰۷۰۳