تخار ولايت ۱۷ اداري واحدونه لري، چې ۱۶ ولسوالۍ او يو مرکز دى.
١- مرکز (تالقان):
د تخار ولايت مرکز د تالقان ښار دى چې د کندوز- بدخشان لويه لار هم پر همدغه ښار تېريږې. په تخار کې يوه پراخه سيمه شته چې د ماوراى کوکچه په نوم ياديږې او له تاجکستان هېواد سره ګډه پوله لري.لاندې ولسوالۍ لکه دشت قلعه، ينګي قلعه، درقد، خواجه بهاوالدين، خواجه غار او رستاق په همدې پراخه سيمه کې پرتې دي.
٢- دشت قلعه:
دشت قلعه ولسوالۍ د تالقان ښار په ۶۰ کيلومترۍ کې پرته ده. د دې ولسوالۍ امنيتي حالت نسبي ارام دى، خو خلک يې بيا د ناقانونه وسله والو له شتونه سر ټکوي. د دې ولسوالۍ اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، که څه هم د کوکچې سيند ته څېرمه پرته ولسوالۍ ده، خو بيا هم د پام وړ بيارغونه نه ده په کې شوې.
 ٣-ينګي قلعه:
ينګي قلعه ولسوالۍ هم له کوکچې سيند سره په اوږدو او له تالقانو ښار څخه لرې په ۱۰۰ کې کيلومترۍ کې پرته ده. د دې ولسوالۍ ډېرى خلک ځمکوال او په کرنه بوخت دي، عمده حاصلات يې غنم، وريجې. وربشې او جوار جوړوي. دې ولسوالۍ ته هم د بيارغونې په برخه کې د دولت له خوا پاملرنه نه ده شوې.
٤- درقد:
درقد ولسوالۍ چې د جزيرۀ درقد په نوم هم ياديږې، له تالقان څخه ١٠٠ کيلومتره لرې پرته ده او په افغانستان کې يوازېنۍ جزيره بلل کېږي، چې يوې خوا ته يې د کوکچې سيند او بلې اړخ ته يې امو سيند پروت دى. د درقد ولسوالۍ خلک د کوچنيو کشتيو په واسطه تخار ښار او نورو سيمو ته تګ راتګ کوي. ياده ولسوالۍ د هېواد له هغو ښکلو او په زړه پورو سيمو شمېرل کېږي، چې شنه زړه راښکونکي ځنګلونه، وحشي ژوي او ښکلي مرغان لري.خلک يې بڼ وال او کروندګر دي، وريجې، غنم او جوار يې عمده کرنيز حاصلات دي. له دې کبله چې امو سيند د همدې ولسوالۍ په ګاوند کې پروت دى نو د موسمي سېلابونو او د ياد سيند د څپو له امله يې هر کال لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه اوبه لاندې کوي.
٥- خواجه بهاوالدين:
خواجه بهاوالدين ولسوالۍ له تخار ښار څخه ۸۰ کيلومتره لرې پرته ده او د جهاد او مقاومت پر مهال د احمدشاه مسعود پر رهبرۍ د مجاهدينو يو پوځي مرکز و. احمدشاه مسعود د ۱۳۸۰ لمريز کال د وږي په ۱۸مه نېټه چې د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سپټمبر له ؟؟؟؟ سمون خوري د دوو عرب ځانمرګو بريد کوونکو له خوا په چاودنه کې ووژل شو. دا ولسوالۍ هم د کوکچې سيند په اوږدو کې پرته ده او دېرى خلک يې په مالدارۍ او کرنه بوخت دي.
٦- خواجه غار:
خواجه غار ولسوالۍ د تالقان ښار په ۵۰ کيلومترۍ  کې پرته ده. د کندوز له دشت ارچي ولسوالۍ سره ګده پوله لري. خواجه غار په نسبي نا امنو ولسواليو کې راځي او خلک يې ډېرى په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. د دې ولسوالۍ کرنيز محصولات غنم او وريجي (شالي) دي. بايد وويل شي چې نورو سيمو ته هم له دې ولسوالۍ غنم او وريجې صادرېږي.
٧- رستاق:
رستاق د تخار د مرکز تالقانو ختيځ ته په ١٢٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده او له بدخشان ولايت سره ګده پوله لري، ډېرى خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.د تخار ولايت د لس نورو ولسواليو نومونه (بنګي، اشکمش، ورسج، فرخار، کلفګان چاه اب، هزار سمچ، بهارک، چال او نمک اب دي.
٨- بنګي:
بنګي د تالقانو لوېديځ ته په ٦٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې د کندوز له د خان آباد ولسوالۍ سره ګډه پوله لري. د دې ولسوالۍ خلک هم د خواجه غار په څېر په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. بنګي له پوځي پوله يوه ستراتيژيکه سيمه ده او په ۱۳۷۰ لمريز کال کې د طالبانو او مقاومت جبهې تر منځ د خونړۍ جګړو شاهده وه.
٩- اشکمش:
اشکمش د مرکز تالقانو سوېل ته په ١٢٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، د کندوز له خان اباد او د بغلان له برکې ولسواليو سره ګډې پلوې لري.
خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، نسبي ارامه ولسوالۍ بلل کېږي خو په دې وروستيو کې په کې خال خال وسله وال خوځښتونه ليدل کېږي او ويل کېږي چې وسله وال له د بغلان له برکې ورته را اوړي.
١٠- ورسج:                
ورسج د تخار سمسوره او ښکلې ولسوالۍ او د مرکز تالقانو په ٨٠ کيلومترۍ کې پرته ده. د بغلان له فرنګ، د پنجشېر له پريان او په يوه برخه کې له بدخشان ولايت سره ګډې پولې لري، خلک يې ځمکوال، په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
کرنيز حاصلات يې الو، ګيلاس، مڼې، ناک او نورې مېوې دي، چې بهر ته هم صادرېږي.
١١- فرخار:
فرخار د مرکز تالقانو په ٥٠ کيلومترۍ کې پرته غرنۍ ولسوالۍ ده، چې ډېرى خلک يې بڼوال، مالدار او په کرنه بوخت دي. په وروستيو څو کلونو کې دولت د دې ولسوالۍ د بيارغونې په برخه کې ډېر کارونه کړي، سړکونه يې پاخه شوي او له کروندګرو سره يې د کرنې په برخه کې هم مرستې شوې دي.
١٢-کلفګان:
ګلفګان د مرکز تالقانو ختيځ ته په۸۰ کيلومترۍ لرې پرته ولسوالۍ ده. له بدخشان ولايت سره ګډه پوله لري او خلک يې په کرنه بوخت دي. للمي او اوبي ځمکې دواړه لري، کرنيز حاصلات يې غنم او وريجي دي.
 
١٣- چاه اب:
چاه اب د مرکز تالقانو ختيځ ته په ۱۵۰ کيلومترۍ کې لرې پرته ولسوالۍ ده. له بدخشان ولايت سره ګډه پوله لري او د تخار يوه له زراعتي ولسواليو شمېرل کېږي.دغه ولسوالۍ د سرو زرو يو کان هم لري، چې ١٣٦٦ کال کې د روسي متخصصينو له خوا کشف او څېړنه پرې شوې وه.
١٤- هزار سمچ:
هزار سمچ د مرکز تالقانو ښار په ٢٥ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده. دغه ولسوالۍ د نجيب د واکمنۍ پر مهال جوړه او مخکې د مرکز تالقانو اړوند سيمه وه، خلک يې ډېرى کروندګر دي او للمي ځمکې ډېرې لري.
١٥-بهارک:
بهارک د تخار د مرکز په ۲۰ کيلومترۍ کې لرې پرته ولسوالۍ ده او له نسبي امنو سيمو شمېرل کېږي. خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
١٦- چال:
چال ولسوالۍ هم د مرکز تالقانو په ۵۰ کيلومترۍ کې موقعيت لري او د خلکو اقتصاد يې په کرنه ولاړ دى.
١٧- نمک اب:
نمک اب د تالقانو ښار په ۳۵ کيلومترۍ کې پرته ده، د هېواد په کچه په دې ولسوالۍ کې د تاقچه خانه په نوم د مالګې يو لوى کان هم شته، چې معدن او صنايع وزارت په وينا، د هغه تړون پر بنياد چې د خصوصي سکتور او دولت تر منځ شوى، هر کال له دغه معدن نه ۷۵ زره ټنه مالګه استخراجېږي، چې د هېواد له ولايتونو سربېره بهر ته هم ترې مالګه صادرېږي.